د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کارونه مو ساده کړی

محمد شفيع ظاهر 24.05.2016 12:23

ژباړه او زیاتونه / محمد شفيع ظاهر

د ژوند بحراني او ستونزمنو شیبېو نه تېښته ناشونې ده او هغه مشکلات اوستونزې چې انسانان په خپلو کارونو کې ورسره مخ کیږي دپېشبینی وړ نه دي
هیڅوک دا اټکل مخکې له مخکې نشي کولای چې ژوند به یې دکومو ستونزو ‌‌‌‌‌‌ډک وي او کومې ستونزې به یې په ژوند کې پېښېدونکې وي
کله چې په ژوند کې د سترو یا کوچونیو ستونزو سره مخ کېږی نو دې هرڅه ته د هغه امتحان په سترګه وګوری چې ضرور باید تاسې ترې بریالي را ووزی کار زیار او هڅه ده چې تاسې له دې امتحان نه بریالي وباسي تل هڅه وکړی کارونه په منظم ورځني پلام مخکې بوزی که څه هم چې دکارونو پيچلي کول اوسختول آسانه خو ساده کول او آسانه کول یې ستونزمن او پيچلی کار دی
ځينې وخت مو زړه غواړي چې زیات کارونه په لږ وخت کې سرته ورسوی خو مایوسه او ستړي کیږی ځکه چې د خپلو کارونو لپاره مهالویش او منظم پلان نه لری  
نو پداسې حالتونو کې مو کارونه نور هم زیاتیږي بوج کیږي او سرته رسولو ته یې بې وسه کیږی
په خپل روزمره ژوند کې د توان او امکان تر حده خپل کارونه آسانه کړی
دکارونو ساده کول د سختو او بحراني حالاتو نه په تېرېدو کې تاسې سره کومک کوي
د خپلو فکري ارزښتونو په وسیله داسې طرحې رامنځ ته کړی چې دکارونو په ساده کولو او آسانه کولو كې تاسې سره مثبت کمک وکړي

انسان چې کله له مشکلاتو سره لاس او ګرېوان شي نو پرېښاني پرې غلبه کوي ذهن یې د کار کولو او منظم پلان جوړونې استعداد او قوت له لاسه ورکوي
هیڅوک ددې حالت نه مستثنا او لرې نه دي
په داسې حالاتو کې باید کوښښ وشي چې بېرته شا ته وګرځو او له ځان نه دا وپوښتو چې
زما اصلي اعتقادات کوم دي ؟
څه شي ته باید اهمیت ورکړم ؟
د کار دآسانتیا او د ژوند نه ستاسې دغوښتنو دتعین  تر ټول آسانه تمرین دادی
 مخکې له مخکې کاري پلان جوړ کړی ځکه چې کاري پلان تاسې سره دکارونو په ساده کولو او اسانه کېدو کې مرسته کوي
دهرې میاشتې کاري پلان مو ځانګړی کړی بیا یې په اونیو او وروسته یې په ورځو تقسیم کړی
ورځنی کاري پلان ‌‌‌‌‌‌ډېر ساده او آسانه خو ‌‌‌‌‌‌ډېر مهم دی شروع یې کړی
هغه څه چې غواړی نن ورځ یې سرته ورسوی مهمو او ګټورو کارونو ته لمړیتوب ورکړی
یوه سپينه پاڼه را واخلی او دهغو موخو او هدفونو فهرست پکې ولیکی کوم چې تاسې مینه ورسره لری او غواړی چې په راتلونکي کال یا راتلونکي وخت کې یې عملي کړی
کله مو چې خپلې موخې او هدفونه په کاغذ کې ولیکلي نو له ځان نه پوښتنه وکړی
که چېرې په دې توانېدلی چې یو له دغې هدفونو ته په څلورویشت ساعتونو کې ورسېږم نو کوم یوه به مې په ژوند کې ترټولو مثبت تغیر  منځ ته راوړي
یا په بل عبارت فکر وکړی
که چېرې ددغو هدفونو یا موخو نه یوه ته یوازې په څو ساعتونو کې ورسېږم نو کوم یو به ماته تر ټولو ګټور وي؟
ددې سوال ځواب مو په ذهن کې پېدا کړی بیا په فهرست کې هماغه هدف په نښه او خط ترې راکاږی
او همغه هدف مو روښانه او اصلي هدف وټاکی له همدې لحظې نه مو کار او فعالیت دهمغه هدف لپاره سازماندهي کړی
ددې هدف لپاره یو مهلت او که لازم شول څو فرعي مهلتونه وټاکی
یو داسې کاري لېست برابر کړی چې له مخې یې وکولای شي د دې هدف ته درسېدو لار مو را لن‌‌‌‌‌‌ډه کړی
دا کاري لېست مو د کارونو د لمړیتوب په اساس ترتیب کړی
دا مشخصه او په ګوته کړی چې کومه کړنه د زیات اهمیت  ، او کومه کړنه له لږ اهمیت نه برخمنه ده
کوم کار دکوم کار نه مخکې لازم او په ګټه دی
هغه فعالیتونه چې د لمړیتوب له نظره ترتیب شوي دبرنامې یوې طرحې ته لاس رسی پېدا کړي او په ترڅ که به یې ستاسې ټول اقدمونه او کړنې تر منظم کنترول لاندې راشي
                                 _ بریاوې مو په برخه _