کوترې مه وله
15.05.2016 13:20مه وله ناځوانه ددي ښار کوترې مه وله
پرې چې دانې ټولې کړي په لار کوترې مه وله
ناستې دي په څانګو خپل وزرونه يي غوړولي دي
څومره ښه ښکاريږي د ګلزار کوترې مه وله
ته لا هم تراوسه د ژوندون په مفهوم پوه نه شوې
لاس له ماشۍ ليرې کړه کتار کوترې مه وله
دلته اوبو، خاورو او هوا د وينو رنګ واخيست
مه وله د سولې انتظار کوترې مه وله
لمر په خپلو غيږو کې صياده غشي ټول يووړل
ته هم کمان مات کړه بې ازار کوترې مه وله
وارثه که ستا مني بې لارو ته نصيحت وکړه
نور زمونږ د کلي د چنار کوترې مه وله