د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لواسا (دهند یونلیک)

خان ولي کامران 11.05.2016 12:04

د روان عیسوي کال (2016)د مارچ میاشتي په اتمه نیټه د دفتر لخوا د یو شل ورځنې ټریننګ په موخه د هندوستان هېواد د مهاراشترا (Maharashtra) ایالت د پونا ولسوالۍ پورې تړلې ېوې سېمي ته چې د براماتي (‌Baramati) په نوم یادېده له خپلو څو تنو ملګرو سره لاړو.
مهارشترا (Maharashtra) د هند د 29 ایالاتونو له جملي څخه یو له مهمو ایالاتونو څخه شمېرل کېږي چې پلازمینه یې د ممبیی (Mumbai ) ښار دي، مهارشترا په خپل ترکیب کې 35 ولسوالي لري چې ددغه ایالت مهم ښارونه عبارت دې له پونا، نګپور اورنګ اباد تانې او نورو څخه دي. د مهاراسترا ایالت د 2012 میلادي کال د احصایې له مخي 114.2 میلونه نفوس لري په هند کې دغه ایالت د صناعت په انقلاب کې یو ځانګړې نوم لري او د ممبیې ښار یې د هند څه چې د نړۍ په کچه هم یو له لویو صناعتي او سوداګریزو ښارونو کې څخه شمېرل کېږي. ممبیي ښار ته د بالیوډ سینما هم یو ځانګړې شهرت وربښلي دي چې د نړۍ په لر او بر کې ددغه صناعت ډېر لیدونکي شته دي.
نو زموږ د ټریننګ سېمه (براماتي ) د پونا له ښاره سل کیلومتره لرې واټن درلوده چې په لویو بسونو کې ورته تقریبا یو نیم ساعت مزل وو. د براماتي له ښاره پنځه کیلومتره لرې د نیرو په سرک باندې د کرنې دپرمختګ بنسټ (Agricultural Development Trust) پوهنتون موقیعت لري چې یوازې په 150 ایکړه ځمکه باندې د کرنیزو فعالیتونو د ترسره کولو په موخه فارم جوړ شوې دي په دې فارم کې هر ډول میوي، سبزیجات، غله جات او د ګلونو فارمونه موجود دي چې په دې هر یو فارم کې څیړنې او تحقیقات ترسره کېږي چې ټولني ته نوې نوې ورایټياني کشف او وړاندي کړي او له بلې پلوه د پوهنتون د زده کوونکو سربېره د سيمې د بزګرانو لپاره هم یو د عملي تجربو ځانګړې مرکز دی. یاد پوهنتون د یو کس له لوري په شخصي سرمایه جوړشوې چې اوس مهال په هند کې یو ځانګړې نوم لري نو که په افغانستان کې هم ورته سرمایه لرونکې خلک په دغه ډول کارونو کې پانګونه وکړي نو ډېر ژر به هېواد د پرمختګ او سوکالي په لورې ګامونه پورته کړي.
د پونا د براماتي سېمه یوه خالصه ټولنه ده چې زیاتره یې د مرهټيانو په قوم پورې تړلي خلک دي ددغي سېمي سېمه ایز دودونه له نورو هندیانو سره ډېر زیات توپېر نلري او د ژوند ټولي چارې د نورو هندیانو په څیر مخکي وړي خو یوازې ښځي یې شاید د نورو سېمو په پرتله په کرنیزو کارونو کې زیاتي مصروفي او له نارینو شاته نه دي. ددغی سېمو خلکو له افغانانو سره یوه ځانګړې مینه هم درلوده د بیلګي په توګه موږ به چې چیرته له خلکو سره مخ کیدو نو دوی به زیاته علاقه ښوده چې له افغانانو سره خبري وکړي او زیاتره به یې د افغانانو په تاریخي دوستۍ ویاړ کوه او یو شمېر خلکو به یې دومره ژوره مطالعه درلوده چې زموږ د زیاترو افغاني مشاهیرو نومونه او معلومات به یې لرل نو په ټولیزه توګه ویلي شو چې د یادې سيمي خلک په یو شمېر ټولنیزو اصولو کې کټ مټ د افغانانو په څیر چلند کوه.
که څه هم زموږ د ټریننګ ساحه یوه مسلکي او د کرنې په برخه کې وه خو د ټریننګ پرمهال یو شمېر موضوعات چې ددغي مقالي د عامو لوستونګو او د خلکو لپاره هم ګټور تمامېږي یادونه ځکه کوم چې زموږ عام هېوادوال ورسره لاس او ګریوان دي او د خلکو په عامه پوهاوې کې دغه څو کرښي ورسره مرستي وکړي.
یو له دغو موضوعاتو څخه د اوبو ساتلو موضوع ده که ژوند وو نو په راتلوونکې کې به پرې ډېرې لیکنې وکړو خو د اوس لپاره فقط همدومره د خپل هندې ترینر خبره کټ مټ رانقلوم چې ویل یې (اوبه موږ او تاسو نه شوو جوړولي بلکي دا رب پېرزوینه چې اوبه یې راته جوړي کړي خو دا کولای شو چې له خپلو اوبو څخه سمه ساتنه او ګټه پورته کړو).
د هند د مهاراشترا په ایالت کې د اوبو زیات قلت موجود دی ځکه په یاد ایالت کې رواني اوبه ډېرې کمي او ټول خلک د څښلو سربېره د کرنیز سیستم د اوبو لګولو له ستونزو سره مخ دي که څه هم د بحر په خوا کې اوسېږي نو ددغي ستونزې د هوارولو لپاره عام خلک د خوراک او د کرنې لپاره د باران له اوبو څخه ګټه پورته کوي، باران هم دومره زیات نه دي چې هره ورځ یا اونۍ دې هلته باران وي بلکي د باران د وریدو لپاره هم څو څانګړې میاشتي لري چې په جولای او جون کې زیات ورښتونه هلته کېږي.
نو خلک په دغو میاشتو کې د باران اوبه ‌ذخیره کوي او بیا ورڅخه د ژوند په ټولو چارو کې ګټه اخلي او ذخیره هم داسي نکوي چې خپله د باران اوبه یو ځای ته راغونډېږي بلکي ژور ډنډونه اوباسي او پلاستیک پکې هواروي په ډنډ کې د خپله د ورښت سربېره د شااوخوا سېمو څخه هم ورته اوبه د پمپونو پواسطه راټولوي او ذخیره کوي او بیا د ټول کال په اوږدو کې ورڅخه په کرنیزو چارو کې ګټه اخلي.
د براماتي په سېمه کې یو له دغو ډندونو څخه مو لیدنه وکړه نو ځوان هلک چې د انګورو باغونه یې جوړ کړي وه او د انګورو باغونو د خړوبولو لپاره د اوبو په ذخیره او بڼونو باندې دوه سوه لکه هندي روپي پانګونه کړې وه هغه موږ ته وویل چې ده ته یو لیتر اوبه په یوه هندي روپۍ تمامې شوې دي. همداسي په نورو سېمو کې د غرونو او غونډیو په لمنو کې د خپلو کلیو د څاګانو او کاریزونو د تاند ساتلو په موخه د باران د اوبو لپاره له پلاستیک کارولو پرته ډنډونه جوړ کړي ول چې اوبه په سمه توګه مهار او اعظمي ګټه ورڅخه واخلي.
زموږ په هېواد کې زیاتره اوبه همداسي بې ګټي پردیو هېوادونو ته بهیږې نو مو د باران له اوبو ګټه واخیسته او نه مو د روانو سیندونو څخه او نه مو له خپلو اوبو څخه ساتنه وکړه او نه مو د راتلوونکو نسلونو لپاره اوبه ذخیره کړي یو وخت به داسي راشي چې د څښلو اوبه به نه پیدا کېږي لکه همدا اوس چې په پلازمینه کابل کې د ځمکي لاندې اوبه مخ پر ختمیدو دي نه د افغان دولت لخوا ، نه د مرستندویو ټولنو او نه د سیمه ایزو خلکو لخوا ددغي ستونزې په اړه چې راتلوونکي کې به خلک ورسره لاس او ګریوان وي کوم تدابیر نیول شوې دي.
د هند په مهاراسترا ایالت کې د اوبو د ذخیرو او ساتلو په موخه د یاد ایالت په سلو کې اتیا ځمکي د څاڅکو په شکل (Drip irrigation) لاندې راوستل شوې دي ترڅو ددغه کار پواسطه د اوبو د ضایعاتو مخنیوي وکړي او هم ښه حاصلات لاس ته راوړي حتي د ګنیو او شولو کر یې هم د څاڅکو اوبو لګولو سیستم باندې وو چې یاد نباتات د نورو نباتاو په پرتله زیاتي اوبو ته اړتیا لري.
د پونا او براماتي په لویه لاره د سرکوډي په نامه یوه سېمه کې د اوبو د ساتلو په موخه د سیمه ایزو خلکو له ګټورې پرېکړي څخه مو هم خبروم چې موږ یې له یادې سېمي څخه له نږدي څخه لیدنه وکړه هغه داسي وو چې په سرکوډی سېمه کې خلک د اوبو د زیات قلت سره مخامخ شوې ول حتی خلکو ویل ځینو خلکو له یاد کلي څخه کډی هم وکړي خو د یاد کلی خلکو په خپلو منځونو کې ددغي ستونزې د حل په موخه د یوې پرېکړې په اساس د شنو ځنګلونو او د غونډیو په لمنو کې د شنو ورشوګانو د ساتلو فیصله وکړه ترڅو ددغه کار پواسطه په راتلوونکې کې د اوبو د قلت ستونزه هواره کړي نو دوی د باران د اوبو د شدت د کمولو لپاره په غره او هم په هوارو سېمو کې چیک ډیمونه جوړ کړي ول چې اوبه د سیلاب په شکل ورڅخه ضایع نشي نو په دغه کار سره دوی اوس مهال اوبه درلودي او خلک خوشاله بریښیده او ویل یې د ژوند د ټولو چارو لپاره اوس کافي اوبه لري.
نو زموږ په هېواد او په ځانګړې توګه په پلازمینه کابل کې د غرونو لمني سپیري او بوټي ورڅخه سېمه ایز خلک اوباسي او د سون موادو په توګه ورڅخه ګټه اخلي او هم په تپو او د غونډیو په لمنو کې زیاتره سیمي په کرنیزو ځمکو او یا په کورونو باندې تبدیلېږي چې ددغی چارې له امله زموږ په هېواد کې شني ساحي مخ پرختمیدو دي ځکه له یوې خوا په غرونو کې طبیعي ځنګلونه په بې رحمانه ډول د خلکو لخوا وهل کېږي او له بلې خوا په کلیو او بانډو ، تپو او غونډیو کې د دولت د نا پاملرنې له امله شني ساحي پر کورونو او زراعتي ځمکو باندې اړول کېږي چې له امله یې د اوبو کچه کمه کړي شوې ده او کله چې باران کېږي نو هغه د سیلاب په شکل راځی او خلکو ته زیات زیانونه اړوي چې ځکه په یادو سېمو کې شنه بوټي نشته دي چې اوبه جذب کړي نو خپله انسان د خپل مرګ لپاره لارې چارې هواروي .
د ځنګلونو او چاپېریال ساتنې کارپوهان وایی که چېرته یو هېواد وغواړي د خپلو محیطي ستونزو څخه په امن کې پاتې شي نو باید د خپل هېواد 25% ځمکه باندي په ځنګلونو باندې وپوښي چې همدغه رقم په ښارونو کې د کورونو د جوړولو پرمهال هم د تطبیق وړ دي ځکه باید هر کور او ښارګوټي چې جوړېږي باید 25% ځمکه شنه ساحه ولري.
په هند کې د ټریننګ پر مهال یوه ورځ مو یو تفریحي سفر هم درلوده چې د پونا په پنځوس کیلومترۍ کې د یو شخصي پانګوال لخوا یو ښارګوټي د غرونو په منځ کې جوړ شوې دی چې دغه ښارګوتي د لواسا (Lavasa) په نوم یادیده چې په دې وروستیو کې د بهرنیو او داخلي سیلانیانو او سېمه ایزو خلکو پاملرنه یې جلب کړې ده.
لواسا د هند د مهاراشترا (Maharashtra) ایالت د پونا او ممبیې ښارونو په منځ کې د بحر څخه په درې زره فټه لوړوالي کې د دنګو غرونو په غیږ کې چې په شنو ونو پوښلي دي موقیعت لري، دغه سېمه د پونا له ښاره شپېته کیلومتره واټن لري چې په لاره کې ورته د زیاتو کږلیچونه له امله د ګړندی موټر د تګ ستن له پنځوسو درجو څخه هم نه پورته کېږي لکه سم دم د کابل ـ جلال اباد په لویه لاره د لته بند کږلیچونه اویا د ماهیپر سېمه ، لواسا ته د غرونو په منځ کې د رڼو اوبو ډنډ څو برابره نوره هم ښکلا ورکړي ده.
لواسا ښارګوټي د یو شخصي پانګوال لخوا په 25000 ایکړه ځمکه کې په اروپایې کچه ډیزاین شوې دي چې د 20000-30000 خلکو د استوګنې لپاره مساعد دي ، دغه ښار د هند له شورماشوره ډکو نورو ښارونو څخه لرې د شنو غرونو په منځ کې ارامه طبیعي چاپېریال لري چې هره ورځ په سلګونو بهرنې او په زرګونو داخلي سیلانیان له دغه ښاره لیدنه کوي او د ښارګوټي ساختمان یې داسي جوړ شوې چې د اوبو له ډند سره تړلي د پیاده ګرځیدو او د ناستي لپاره پکې ځایونه جوړ شوې او له هغي وراخوا د اوبو د ډنډ په شااوخوا کې د غرونو په لمنو کې هوټلونه، کورونه، پلورنځي او د سپورت لپاره د ساعتیریو لپاره ودانۍ جوړې شوې دي او قیر سړک ورڅخه د مار په شانتې تاو راتاو شوې دي.
د هند د مهاراشترا په ایالت کې دغه په زړه پورې او توریستي ښارګوټي طبیعي شکل او د اوبو ډنډ یې په ډېر لږ څه توپېر سره شاید د قرغه یې د تفریحي له سېمي سره فرق ولري خو یوازینې توپیر یې دا دي چې هغه په نقشه او د بهرنیو او داخلي سیلانیانو لپاره د لنډمهاله اوسیدو لپاره په ټولو معیارونو برابر دي خو زموږ په قرغه کې د اوبو د ډنډ چارچاپېره د پیاده ګرځیدو او د ناستي لپاره کوم ځانګړې ځایونه نه دې جوړ شوې او هوټلونه یې په غیری معیاری شکل د هر کس لخوا په شخصي توګه اباد شوې دي چې له هره پلوه په معیارونو برابر نه دي .
نو د کرنې وزارت، د اطلاعاتو او کلتور وزارت اونورو اړونده ادارو سربېره له شخصي پانګوالو څخه هم هیله کوو چې زموږ د قرغی تفریحي سېمه د لواسا او یا هم د یوروپ او د امریکا یې هېوادونو په څېر ډېزاین او ښکلي کېږي ځکه چې طبیعي ښکلا ته ورته لا له وړاندي څښتن تعالي ور په برخه کړي ده نو که لږ کار ورته شي نو د بهرنیانو سربېره د زرګونو د اخلي سیلانیانو پام به د ځان په لورې راواړوي چې د هېواد د ملي اقتصاد په پیاوړي کیدو کې او هم د ورته نورو پروژو د تطبیق لپاره به لاره هواره کړي.