پيژنم
پوهنمل محمدوارث 05.06.2016 13:02سترګو د جانان کې زه غلا پيژنم
ښکاري په کې ټوله دنيا پيژنم
سره چې اننګي شي د شفق په څير
هله ئې د سترګو حيا پيژنم
لا که بې پروا شي پروا نه کوي
پټ ئې اننګو کې ادا پيژنم
دلته چې اوسيږې مينه جرم دی
بس زه ناروا او روا پيژنم
څومره چې تروږمۍ ځان ته غره شي خو
لمر ختو نه مخکې سبا پيژنم
ستا د خاطرو دفتر مې وسپړه
اوس پکې ګناه او خطا پيژنم
دومره تجربه ( وارث ) حاصيله کړه
وائې چې پخلا نا پخلا پيژنم
خبرونه
- ستاسې غږ
- ستاسې غږ
- افغانستان او نړۍ کې د بشري حقونو وضعیت - سپینې خبرې
- عراق کې امریکايي ځواکونه په نښه شوي - د پنټاګون چارواکی
- رپورټ: د فلسطيني کډوالو د مرستې دپاره د ملګرو ملتونو اداره د غېرجانبدارۍ مضبوط نظام لري
- سپېنې خبرې
- د امریکې کلنی رپوټ وایي د طالبانو حکومت پراخو بشري سرغړونو ته دوام ورکړی، طالبانو رپوټ رد کړی
- افغانستان او نړۍ کې د بشري حقونو په اړه د امریکا راپور - اشنا
- شننې او څیړنې، مقالې
- .
- کتابونه پاڼې پاڼې
- .
- روانې چارې او بېلابېل
- .
- بېلابیلې ټولنيزې ليکنې
- .
- علمي لیکنې
- .
- شعرونه
- .
- افغانیزم
Copyright © tolafghan.com 2002-2019