د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

همېشنی ملګری

شهزاده شيرين زوی 18.05.2016 00:41


همېشنى ملګرى

کله چې په يوه سخته ستونزه کې راښکېل وم نو مور مې راته ويل: زويه! الله  دې وژغوره.

کله چې زما پلار په حق رسېدلى و نو ټولو خواخوږو مې ويل: الله  دې د زړه صبر درکړي.

کله چې زما د تنګسيا په اړه يو چا زما وروڼو ته وويل، نو هغوى ځواب ورکړ: د بنده په ورکړه څوک نه مړېږي الله  دې يې ورته ورکړي.

کله چې ما وطن پرېښوده او مسافرۍ ته روان وم نو مېرمن مې راپسې اوبه وشيندلې او و يې ويل: الله  دې له مخې رڼا کړه.

کله چې بندي وم نو کوم خپلوان به مې چې کومه ورځ سر راښکاره کړ، د بېرته تلو پر وخت به يې وويل: الله  دې پخير راخلاص کړه.

کله چې د ملګرو له محفل ځنې په تياره ماښام راوتلم ټولو راته په يوه خوله وويل: الله  دې مل شه.

کله چې ناروغ وم او د سختې تبې او درد له امله مې داسې انګېرله، چې نور مې سر چوي او ژوند مې پاى ته رسېږي، نو ډاکتر راته نسخه وليکله، په سر يې راته لاس راکاږه او ويې ويل: الله  دې جوړ کړه.

کله چې يو ګواښ راته مخامخ و، ټولو يارانو او دوستانو به مې ويل: د الله  پام دې درباندې وي.

نو؛

 اى الله  ! دا چې ټولو، ټول عمر تا ته سپارلى يم او له تا پرته راسره هېڅوک هر وخت او هر ځاى اړيکه پاللى نه شي، نو څرګنده ده، چې له تا پرته بل ښه او همېشنى ملګرى او دوست نه شته. زه ستا په دوستۍ او ملګرتيا وياړم او هيله کوم، چې ته مې د خپلې دوستۍ او ملګرتيا وړ وبولې.