د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

(سترګې مې څه او زړهء مې څهء وایي؟)

ډاکټر حمیدالله زړءور ساپی 28.05.2016 14:16

(سترګې مې څه او زړهء مې څهء وایي؟)
سترګې مې وايي قدرتونه د جانان وګوره ***** زړء راته ټوپ کړي چې جانان سره خپل ځان وګوره
ماشوم د مور سترګو کې ټوله خوشحالي لټوي*** مور چې موسکۍ شي بیا ګلونه ماشومان وګوره
خط او خال،زلفې لبان، غږ او ږوغ د نوې ځوانۍ ** مینه دپیغلو ګوره ؛ مټَوءر ځوانان وګوره
مال او اولاد، زیب او زینت ، حلال هرام کړي ډېرې***زاړهء کړي حرص د دنیاګۍ باقي ارمان وګوره
انسانان وختل سپوژمۍ ته سَیل د لمرونو کوي****** مونږ لا په خپلو صِله نلرو، افغان وګوره
آسمان خراشه بلډینګونه په ملکونو جوړ سول ***** پښتون-افغان هیواد ورانیږي ، کاروان وګوره
د سر په سترګو چیرته وړوند نه شې صاپی حمیده!** د زړهء له تل نه مانا ګانې د قرآن وګوره.
سترګې مې وايي قدرتونه د جانان وګوره******* زړء مې ټوپونه کړي چې جهان او خپل ځان وګوره!!.