د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کارګرو نړیواله ورځ

شاکر جلالي 01.05.2016 12:13

د نړۍ له پيل نه انسان د خپلې روزۍ د پیدا کولو لپاره دوه انتخابه لري؛ لومړی دا چې خپله به ازاد کار کوي، څوک پرې کار نه لري. څومره چې يې خوښه وي، هغومره کار کوي. په دغه ډله کې کروندګر او ښکاریان شاملېږي. پخوا به عموما انسانانو خپله روزي له کروندې او ښکار څخه لاسته راوړه. دوهمه ډله هغه کارګر دي چې د نورو له لورې ګومارل کېږي، آمر لري. په یو مشخص کار مامور کېږي، څه چې آمر وایي هغه به تطبیقېږي، خپله ازادی نلري.

د انسان طبیعت کې وحشت او ظلم ځای لري، پېرزوېنه په لږو انسانانو کې پیدا کیږی. د انسان په تاریخ کې د غلامۍ پیل هم د انسان د وحشي طبیعت له امله پیل شوی دی. مظلومانو له پیل نه تر دې دمه د خپلو حقوقو د دفاع لپاره جګړه کړې او دا جګړه لا هم روانه ده. تر څو چې انسان وي، دا جګړه به دوام لري، د پای امید یې نشته.

د اوولسمۍ پیړۍ نه را په دېخوا، کله چې نړۍ صنعتي شوه او په نړۍ باندې پانګوال نظام حاکم شو، د روزي پیدا کولو دوهمه طریقه ډېره عامه شوه؛ ځکه چې هر صنعتي شرکت کارګر ته ضرورت لري. د نړۍ په صنعتي هیوادونو کې د کارګرو غوښتنه لوړه شوه، په دې هیوادونو کې د روزي پیدا کولو تر ټولو اسانه لاره په صنعتي شرکتونو کې کار و.

د شرکتونو مالکان پانګوال ول. هغوی د خپلی ګټي فکر کاوه نور د کارګرو د حق فکر ورسره نه و. انسان ته یې د انسانیت په سترګه نه کتل. هغوی ته یوازې د شرکت ګټه مهمه وه، دا ګټه که د کارګر د ژوند په قیمت هم تر لاسه کېده پروا یې نه لرله.

د پانګوالو د دغه ناوړه چلنده په نتیجه کې یوه ډله مفکرین چې تر ټولو مشهور یې کارل مارکس دی، د پانګوال نظام د فکری مشر ادم سمیت د پانګوال نظام نظریه یې رد کړه او پر ځای یې د مساواتو غوښتنه وکړه، د مارکس نظریې په لږه موده کې ډیر پلویان پیدا کړل چې په نتیجه کې لینیین چې له دې نظریې نه متاثره و په کال ۱۹۱۷ز کې په تزاري روسيه کې کودتا وکړه او د قدرت واګې یې خپلې کړې. دا لومړی خوځښت و چې د مارکس نظریه د یو حکومت نظریه شوه. ورپسې د نړۍ په نورو سیمو کې هم په پرلپسې انقلابونه منځته راتلل او د مارکس نظریه په نړۍ کې مخ په پراخیدو وه، تر دې چې نړۍ دوه قطبی شوه، د یوه قطب اقتصادی نظریه پانګوال وه او د بل قطب نظریه بیا ټولنیزه اقتصادي نظریه وه.

مارکس د مساواتو لپاره مبارزه وکړه د دغه فکر لپاره په عملی میدان کې هم ډېر کار وشو او دغه فکر ډېر انسانان وخوړل؛ خو متاسفانه چې دغه فکر د انسان له طبیعت سره برابر نه دی؛ ځکه دغه دنیا د کار او زحمت دنیا ده که استعدادونه فرق کوی یو انسان یو څه کې کامیاب وی او بل انسان په بل څه کې، انسان باید د خپل کار او زحمت مطابق اجوره لاسته راوړي. په ټولنه کې باید عدالت حاکم وي، نه مساوات. که چېرې مساوات حاکم شي بیا هم ټولنه ظالمه پاتې کېږي. د با استعداده او خواریکښو انسانانو حق تلف کېږي. استعداودنه ځپل کېږي، ټولنه د پرمختګ په ځای په شاتګ کوي، موثریت له منځه ځي، هغو هیوادونو کې چې د مارکس اقتصادي نظریه حاکمه شوه، هغوی تر دې دمه له بحران سره مخ دي، ځکه هغوی ونشوای کولای چې هر انسان ته په عادلانه توګه د هغه حق ورکړي.

دواړه اقتصادي نظریو کې کارګر مظلوم پاتی کیږی هیڅ یو هم د کارګر حقوق په سمه توګه نه دي مراعت کړي. که په پانګوال نظام کې په کارګرو کار زیات دی او سرمایه داران یې حقوق په سمه توګه نه مراعت کوي نو سوشلیزم کې هم بیا په سرمایه دارنو ظلم کیږی. هغوی چې ډیر زحمت کړی سرمایه یې تر لاسه کړی له هغوی سره ناوړه چلند کیږي. د هغوی د استعداد قدر نه کیږي، ځپل کیږي. که هغوی څومره زحمت کاږي، بیا هم د یو تنبل انسان معامله ورسره کیږي چې دا بیا په خپل ځای ظلم دی. د اسلام اقتصادي نظام په عدل باور لري نه په مساواتو د استعدادونو قدردانی کیږي. هر انسان چې څومره کار کوي د همغه کار مطابق ورته اجره ورکوي. د مال حرکت په ټولنه کې ستایي، سرمایه داران تشویقوي چې زکات او صدقات ورکړي تر څو ټولنه په ارامي او خوشالي کې ژوند وکړي، انسان نیکبخته وي. همدا علت دی چې د اسلام اقتصادي نظام په تاریخي لحاط تر پانګوال او ټولنیز نظامونو ډیر تاریخ او ثبات لري او لا به پر مخ ځي.

د کارګر د نړيوالې ورځې فلسفه

کارګرو د خپلو حقوقو د دفاع لپاره اتحاديې جوړې کړې، تر څو د خپلو حقوقو څخه دفاع وکړي. په کال ۱۸۸۶ز د مۍ په اوله د امریکا د شیګاګو په ښار کې کارګرو د دې لپاره مظاهرې وکړې؛ تر څو په ۲۴ساعتونو کې یوازې اته ساعته کار وکړي. له دې پخوا د کار لپاره کومه محدود وخت نه و، په دغو تظاهراتو کې تر دری سوه زرو ډېر کارګرو برخه اخیستې وه؛ تر څو له خپلو حقوقو څخه دفاع وکړي.

دې تظاهراتو دوام وکړ. د مۍ په څلورمه د نامعلومو کسانو له لورې په پولیسو باندې د لاسي بمونو حمله وشوه چې نتیجه کې څلور پولیس ووژل شول. د دې کار په عکس العمل کې پولیسو په عامو کارګرو باندې ډزې وکړې چې له امله یې اووو کارګرو خپل ژوند له لاسه ورکړ او پاتی نور په سلګونو زخمیان شول. د وخت محکمې د کارګرو د اتحادیې په مشرانو د اعدام حکم وکړ او هغوی یې اعدام کړل.

نن چې د کارګرو نړیواله ورځ ده، په دې ورځ کارګر قرباني ورکړې او د خپلو هغو بې ګناه ملګرو د وژل کېدو په یاد نن ورځ یې رخصتي ده او خپل د نن ورځې پیسې پرته له کوم کار څخه تر لاسه کوي.

په دې هیله او امید چې له کارګرو سره عادلانه معامله وشی او ټول انسانان په هوساینه او ارامی کې ژوند وکړی.