د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بې اختياره ژوند

رفيع الله آرمان 04.05.2016 12:03

بې اختياره ژوند!
دنوي عصر اونوې زمانې، انسانان ټول په دې عقيده دي او ساينس په حقيقت بدله کړې چې ځمکه ګرده، کره يې شکله او هميشه دحرکت په حال کې ده، د ادارې او نظم يې يو څوک شته چې دهمدې حرکت په وسيله شپه او ورځ، اونۍ، مياشتې، فصلونه او کالونه اوړي.
لمړني انسانان په دې نه پوهيدل چې کاينات او نظم يې څنګه اوڅه ډول دی.دعلم له راتلو سره سم د هرڅه له مخ نه پردې پورته شوې ژوند ته قوانين او چوکاټونه جوړ شول، هر چا د يوه حقيقت موندلو لاره ونيوه.دوی دلا ښه نظم او ديو بل دحقونو دخونديتوب په خاطر ځان ته يوه کړن لاره، قانون او يوه طرحه دهمغه وخت دعلم او وړتيا سره سم جوړه او وړاندې کړه، ځينو هغو چې دا طرحه ښه ورښکاريده په داخل کې يې خپلې کړنې او ژوند کاوه دغه قانون يا طرحې ته د دين نوم ورکړل شو.مخالفتونه له همدې ځای نه سر چينه اخلي يوې ډلې ته د بلې هغې دين ناقص او نيمګړی ښکاريده ، هره ډله په دې هڅه کې وه چې خپل دين يا دغه قانون چې دوی ځان ته جوړ کړی دی قوي او په هرڅه پوره وښايي. هغوی چې دفکر خاوندان و لږ يې نور هم همت وکړ دهمغدغه عصر له زمانې نه يې د راوتلو جرعت وکړ او صنعتي،اقتصادي، فرهنګي، سياسي او عصري انقلالونه يې و خوځول، خو هغه بله ډله بيا له نورو سره په همدې کشمکشونو کې پاتې شوه چې د يوه او بل دين او کړن لاره يې نه منله. خپله پخپل لاس جوړه کړې طرحه يې اوس دځان بلا ګرځيدلې وه، چې د دې کشمکشونو لړۍ اوس هم د نړۍ په ځينو هيوادونو کې په خپل قوت سره روانه ده ،چې دهغې له جملي افغانستان يادولی شو.
دلته يوه ډله دهغه وخت نه تر دې دمه په دې فکر او نظر ده چې نړيوال په هيڅ هم نه پوهيږي، هغه دنيوي شور او شوق په سر اخيستي دي او هڅه يې داده چې زموږ ددين او اسلام د ورکولو دسيسه يې روانه کړې ده، دوی د نړيوالو په مقابل کې د همدې ټکي په سر په مقابله کې پراته دي ،خو نړيوال يې ښه پيژني او د تروريستانو ليست ته يې غورځولي دي. ددغه تروريستانو چې له هغوی سره زور نه دی برابر دلته يې په خپلو خلکو او وطن والو د محدوديت کړۍ رتاو کړې ده، دهغوی له فکر، ټکنالوژۍ او امکاناتو نه ګټه اخيستل لوی کفر بلل کيږي. پوهه او علم هميشه له داسې ځای نه سر چينه اخلي چې هغلته انساني حقوق تر پښو لاندې نه وي، د انسان ژوند ارزښت ولري او د امن او اوسيدلو يوه آرامه فضا او درک مو جود وي. اوس چې تروريزم په نړۍ کې پيژندل شوې څيره ده ټول په دې پوهيږي چې دښونځي مخ يې په سترګو هم نه دی ليدلی که يې ليدلی نو د افراطګرايانو ښونځی به يې لوستی وي او هميشه په داسې ځای کې اوسيږي چې هلته د غره له کاڼو،بوټو او ورسره له پردي ټوپک پرته بل هيڅ هم نشته. موږ وويل چې علم اوپوهه له امن نه سرچينه اخلي. دلته چې امن نشته، د دوه زره کاله پخوا مفکوره نه ده بدلې شوې، دهمغه وخت له علم سره سمې فيصلي کيږي. هغه څوک چې په زور او په خپل لاس جوړ کړی د دوه زره کاله وړاندې لرغونی قانون په لاس ولري هيڅوک يې هم د رد ځواب نه شي ويلی، دا هغه فيصلې دي چې همدغه تروريزم قشر يې دخپل علم له سويې سره سمې کوي. تر هغه چې زموږ اختيار رانه کړل شي ، په مفکورو او په ذهن مو دهمدغه خلکو سيوري پراته وي، تر څو چې د نوي عصر له کاروان سره د يو ځای کيدو اجازه رانه کړل شي او تر څو چې موږ د تروريزم، ملايزم، افراطيت په ايسار کې و، هميشه به د وخت په زړه بړستن کې له زاړه فکر سره پراته يو.