د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کورنۍ کړۍ چې؛ حکمتيار ننګوي

خوشحال آصفي 29.05.2016 13:11

په داسې حال کې چې تېره میاشت د حکمتیار اسلامي ګوند د افغانستان له حکومت سره د سولې په برخه کې هوکړې ته ورسېد؛ اوس په کور دننه د اسلامي حزب سره د افغان دولت د سولې مخالفان ورځ تر بلې را څرګنديږي. ويل کيږي د نظار شورا او اسلامي جمعیت په شمول يو شمير نور ګوندونه چې په ۷۰ يمه لسيزه کې له اسلامي حزب سره جنګي سابقه لري؛ په يو نه يو ډول د افغان حکومت او د حکمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب تر منځ د سولې د خبرو پر ضد منفي تبليغات ترسره کوي.
تيره ورځ د پخوانۍ شمال ټلوالې یوغړي فهیم داشتی ويلي هغوی به پرې نه ږدي چې د پنجشېر امن هلته د حکمتیار په ورتګ سره ګډوډ شي.‌ فهيم دشتي په خپله فيسبوک پاڼه يو بيانيه هم خپره کړې چې په وروستۍ برخه کې يې حکمتیار له شیطان او پنجشېر د پرښتو له کور سره تشبیه کړی دی او ویلي دي چې اجازه به ورنه کړي چې شیطان د پرښتو په کور کې ځای ونیسي.
همداشان ځينې رسني هم وايې چې د جمعیت په خپلمنځي ناستو کې د حکمتیار ضد تبلیغاتو پرېکړه شوې ده. تيره ورځ جمعیت ته نیږدې سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط سپوږمۍ راډیو ته ويلي، چې په کابل کې د جمعیت مشرانو په خپل منځي وروستیو ناستو کې پریکړه شوې چې د حکمتیار ضد تبلیغاتو ته زور ورکړي ، په دغه ناسته کې پریکړه شوې چې له خپلو ټولو امکاناتو او لارو چارو به کار اخلي څو د حکمتیار او حکومت تر منځ د سولې وروستی تړون سبوتاژ او د حکمتیار د راتګ مخنیوی او پر وړاندې یې عامه ذهنیت بدل کړي. همداراز له دې وړاندې د بشر حقونو کميسيون مشرې سيما سمر هم هڅه کړې وه چې په يو نه يو ډول حکمتيار سره د افغان دولت د سولې مخنيوی وکړي.
اوس په تازه کې تيره ورځ په کابل کې د مدني فعالانو تش په نامه څو مشخصو کړيو ته وفاداره افرادو د "جګړې د قربانیانو لپاره د عدالت غوښتنې" په نامه یوه بنسټ د هغو کسانو د محاکمې غوښتنه کړې چې دوی وايي جنګي جرمونه يې کړي دي. دغو کسانو د افغان دولت او د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار تر منځ د سولې پر هوکړې نیوکه کړې او له ملګرو ملتونو یې غوښتي چې د نوموړي نوم له تور ليسته ونه باسي.
دغه لاريون که څه هم په ښکاره د جګړې د قربانيانو لپاره د عدالت غوښتنې په نامه جوړ شوی و خو تر شاه يې د هغو کړيو لاسونه ښکاري چې نه غواړي افغان حکومت له اسلامي ګوند سوله وکړي. دوی که په رښتيا د جنګي مجرمينو د محاکمې غوښتنه کوي؛ ولې يې يوازې د حکمتيار نوم يادولو؟ آيا د ۷۰ يمې لسيزې په جنګونو کې يوازې حکمتيار ښکيل و؟ آيا هغوی چې د خلکو په سرونو او غوږونو کې يې ميخونه ټک وهل او له ميرمنو يې سينې غوڅولې؛ جنګي جنايتکاران نه دي؟ هغوی چې د هيواد هر څه شتمنۍ، تاريخي آثار او د حکومتونو پوځي تجهيزات يې په ايران او پاکستان وپلورل؛ جنايتکاران نه دي؟ هغوی چې د هیواد پلونه او پلچکونه په بمونو والوزول جنایتکاران نه دي ؟ جنايتکار ـ جنايتکار وي، که هغه د هرې ډلې، قوم او سمت څخه وي بايد مجازات شي. خو دا به مناسبه نه وي چې هر څوک اتل او جنايتکار د خپلو مذهبي ، قومي او شخٌصي اهدافو او ګټو له مخې تعريف کړي.
بل لور ته تيره ورځ د ملي يووالي حکومت د بهرنيو چارو وزير او د اسلامي جمعيت ګوند مشر صلاح الدين رباني هم ويلي؛ هغوی چې سوله کوي وسلې به تسلیموي. صلاح الدين رباني په غير مستقيمه توګه اشاره کړې، هغوی چې سوله کوي بايد تسليم شي او وسلې به هم تسليموي. که څه هم ښاغلي رباني په ښکاره د وسله والو طالبانو او يا هم د حکمتيار نوم نه دی اخيستی خو داسې بريښي چې اشاره يې حکمتيار ته وي. ځکه تر اوسه له افغان حکومت سره له حکمتيار پرته بل هيچا د سولې خبرې نه دي کړي. په دې کې هيڅ شک نشته چې د حکومت مخالف لوري د سولې بهیر سره یوځای کیدل، دولت ته د وسلو تسلیمول او د پوځې مبارزې پر ځای سياسي مبارزې پيلول؛ په هیواد کې سیاسي ثبات پیاوړتیا سره مرسته کوي خو د وسلو ټولولو لپاره حکومت ځانګړی ميکانيزم او ځانګړی ارګان لري چې امنيتي ارګانونه يې په رأس کې قرار لري. د لته د هيواد د بهرنيو چارو وزير په توګه د رباني مسوليت دا نه دی چې د حکومت د مخالف لوري د خلع سلا کولو غوښتنه وکړي ، نه دا حق لري او نه دا صلاحیت دته چا ورسپارلی دي.
په افغانستان کې ستونزه دا ده چې هيڅوک خپل مسوليت نه پيژني خو د بيان د آزادۍ تر نامه لاندې هر چا ته چې هر څه په خوله ورځي، اسره پرې نه کوي او د خپل ځان د مطرح کولو لپاره يې په سټيجونو او دريځونو کې کوي. دلته زمونږ چارواکی په دې نه پوهيږي چې زه څوک يم، د چا استازولي کوم او د چا لپاره پر دې څوکۍ ګمارل شوی يم. دلته د دولتي چارواکي، د ګوند د رهبر او د عادي وګړي تر منځ توپير نه کيږي. دلته دولتي چارواکي چې د ګوند رهبري په غاړه لري؛ د ولس، خاورې او هيواد په نسبت خپل ګوند، سمت او قوم ته ډير وفاداره دي.