د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تر داره مه ځه

پوهنمل محمدوارث 22.05.2016 22:58

ما له اوله ستا د مينې ليونتوب منلې
پري چې زما جنون ياغي شي ته تر داره مه ځه

چې د اغيار په لمسون لارې دې کږې کړې د وخت
ماشوم زړګي سره مدام په دغه لاره مه ځه

لا دې له سترګو نه نشې هم کوزې شوې نه دي
ډک شوی زړه دې په ما تش کړه خو دواره مه ځه

د ګونګې مينې کفاره درباندې واوختله
حق يې ادا کړه بنده غاړه ای نګاره مه ځه

لښکر د تورو شپو دمشالونو کاروان لوټ کړ
تم شه زوال د تروږمۍ راشي تر سهاره مه ځه

هلته دا نوي بنديزونه د ( وارث ) خوښ نه شول
کلي کې هم توبې ماتيږي اوس له ښاره مه ځه