د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سکیولاران نه بلکه مجاهدین د حکمتیار خلاف دي

استاد محمد ظریف امین یار 21.05.2016 13:04

سوله د افغانستان مظلوم، رنځور، دردیدلئ او شهید ملت لپاره ترهرڅه وړاندې مطرح ده. سوله د افغان اولس د کالونو راهیسی تر ټولو مهم او اړین آرمان دئ. هغه ملت چې متعدد کالونه یي د سولې د تحقق لپاره کوښښ او تلاش کې تیر کړي وي او د سوله ایز ژوند په هیله ورځې شیبې سبا کوي د سولې په باب پرمختګ ورته د ډیرو خوشحالیو څخه لومړیتوب لري. زما په آند د سولې لپاره هر قدم او هر پل له خیر څخه ډک  او جهاد دئ. سوله په هره ټولنې کې تر ټولو مهم او اړینه اړتیا ده چې د انسان طبیعت سره کاملاً سازګاري لري. الله سبحان و تعالی په قرآن پاک کې په ډیر دلنشین او خواږه الفاظو سولې ته  یې «الصلح خیر» ویلي یعنې سولې ته په قرآن پاک کې «خیر» وویل شوي. خیر یعنې «سوله» د ژوند ټول ابعاد یعنی ټولنیز، سیاسي او اقتصادي ودې او انکشاف لپاره په اوسنئ نړئ کې اساسي اصل ګنل شوئ دئ. پدې اساس باید هر هغه اقدام او فعالیت وستایل شي چې په حسن نیت او صداقت استوار وي او د سولې راوستلو لپاره اجرا شوئ وي. نو که د افغانستان اسلامی ګوند سره د سولې مسوده امضا شوه دا د سولې لپاره په حاضر وخت کې لویه لاسته راوړنه ده چې باید وستایل شي او د دغه پروسې لپاره بې دریغه فعالیت او لازم اقدامات پلي شي.

د ملي یووالي حکومت آن د پیل څخه د سولې لپاره لازم اقداماتو باندې لاس پورې کړئ. آن تر دې چې بعضاً یې حتي سیاسي توازن هم د لاسه ورکړ او د دغه ناحیه څخه د سیاسي قشر د سختو نیوکو او غبرګون لاندي راغئ. لکه هر وطنپال افغان ډاکتر غنی هم باور لري چې د افغانستان جګړه د جنګ له لارې نشي و فصل کیدئ نشي. ولسمشر څو څو ځله په خپلو ووینا ګانو کې د سولې اهمیت په اړوند خبرې کړي او ملي اجماع او سوله یې د افغانستان د حاضر کړکیچ څخه د وتلو یواځنئ غوره لاره په ډاګه کړې ده. زما دریځ هم د سولې او د افغانستان کړکیچ په هکله همدغه دئ. بالکل سوله باید په هر لګښت لاسته راشي او د سولې په موضوع کې باید هیڅ ډول تیروتنه او خیانت ونشي. حتی که ځیني ډموکراټیک ارزښتونه هم د سولې لاسته راوړلو بهیر کې له لاسه ځي باید د سولې د تحقق لپاره ترې دریغ ونشي.

اما جالبه موضوع داده چې نن د افغانستان ټول اولس سوله ، آرامي او د جنګ خاتمه غواړې اما بیا ځیني داسې  مغرضه عناصر ،ډلې او کړئ هم شته دي چې د خپلو شخصي ، قومي او تنظیمی ګټو لپاره د سولې خلاف فعالیتونه کوي او بیشرمانه سولې د پروسې د سبوتاژ کولو هڅې کوي. په دغه ډلو کې دوه ډلې ډیرې پیاوړي دي. پرچمیان او جمعیت - اتحاد. نن سکیولاران انجنیر ګلبدین حکمتیار ته د سولې لپاره هرکلئ کوي اما بیا اخوندان او مجاهدین د مجاهدینو تر ټولو لوئ حزب رییس په خلاف ولاړ دي او استدلال کوي چې حکمتیار کابل وران کړئ او د ملت په ضد جنایت کې دخیل دئ. څوک تری نه پوښتني چې جنابانو که حکمتیار په داخلي جګړو کې ښکیل وو نو تاسې هم هدغه موقف درلوده نو بیا تاسو حکومت کې څه کوئ؟ حد اقل حکمتیار خو په دې ۱۵ کالو فساد کې دخیل نه دئ او نه یې هم ظاهراً کوم امتیاز د دولت څخه د سولې بهیر په ترڅ کې غوښتئ. اما تاسې خو ټول دولت او د ملت مالکیت او شتمنئ وخوړلې او په بیشرمئ سره ځانونو ته بیا برحق مجاهدین وایاست. له مقدس جهاد نه مو سم سیاسي ابزار جوړ کړئ او امتیاز طلبئ باندې بوخت یاست. اما پام وکړئ چې ستاسو دغه موضعګیری او کړنې نه د دین اصولو سره همغږي دي او نه هم دنیوي ارزښتونو او د وطنپالنې میعارونو  سره سمون لري.زه پدې یقین لرم چې د جهاد څخه ابزاري ګټه اخیستل هم دین سره او وطن سره لويه جفا او ناجایزه ده.د حکمتیار راتګ او د سولې د پروسې بریالیتوب سره د دغو ډلو د مخالفت کولو علت ملت ته خورا څرګنده ښکاري. پرچمیان او جمعیت –اتحاد هغه ګوندونه دي چې په لوئ لاسې يې د افغان ملت مقدس جهاد د شخصي ګټو لپاره خرڅ کړو او زموږ هیواد یې بربادئ طرف سوق کړئ. د مکث نکته داده چې اوس که حکمتیار یا طالبان حکومت کې شریک شي دوي به سیاسي باخت سره مواجه شي. هو د حکمتیار او طالبانو راتګ سره دوي خپل مادي ګټې او سیاسي موقف په خطر کې ملاحظه کوي. دا د ذکر وړ ده چې حکمتیار په حاضر وخت کې د افغانستان تر ټولو څخه با نفوذه او کرسماټیک سیاسي مشر دئ . د هغه راتګ به د افغانستان سیاسي میدان کې ډیر واضح تحول مینځته راوړي. زه متیقن یم چې که حکمتیار کابل ته ستون شي او نورمال سیاسي فعالیتونه پیل کړي ډیر ژر به د راتلونکي ټول ټاکنو لپاره یوه مطرحه څیره وي. دغه موضوع جمعیت او اتحاد او دغسې نورو ډلو ته د منلو وړ نه ده او ترینه ویره لري.  

د حکمتیار راتګ به نه یواځې سیاسي میدان کې توازن برابر کړي بلکه د جمعیت، اتحاد او پرچمیانو قصه به هم مفته کړي. پداسې حال کې چې قوماندان احمد شاه مسعود، مارشال فهیم ، بابه مزاری او استاد ربانی نشته، حکمتیار یواځنئ پیاوړې جهادي څیره ده چې سیاسي نفوذ، درآیت او کرسماتیک انداز لري.استاد سیاف که څه هم د جهادیانو اوسنئ مشر ګنل کیږي اما په سیاست کې خورا ضعیف او نامتحرک ظاهر شوئ. هغه تر اوسه پورې خپل دوست دښمن نه پیژني او تل یې د شمالي ټلوالې د موخو لپاره فعالیت کړئ. د هغه افراطي ګذشته هم د اوسني سیاست لپاره لوئ خنډ ثابت شوئ. زه باور لرم د حکمتیار راتګ سره به جمعیت اسلامی ګوند کې ژور بدلون راشي او ډیرې پياوړې سیاسي ځیرې به حکمتیار سره یواځائ شي. لیکن د جمعیت هسته به هیڅکله هم د پاک زړه نه حزب اسلامی سره ګډ او متحد نشي. لکه څنګه چې پرچمیان به هیڅکله خلقیانو سره متحد نشي په همدغه څیر د جمعیت او حزب اسلامی معادله ښکاري.
 
 د افغان اولس لپاره عجیب سیاسي واقعیت او انکشاف داده چې نن حکومتی مجاهدین د لوئ مجاهد خلاف ولاړ شوي دي او سکیولاران دغه لوئ مجاهد ته هر کلئ وایی. پرته لدې چې مجاهدین ټول د اخوان المسلمین ګوندي ریشه لري او واحده جهادي آیډیالوژی او عقیده لري بیا هم ښکاري دنیاوي ګټو د عقیدې او آیدیالوژئ په سیالئ کې میدان ګټلئ. د سکیولارانو ننئ دریځ دې ستاینې او د حکومتی مجاهدینو (جمعیت-اتحاد) دریځ کاملاً د غندني او رد کولو ده. ځکه نن د افغانستان لپاره تر ټولو مهم هدف د سولې تحقق دئ. افغان ملت باید ټول متحدانه هڅه وکړي د افغانستان لپاره د خپلو شخصي، سمتي او ګوندي ګټو څخه تیر شي او افغانستان ته یو روښانه راتلونکئ تعریف او تامین کړي. موږ لپاره باید تر هرڅه وړاندې افغانستان لومړیتوب ولري.