د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اسلام اباد سرتمبګۍ د ټولې سیمې امنیت ګواښوي!

سرلوڅ مرادزی 06.05.2016 12:45

د روان کال د اپریل په نوولسمه په کابل کې د ملي امنیت د لوړ پوړو چارواکو د ساتنې په ریاست خونړي برید وشو. دې پېښه کې چې ۶۴ تنه افغانان شهیدان او تر درې سوه زیات ټپیان شول، پړه يي په پاکستان کې میشتو طالبانو پر غاړه واخیسته. د طالبانو لخوا د «عمري» په نوم په افغانستان کې د پسرلني عملیاتو له پیل سره چې پر ملي امنیت خونړۍ پېښه يي تازه بېلګه وه، هممهال د طالبانو پلاوي له قطر څخه پاکستاني مقاماتو سره بویه د خبرو لپاره پاکستان ته وبلل شو. په دغه پلاوي کې د BBC په وینا د طالبانو د قطر د دفتر دوه غړي ملا جان محمد او مولوي شهاب الدین دلاورګډون درلود. مولوي دلاور په کابل کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال، پېښور کې د افغانستان کونسل پاتې شوی وو.
بلخوا په کابل او اسلام باد کې د سولې په څلوراړخیزه خبرو کې چې له پاکستان سربېره امریکا او چین هم پکې ګډون لري او په خبرو کې د پریکړو پلیتوب ته باید ژمن وي، د دې هېوادو په شتون کې د هغه سند په وړاندې چې د ولسمشر اشرف غني په وینا، هغه کې پاکستان ژمنه کړې چې که طالبان خبرو ته چمتو نه شي د هغوی په وړاندې به پوځي عملیات کوي. خو په تازه څرګندونو کې د دې سند په وړاندې د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز وايی« د سه شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د بهرني سیاست سلاکار سرتاج عزیز د أفغان ولسمشراشرف غني دا غوښتنه رد کړه چې پاکستان دی طالب وسله وال یا د نظامي لارې وشړي یا دی ونیسي او د بیګناه افغانانو د وژنې له امله دی د مجازاتو او محاکمې لپاره کابل ته وسپاري. امریکا غږ»
د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د نوي حکومت په جوړېدو سره، تېر ځل هم پاکستان ته د ښه ګاونډیتوب، تودو اړیکو او روغ نیت لاس اوږد شو. څو تنه افغان پوځیان هلته د روزنې لپاره واستول شول، د دواړو هېوادو د لوړپوړو چارواکو ترمنځ راشه درشه توده شوه، په ښکاره داسې څرګندېده چې ګنې د دواړو هېوادو ترمنځ د شپيته کلنې دښمنۍ کنګلونه اوبه شول. خو د څو ورځو په تېرېدو سره هرڅه بیا بدل شول او د اړیکو پر اسمان خړې وریځې راخپرې شوې! په پاکستان کې د ملاعمر د وژنې او دوه کاله د هغه د مړي په پټ ساتلو او د هغه په نوم د طالبانو پلاوي سره په درواغو د خبرو دوام، دا اړیکې بېرته سړې کړې او اسلام اباد د افغانستان د دوستۍ غځېدلی لاس د دوه مخۍ په چړې پري کړ!
وروسته بیا په اسلام اباد کې د اسیا د زړه هېوادو کنفرانس کې د ولسمشر غني د ګډون لپاره، اسلام اباد پر خپل مخ د مکر ماسک واچاوه او د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ریچرډ اولسن او د انګلستان د لومړي وزیر دیویډ کامرون په مټ يي ولسمشر غني اړ کړ چې دې کنفرانس کې ګډون وکړي، ځکه کنفرانس د افغانستان په نوم وو او هغه کې د ولسمشر غني له ګډون پرته د اسلام اباد پزه پرېکېده. همدارنګه له کنفرانسه دوه اوونۍ مخکې د کوزې پښتونخوا مشرانو هم کابل ته پخپل سفر کې ولسمشر ته د نوازشریف ځانګړی لیک سپارلی وو او داسې ښکارېده چې دا مشران دې په ننواتو رااستول شوي وي. د لیک سر بېره د دې مشرانو خپل ټینګار هم وو چې د پاریس په غونډه کې دې ولسمشر اشرف غني او نوازشریف یوبل سره وویني. بیا وروسته اشرف غني په یوه وینا کې وویل «ټولې دنیا دا غوښتنه کړې» یانې چې دی باید د اسیا زړه هېوادو کنفرانس کې ګډون وکړي.
په پاکستان کې د ولسمشر غني د هرکلي لپاره د توپ ۲۱ ډزې وشوې او پنجابي سرتېري لکه ملا چرګکان (یو ډول مرغه دی چې پر سر چورخولک لري او ډېر ناارامه اخوا دېخوا ګرځي) د ولسمشر په درناوۍ په نظامي پریډ کې تېر شول. پاکستاني رسنیو هم په زوږ او درز سره، دا هرڅه د راتلونکو ښو اړیکو پيلامه وګڼله!
خو د څو میاشتو په تېرېدو سره چې افغانستان کې د پسرلي په راتګ لا غوټیو نوی څرک وهلی وو او د طالبانو د عملیاتو لپاره هوا برابره شوه، دا هرڅه بدل شول او پاکستان بیرته پخپل همغه زاړه خر سپور او پخواني دریځ ته ستون شو او هرڅه صفري ټکي ته بیرته ورسېدل!
دومره لنډ مهال کې، د پاکستان په خبرو او ژمنو کې بدلون رابدلون که یوخوا په ملي او نړیوال دریځ يي د پاکستان په وړاندې د افغانستان د دیپلوماسۍ ریښتینولي او کاریتوب وښود او د پخوا په نسبت يي نور هم اسلام اباد افشا او ګوښه کړ، بلخوا يي په ډاګه کړه چې پاکستان لا چمتو نه دی پر افغانستان له نااعلان شوې جګړې لاس واخلي. همداراز د جګړې د دوام تګلار ته په بیرته ورګرځېدو سره، پنجاب د اسیا د زړه هېوادو د کنفرانس ټولې هغه پریکړې چې په افغانستان او سیمه کې د ټیکاو او ګټورو اړیکو په موخه نیول شوې وي یو ځل بیا په اوبو لاهو کړي. اسلام اباد سیمه کې د خپلو میلتاریستي موخو د پلیتوب لپاره ترهګرو ته د دایمي اړتیا په لامل، د هر سیمه یزکنفرانس د سولې هیلې او د هېوادو د ولسونو ترمنځ د ګټورو اړیکو غوښتنې بابېزه او بې ارزښته ګڼي.
پاکستان پخپل وروستي سرتمبه دریځ سره ځان نه یوازې د افغانانو، بلکې د پاکستاني ولس په تېره بیا د پښتونستاني مشرانو د روغ نیت له پوښتنو سره مخامخ کړ.
تر ټولو لومړی افغانان باید له خپل حکومته پوښتنه وکړی، هغه سند چې اسلام اباد د چین او امریکا په شتون کې، د طالبانو په وړاندې د پوځې اقدام په اړه افغان لوري ته سپارلی اوس د داسې سند د متن له افشا سربېره له چین او امریکا څخه افغان حکومت څه غوښتي چې هغوی(امریکا او چین) د اسلام اباد د وروستۍ دوکې او دوه مخۍ په اړه کوم اقدام ترسره کوي او په دې اړه دا شریکباڼې هېوادونه، افغانانو ته د ویلو څه لري؟
بلخوا افغانان د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا له ځانګړی استازی ریچرډ اولسن او د انګلستان له لومړی وزیر دیویډ کامرون څخه پوښتنه لري، کله چې پر ولسمشر اشرف غني فشار اچولای شي، څو ولسمشر د دوی په غوښتنه د اسلام اباد د هر ډول سرتمبګۍ په وړاندې نرمښت وښۍ، ولي پر اسلام اباد فشار نه اچوي چې یوخوا دا هېواد د په افغانستان کې له نااعلان شوې جګړې لاس واخلي او بلخوا سیمه او ټوله نړۍ د دې ترهګر حکومت له شره خوندي شي!
افغانان د پښتونستان د پښتنو مشرانو د سولې او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ښو اړیکو د جوړېدو هڅې د قدر په سترګه ګوري، خو که چیری دوی د پاکستان د لومړي وزیر لیک افغان ولسمشر ته راوړلی شي، اوس باید له اسلام اباد څخه د اړیکو د بیا خړپړتیا پوښتنه راولاړه کړي او دوی باید د افغانانو دا پور ادا کړي.
د پښتونستان او پښتنو فقید مشرارواښاد عبدلولي خان یو وخت ویلي وو، د پاکستان پوځي واکمن جنرال ضیالحق له ما وغوښتل: که کابل ته ولاړ شي، افغان ولسمشر ډاکټر نجیب الله ستا دوست دی، او هغه ته ووايي چې له ولسمشرۍ چوکۍ تېر شي، هغه به ستا غوښتنه ومنی! ولیخان وايي ما جنرال ضیالحق ته وویل، بېشکه چې هغه زما دوست دی، خو که هغه ما ته ووايي چې جنرال ضیالحق هم تا دوست بولي، که ورته ووايي چې له چوکۍ دې تېرشه، ایا ته به زما خبره ومني او له چوکۍ به تېر شي؟ ولیخان وايي، په دې خبره ضیالحق هک پک پاتې شو او نور يي د ویلو څه نه درلودل!
د پښتونستان مشران نن هم کولای شي د پاچان خان او ولیخان پر مونډ پل کیږدي او افغانستان کې چې د دوی هېواد هم دی، د اسلام اباد په لاس د نا اعلان شوې جګړې په درېدو او افغانستان سره د ګټورو متاقبلو اړیکو په ټینګېدو کې مرسته وکړي.
افغانستان سره د نااعلان شوې جګړې دوام اود اړیکو خړپړتیا نه یوازې د افغانستان او پاکستان د ولسونو په تاوان ده چې د جګړې بیه پرې کوي بلکې د سیمې د ټولو ولسونو د ګټو سره په ټکر کې ده. تروریزم چې اسلام اباد کې يي په تېره بیا یوه کوچنۍ پوځي او استخباراتي ډلګۍ پالي، د پاکستان ټول ولس یرغمل نیولی.
که د سیمې هېوادونه، افغانستان سره د ترهګرو په وړاندې چې د جوړولو او صادرولو فابرکي يي په پاکستان کې چالانې دي یوځای ونه دریږي، ژر به دا طاعون د دې هېوادو د کورونو دروازه هم وټکوي. پښيماني به هغه وخت هیڅ ځای ونه نیسي!
اسلام اباد نه یوازې افغانستان بلکې د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دي!
پای