د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په لغمان کې زرګونه ځوانان څنګه په کار شول؟

صمدي 27.04.2016 12:48

سره له دې چې په دې وروستیو کې دهېواد په لر او بر کې سختو جګړو اود نړیوالې ټولنې د مرستو په بېسارې ډول کمیدو دبېکارۍ کچه خپل وروستي حدته رسولی ،ورسره سم زرګونه ځوانان اړ شوې چې دجګړو  او بېکارۍ له  ستونزو  هېواد پریږدي او د نړۍ نورو ملکونوته په مرګونولارو زړه ښه کړې،چې ډیر خويې په همدې غره ییزواوسمندري لارو دمرګ خولې ته ور ولویده اوخوږ ژونديې دښې راتلونکي قربان کړ.

ختیځ لغمان چې تر نورو ورته پاملرنه کمه وه ،خوبیا هم اداره يې توانیدلي چې په خپلونه ستړي کیدونکو تلاشونوپه دغه ولایت کې دپام وړ کارونه ترسره کړي او زرګونو ځوانانوته  په کور دننه دکار موندنې زمینه برابره کړي،لغمان اوس دغوره رهبري درهبرۍ په پایله کې د نړیوالې ټولنې،خیره موسسو او مرکزي حکومت دپاملرنې په لومړیوکې ځای لري،وروستیومیاشتوکې دغه ولایت دپراخو پرمختیايي او ټولنیزو چارو د ترسره کیدو شاهد ؤ،په لومړۍ ګام کې د ازادو او شفافو سیالیو له لارې په دغه ولایت کې تر ۸۰۰ زیاتو ځوانانو ته په دولتي ادارو کې دکار کولوچانس ورکړل شو،

په بېلابېلوسکتورونوکې  همدا اوس ګڼ شمېر پرمختیايي چارې ددغه ولایت په مرکز اوولسوالیوکې روانې دي،چې ورسره سم زرګونو هغو ځوانانو ته چې بې روزګاره وه په کور دننه دکار زمینه برابره شوېده،د ملي پيوستون د ادارې دراپور په اساس چې دوی همدا اوس د سیمه ییزې ادارې ،امنیتي ځواکونو او  ولسي همکارۍ په مټ ددغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې تر سلو زیاتې لوی او وړې ټولګټې پروژې، چې استنادې دیوالونه،سربندونه،واړه کانالونه او کلیوالي سرکونه پکې شامل دي تر کارلاندې دي، چې په هر پروژه کې يې تر پنځوسو(۵۰) پورې کلیوال او  بې روزګاره ځوانان  مصروف شوې دي.

لغمان والي عبدالجبار نعیمي دخپل کلنې ګزارش د وړاندې کولو پرمهال ولس ته په ډاګه کړه چې دبې روزګارۍ د کچې راټېټولو او خلکوته دکارموندنې لپاره يې دنورو هر اړخیزو هڅو او تلاشونو سربېره په دغه ولایت کې دښاروالۍ اوښارې پراختیاریاست په مټ یو شمېر هغه کورنۍ هڅولی چې په سلطان غازي باباښارګوټې کې ورته د هستوګنې نمرې ورکول شوې وې،څو په  ورکړل شویو نمرو کار پيل کړې،اوس مهال په دغه ښارګوټي او یوشمېر نورو سیموکې په ۴۰۰ هستوګنیزو نمرو ساختمانې چارې روانې دې چې په هر یو جوړیدونکي کورکې تر پنځو زیات کسان په کار  مصروف شوې دي،په دې سره نه یوازې داچې زرګونه کسان مصروف شوې بلکې ترڅنګ يې دخلکوملیونونه افغانۍ هم په کور دننه په کار لویدلي دي.

لغمان یو  زراعتې ولایت دی،ډیر وګړي يې غریبکار او د کرنې اومالدارې  په مټ خپلې اقتصادې ستونزې حلوي،که څه هم  زراعتې ځمکه يې کمه ده،ولې د اوبو ستونزه پکې نشته،درې څپاند سندونه  پرته له دې چې ددغه ولایت پراخې دښتې او للمې ځمکې خړوب کړې بې مهاره ددغه سمسور ولایت له غیږې  دننګر هار پر لوردرومي،پخواني پاچا مرحوم سردار محمد داود خان په خپله دوره کې دغه ولایت د انکشافي او زراعتي پرمختګ په پلان کې شامل کړی ؤ او په پلان کې دې ته تر ټولو لومړۍ پاملرنه شوې وه چې للمې دښتې به يې له څپاندو سیندونو خړوبې کړې،د وطن ګټو،کلعه ګوش او شاهي کانال بندونه او ستر کانالونه هغه څه وه چې جوړولو او کیندلو ېې ددغه ولایت للمي خړه لمن زرغونولی شوه،لسیزې تېرې شوې،پاچا هم  ولاړه او پلانونه يې هم،بیا داسې څوک پيدا نه شو چې دغو اقتصادې او له اهمیته ډکو پروژو ته يې پاملرنه کړې وی،دسیمه ییزو ادارو د وخت رهبران هم نه وه توانیدلې چې دغه سترو پروژو تطبیق ته دنړیوالو او مرکزي حکومت پام راواړوي .

خو اوس یو ځل بیا دلغمان بخت راوېښ شوی، محلې اداره يې ښه رهبري لري،دخلکو ستونزې او غوښتنې اوري اوپه رڼا کې يې دحل پر لور ګام اخلي،دلغمان میشتو ولسونو ستر ارمانو دادی چې د وطنګټو،کلعه ګوش او دشاهي کانال ترڅنګ دمهترلام په زړه کې پروت سراج بڼ اوکلا ورته و رغول شي،خوشبختانه دسراج بڼ او کلا دجوړولو لپاره هم ټولې لومړۍ چارې نهايي شوې  اوپه نږدې راتلونکو ورځو کې به يې د ساختمان او بیارغولو کارونه پيل شي،د ۵۰ تر ۶۰ کیلومترو پورې اوږد شاهې کانال چې عملاً يې دسروې کار روان دی،له درې میاشتنۍ سروې وروسته به يې دکیندلو کار هم پيل شي،دغه ستر او له اهمیته ډک کانال  د الینګار ولسوالۍ اړوند سندر وا کلې څخه پيلیږي، دخپل مسیر په اوږدوکې دجنوب په لور د علینګار ولسوالی اړوند زیاتی للمې  ځمکی د شخطری ، سلطان غازی بابا او مهترلام بابا دښتې تر پوښښ لاندې راولي،د اوبو رسولو ریاست د رئیس په وینا ددغه کانال په کیندولو سره به چې په درې کلونو کې بشپړیږي د ۲۵ تر ۳۰ زره هکتارو پورې للمې ځمکه خړوبه او تر دوه لکوپورې کورنۍ به ورڅخه ګټه پورته کړې.

اوس نو سړی له خوشالۍ حیران شي،د پراخو  ټولګټو پروژو پيلول،ځوانانوته دکار موندنې زمینه برابرول، دهستوګنیزونمرو ودانول،د سراج اوشاهي کانال په څېر سترو،اقتصادې  او له اهمیته ډکو پروژو دکار پيل به څومره نورو ته چې بې روز ګاره دې  دکار زمینه برابره او دغه ولایت به ورسره څومره پرمختګ وکړي؟

نه مو ستړي کوم،لنډه داچې  دهر پرمختګ تر شاه دژمنو مشرانو او وېښو ولسونو ستر لاس وي،که نور هم غواړي چې پرمختګ وکړي،ځوانان يې په کار مصروف شي،نودلغمان د ادارې او  ولس لاره دې تعقیب کړي.