د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دبایزیدي بسطامي خبري :

وکیلي 18.05.2016 00:41

دبایزیدبسطامي نه پوښتنه وسوه،چي مکې له څرنګه لاړې؟ ده وویل : لوړمی ځل چي دالله«تعا» کورته لاړم،کورمي ولید؛دویم ځل چي لاړم دکورڅښتن مي ولید؛دریم ځل چي لاړم نه کور او نه مي دکورخاوندولیدیاني په حق کي ورک سوم .په شي نه پوهېدم،که مي شی لیده حق مي لیده.
له بایزیدبسطامي نه وپوښتل سوه،چي ولي دلوږي ستاینه کوې؟ بایزید و ویل : که چيري فرعون وږی وای؛نوبې هیڅکله «اناربکم الاعلی» نه وای ویلي!
بایزیدبسطامي ویل : که سبا ماته په عرصات کي ووایي،چي ولي دي ونه کړه خوښ به سم ؛ تردې چي وپوښتل سم، ولي دي وکړه ؟
بایزیدوویل : دخدای(ج) لپاره داڅه شی دی؟
وې ویل : هغه ټوله زه یم نه بېله ما . یاني کړونکی دکارو ته یې،خوقسمت اومسیرستازه یم . ترهغو چي زمامرسته تاته مخ ونه ګرځه وي ستاله طاعته څه نه راځي .
بایزید وویل : الهي! چي ستاسره یم ترټولو ډېر یم، کله چي له ځانه سره یم ترټولو لږ یم .
بایزید وایي زمانه وپوښتل سوه : چي له چانه دي زده کړه وکړه؟
ومي ویل : دروېزه پوهیږي،چي له مسئول نه هم مراد دی او هم مرید اوهم ځواب سوی(مجاب) اوهم منونکی (مجیب).
یوسړی دبایزید په کور ننه وتی اوغږئې وکی شیخ وپوښتل څوک غواړې؟ وې ویل بایزید!
ده وویل : بېچاره بایزید دادېرش کاله کیږي،چي زې غواړم،خونوم اونښان د ده نسم پیداکولای.
خلکوبایزید له بسطامه ایستی ځکه ورته په قهر وه . بایزید وپوښتل،چي زماجرم څه دی؟
دوی ورته وویل: ته کافرسوی یې .
ده وویل : خوشالي اوښادماني دي وي د دې ښار دخلکوپرحال،چي لکه ماغوندي یوکافرلري .
بایزیدبسطامي ته سلطان العارفین وایي . ده خپل مقام داسي بیان کړی دی،چي ډېرمشهوردی . وایي :
[ سبحانی ماعظیم الشانی ]یاني پاکي ده مالره زماشان لوړ دی .] دغه خبره رسول لله (ص) نه ده کړې . دی مبارک فرمایي : [سبحانک ] پاکي ده تالره «ای الله»
وایي چي بایزیدخټکی نه خوړ،نو وپوښتېدی،چي ولي خټکی نه خوري؟ وې ویل: ما په هیڅ ځای کي نه دي لوستي او نه دي ویلي،چي رسول الله صل الله تعالی دي خټکی خوړلی وي . ده له دغه لامله خټکی نه خوړ او دلته ئې دقول څخه ياني د [سبحانک] نه سرغړاوی کړی .
دلته په دغه باره کي شیخ اشراق یوه تشریح لري وایي : [د مجموعه مصنفات شیخ اشراق دریم ټوک په نقل سره]چي وایي : (څرنګه چي د دوی زړونه دخالق «تعا» په نور ځلیږي هغه پټ راز ئې ښکاره کی . او ټول هغه څیزونه،چي د ویلو لپاره وه؛ هغه ئې ویلو ته راوستل . حق په ژبه د خدای «جله علی شانهُ» داولیاوو په خبرو را ځي .] بایزید او حلاج دشړل سوو اصحابو څخه وه اوسپوږمۍ داسمان دتوحید وه .
بایزید ویل : دلمانځه نه مي بېله درېدو بل شی ونه لیدی؛له روژې نه مي بېله لوږي بل شی ونه لیدی . هغه شی چي مالره سته هغه د ده له فضل څخه دی نه زما له کړني څخه . او وې ویل : درجه د کمال دعارف د ده سونګ په میني کي دی .
دلیکوال تبصیره : په یوه ټولنه کي درې ډوله کسان شتون لري،چي یوئې د ټولني تر پوهي او آر ډېر لوړ ذهنیت لري،بل ئې بیاډېر ټيټ اومجهول ذهنیت لري او دریم ئې دټولني په شان وي،چي ټولنه له دغه دریم کس سره کومه ستونزه نه لري . دویم ئې چي مجهول ډوله او «دېپریسیپ»یاني عصبي غوندي حالت لري؛ټولنه ورسره څه ستونزه لري،پوهاوی ئې څه ستونزمن وي اوډېري مرستي ته ئې اړتیالیدل کیږي؛داځکه درملنه غواړي .
لومړی کس چي ترټولنه ئې پوهه اوذهنیت لوړ دی د ده په خبرو پوهیده هم ستونزمن کار دی .
بولګه ئې بایزیدي بسطامي،منصورحلاج او شمس تبرېزي دي . دوی ځانونه پېژندلي وه او دحق اوحقیقت سره پیوند وه . هرکله چي دوی به له خپله تنه معنوي لیري سوه کالبدبې پاک خالي سو نو بې هلته دحق رڼالیده دوی به اشاره هغه دحق رڼاته کول ځکه دوی خوبه لیده دټولني په خیال چي دوی کفرکوي . کله چي به بیادوی پرحال سوه هغه حال بې نه وو. خو د دوی تړون او کلکه مینه او پیوند له حقه سره وو. خبري خوځښت کار، کړنه او کړون (فعل اوانفعال) ئې هم هغسي اوچت وه،چي یوه نورمال غړي ته دټولني هیڅ ممکنه نه وه،چي په وپوهیږي . د لېونیانو خطاب دوی ته ځکه نه کېدی،چي د دوی خبرې پخې پرځای او رسېدلي به وې،نو بله خبره به نه وه پاته بېله کفره . حال داچي دوی په عالي درجه مسلمانان وه . دوی ځان او الله ښه پېژانده مینه له څښتن سره د دوی هرګړی کار وو. دوی له هرشي نه بې پروا وه .
اخځونه :
۱: ویکیپیدیا
۲: ګوګله