د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په (جړۍ) کې دپښتنې سيمې دردونه

فضل قادرانډيوال 09.05.2016 09:24

دسيد صابر شاه صابردکتاب مخکتنې غونډې ته ليکل شوې ليکنه
داخلک څرنگه خواږه ،خواږه ياران هيروي ؟
مانه خويولمهه هم نه هيريږي تېروختونه
(جړۍ) دسيد صابر شاه صابر دلسگونو کتابونو څخه يې يو شعري جونگ دى چې تازه د داعراف چاپخونه کې چاپ شوى دى چې په جنگي محله کې ده .ښکلې پښتۍ لري چې دباران څاڅکې پرې څرگنديږي (جړۍ) اوږد مهاله باران ته ويل کيږي چې په اوونۍ اوونۍ وخت نيسي تړون يا ډالۍ يې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ته شوى او بيا يې ځوانو زامنو ته نسبت کړى دى پر کتاب يې( شپاړلس کاله پس) په خپله ليکنه کړى او خپل ادبي سفر او تگلاره يې په کې څيړلې ده ٣١ مخونو کې د هغه شاعرانو شعرونه ليدل کيږي چې دباچاجي ( صابر شاه ) ادبي قد ، قامت او هلې ځلې يې په کې ستايلي دي نوموړي يې دپښتو ادب يو نامتو ليکوال او شاعر ، کيسه ليکونکى ، کره کتونکى گڼلى دى. چا ترې ډگري لوگى کړى ، چا ترې گيله کړى ، چا دپښتو لمر گڼلى ، چا ددستار سړى ، چا دځوانانو لارښود او چا دلفظونو جادوگر ، چا ريښتوني سخنور ، چا دپښتو وياړ او امان الله نصرت بيا درحمان او خوشحال دپگړۍ گل بللى .
اوس د(جړۍ) غزل او نظمونه گورو چې څه په کې دي
يو څو کسان وو کور په کوريې کتابونه سيزل
يو څو کسان وو کور په کور يې ټوپکونه ويشل
هغوي له سره په معنا دمينې نه پوهيدل
هغوي دښار په کوڅو کوڅو کې نفرتونه ويشل
@@@@@@@@
کيسه خوانۍ په وينو سره وه او چوک يادگار سوى و
پرون مودې مودې پس لاړم پېښور بدل و
نه داسلام ، نه دپښتو ، نه دوطن په نامه
جنگ و دا ځکه ترې واپس شوم چې سنگر بدل و
@@@@@
هلته کالام کې د مماڼو سپرلي اوراخيستى
دلته تيراه يې راله گور گورکړو گوري ژاړي
دا خو ښکاره خبره ده چې پښتنه سيمه دا څو کاله دغمونو ، دردونو او چاودنو سيمه گرځيدلې ده او ټول پښتون اولس يې اغيزمن کړى دى چې دهغه له ډلې څخه يو هم صابر شاه دى چې په خپلو شعرونو کې دگردې پښتنې سيمې له دردونو څخه اغيزمن او انديښمن دى دا يې له پښتنې سيمې سره دبې کچې مينې زبات او ثبوت دى خو دا هم څرگنده ده چې دپښتنو سره هم ژوره مينه لري ځکه پرې خپه دى ټوله شاعري دوينو ، دردونو ، غمونو انځور وړاندې کوي خو ورسره ورسره دا انځور هم لري چې ښکلا ، خوند ، رنگ او ژوند سره هم ژوره مينه لري الله دې تل بريالى او خوشحاله لري .
ښه بېلگه يې دا لاندې نظم دى
چور تالار
شفق نه وينې څاڅي او سپرلى په وينو سور دى
هر ذهن ژوبل ژوبل هر زړگى په وينو سور دى
چارباغ او کالام وران شو باجوړ لمبې لمبې شو
دلوړ ملکنډ نور سرور ، غرور خاورې ايرې شو
رابره شول دژوند په مخ څه داسې موسمونه
ريښې ريښې مو لاړل دميرمنو څادرونه
په خپل وطن په خپله خاوره ژوند دپرديسۍ شو
دننگ جنازه اووتله، وخت دبې ننگۍ شو
غلاگانې ، اغواگانې ، هنگامې او دهماکې دي
په وينو لمبيدلې ، دپښتون وطن کوڅې دي
دامن ميره مړه شوه دسکون راڼۍ ژړيږي
لمبې دپېښور دگلدرو غېږ کې بليږي
پټکى او څادر څه کوې پښتون يې چور تالا کړو
دجنگ ديوانو حسن دسوات دلور تالا کړو