د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جمهور رئیس غني: زیربنا باید په منطقي، اصولي او هر اړخیز بحث بدله شي

روښان ښاد 16.05.2016 12:48

جمهور رئیس غني نن په سلام خانه ماڼۍ کې د ملي شورا استازو ته ارزښتناکه وینا وکړه. د وینا ارزښت په دې کې وو چې نوموړي په خپله نیم ساعته وینا کې د افغانستان د اقتصادي ودې، د ملي برنامو د تطبیق، له فساد سره د مبارزې او د ملي یووالي د ټينګښت په هکله مهمې اشارې او څرګندونې لرلې.
ولسمشر غني خپله وینا د ملي شورا په ځانګړي ډول د ولسي جرګې له استازو څخه د منننې په څرګندولو پیل کړه. هغه وویل، ملي شورا چې سږ کال د افغانستان د روان کال مالي بودجه پر وخت تصویب کړه، نو له همدې امله د حکومت چارې د نورو کلونو په پرتله سمې مخته روانې دي. همدارنګه نوموړي د تېر په پرتله د درې ګونو قواو په ځانګړي ډول د مقننه او اجرائه قوې (حکومت) تر منځ دوامداره همغږي وستایله او دا یې د ملي شورا او د حکومت د ګډو هڅو پایله وبلله.
ولسمشر غني همدارنګه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د په یو شمېر مشورتي ناستو کې د ملي شورا د استازو ګډون ګټور وباله. هغه زیاته کړه، په کومه ورځ چې تاسو د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو غوڅ او پرېکنده ملاتړ اعلان کړ، نو له هغه سره د افغانستان امینيتي او دفاعي ځواکونو روحیه نوره هم پیاوړې شوه، ځکه هغوی ستاسو د ملاتړ په ډاډ په ټول قوت او پیاوړې اراده د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې ټینګه مبارزه کوي.
جمهور رئیس په عمده ملي مسایلو کې مشوره یو اساسي اصل وباله او وې ویل موږ د همدغه اصل په اساس هر ځل په ملي او مهمو مسایلو او تصامیمو کې د ملي شورا او د هېواد د ملي شخصیتونو او سیاستوالو مشورې ارزښتناکې بللي او وخت پر وخت مو د هغوی نظرونه پوښتلي دي. د ده په وینا د درې ګونو قواو تر منځ همغږي او د هېواد د ملي او سیاسي شخصتونو تر منځ د اړیکو شتون او همکاري د دې لامل کېږي چې موږ د ملت په پوره اعتماد او اعتبار د ملت استازیتوب وکړو او د هغوی غوښتنې پوره کړو.
ولسمشر غني له فساد سره مبارزه نهایت حتمي وبلله او له فساد سره د مبارزې په موخه یې په هر اړخیز او سرتاسري پلان ټینګار وکړ. هغه وویل په دې برخه کې د واضح پلان شتون زموږ د ولس او نړیوالو شریکانو مهمه غوښتنه ده. د ده په وینا له هر اړخیز او واضح پلان  پرته د ملت او نړیوالو اعتماد او ملاتړ نشي جلبېدلی.
رښتیا هم فساد د افغانستان لپاره په یو ناسور ټپ او نړیوال شرم او پېغور بدل شوی دی او دا هغه ټپ دی چې د ملي وحدت حکومت ته له نورو په میراث ورپاتې دی. دغه ټپ له بده مرغه په تېره یوه نیمه لسیزه کې دومره پراخ او ژور شوی دی چې په لږ وخت کې یې چاره او درملنه ناشونې اېسي، مګر د ولسمشر غني قاطعیت او ټینګه ملي او سیاسي اراده دا امیدواري زیاتوي چې ګوندې کرار کرار افغانستان له دغه پېغور څخه خوندي شي.