د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د «واو» التباسي اړخ :

وکیلي 27.04.2016 12:14

«و» د پښتو ژبي د «الپبې» د غږ تورو ياني (vowels) څخه یو ۳۸م توری دی . دغه توری تر اوسه پوري د فونېم (Phonem)یاني د (غږ واحد)له مخي په ساده معیاري لیکنه کي په درې ډوله پېژندل کیږي . لکه : لنډ «و»، اوږد «و» او نرم «ؤ»؛ خو د ګرافېم (Graphem) یاني د « بڼي» له مخه تر اوسه چا نه دی نومولی . ما ډېر پخوا په خپل یوې لیکني کي دغه نومان ښوولي وه . خو اوس هغه خبره د دویم ځل لپار تکراروم . سترګکی «و»، بې سترګي «و» او همزئي «ؤ»،چي د«فونېم نوم» او«ګرافېم نوم» دواړه نومانان سره یوځای کو بیا ښه سره پېژندل کيږي . لکه : ۱:لنډ سترګکی « و »،۲: اوږد بېسترګي « و» ۳: نرم همزئي « ؤ» . که چیري د ګړو په منځ کي التباس پېښېږي؛ څرنګه چي بڼه او غږ دواړه څرګند دي له دغي ناسمتیا مخه نیسي .
ترمخ تردې چي د « و» یو څو التباسي مشکوکي ګړي یاني کلمې ولیکل سي د « و» دنده (function) په لیکنه کي ګورو. «و» تر نورو تورو په لیکنه کي اړینه ونډه لري . اوهم درې مهمي دندي لري . لومړی : «و» غږ توری (vowle) دی،چي په درې ډوله په ګړو کي راځي. دویم : «و» یو تړتوری یاني حرف عطف (cojunction)دی،چي دوه نومان یا دوې ستایني سره تړي؛ دا بحث به وروسته راسي . دريم : «و» بې غږه توری (consonant)دی؛لکه دانور بېغږه توري . دپښتوژبي په «الپبې » کي «و» غږتوری دی،چي په منځ او په پای دګړو راځي او درې غږه یاني ږغونه لري . په سرکي دتورو چي راسي ترډېره بریده بېغږه وي،په ځینو تورو کي چي په سرکي راسي مختړی وي . او که جلاخپلواکه راسي تړونکی یاني قید وي او یا تړتوری حرف عطف وي؛څرنګه چي پورته داټوله وویل سوه . دغسي یو توری چي درې غټـي ژبښودي یاني ګرامري دندي ولري د پښتو په «الپبې» کي نسته . نو له دې نه ښکاري،چي «و» په لیکنه کي ډېر مهم رول لري . اوس ئې غږ او ځای په ګړو کي ګورو. لکه : لنډسترګکی « و» دګړو په منځ کي راځي خپل دشاه دتوري غږ لنډ اوسپک د عربي «پېښ» په ډول اداکوي . لکه :
نور،سور،تربور،نوم،انګور،یوم،ګور،ورون،زوم،لور،تنور،نوک،سوک،پتور اونور . په پای کي د ګړو لکه : الو،یابو،تالو،شفتالو،ماکو،کډو،کندو،ټټو، خورو،لیکو، خو،ځو، کړو،تلو، او نور.
۲:اوږدبېسترګي «و» په منځ کي دګړو راځي خپل دشاه دتوري غږ اوږدوي او د اوږده «پېښ» غږ ورکوي . لکه : مور،خور ، ورور،زور،تور،لور،کور،ګور،اور،زوړ،خوړ،نور،ووړ،ډول (دموزيک آله)،په پای کي د ګړو راځي لکه : زانګو،هو،کلو،مالو،ښارو،زړو،هالو،کورو،وړو،په تلو راتلو،واړو، اونور. هرکله چي «و» دتړ توري یاني حرف عطف پر ځای راسي او د«او» لنډیز سي غږ او بڼه ئې د اوږده بېسترګي «و» کیږي . لکه : زه و ته، نن و سبا، سهار و بېګا، ما و تا او دغسي نور ‏. دغه «واوُنه » په آر کي خپل « او » دي خو دلته په لنډیز ډول په کار وړه سوي دي . څرنګه چي رحمان بابا وایي : ددنیا کور و وګړي ++ ستا په مینه کي تالا کا زه عاشق یم سر و کار مي دی له درده ++ نه خلیل نه داودزی یم نه مهمند صبح و شام مي لاس نيولی دی دعا کړم ++ خواست له خدایه ستا دمهر دوفاکړم دلته ئې الفت صاحب «اؤ» په کار وړي یاني د نرم همزه یي «ؤ» په توګه . لکه : اطمینان د روح اؤ فکر هلته بویه ++ چي اصول اؤ قوانین کوي خبري ۳: نرم همزیي «ؤ» دغه «ؤ» د (اؤ) غږ ورکوي .په منځ کي د ګړو راځي،چي خپل دشا دتوري غږ د پېښ په ډول څه پورته خواته کشه وي . لکه : دؤر،مؤر (ځای دی)، ځؤر،ډؤل (رقم)،کودری،اؤړه اؤرې،اؤښی (اخښی)،واؤره (داورښت ډول)، واؤره (اورېدل)،تؤښ، او نور.
په پای کي د ګړو چي راځي . لکه : لؤ،سؤ،کنډؤ،پلؤ«دښځي دپوړیني څنډه)،پلؤ (پخي سپیني ورجي)،پلؤ(خوا،طرف)، یؤ،اؤ،نؤ (دزخم د ویني اوبه)، نؤ (نم،زیم)،تاؤ،چپاؤ،اونور.
که په سر کي د ګړو راسي تر ډېره ئې غږ خپل دشا په توري پور اړه نسي . لکه : وي،ونډه،وده، ولور،ولول،ددغو «ووُنو » غږونه دلنډ سترګکي «و» دي . او ددغو «وونو» غږونه د اوږده بېسترګي «و» دي لکه : [وې، وآر،وآند،وېره،ووّرۍ، ] په ځینو ګړو کي «و» د ګړي جز وي یاني بې «و» دغه ګړه مانا نه ښندي . لکه : وهل،وتل،ورغوی،وینځل،وېشل،ولاړ،ویل،ول، او دغسي نور. که دسر «و» ددغو ګړو څخه ایسته سي نو پاته توري ئې مانا نه ورکوي یاني ګړه خپله آري مانا له لاسه ورکوي . نو په دې لحاظ «و» دلته د ګړي سره تړلی دی .
بل ځای که ګورو «و» مختړی دی . لکه : د (ګوره) سره چي راسي (وګوره)، د (کتل) سره چي راسي (وکتل)، د (راځه) څخه (ورځه)،د (کړه) څخه (وکړه)او نور .
د «و» جلاوالی یاني استثنایي حالت دنورو غږ یا ږغتورو سره دا دی،چي «و» تړتوری یاني حرف ربط (conjunction) سي . لکه : نن و سبا،سهار و ماښام اونور. دلته په دغه ویـینه کي «و» تړتوری دی یاني دوه توري ئې سره تړلي دي . او له بلي خوا «و» په ویـینه کي تاکید دی . لکه : [ وخدای (ج) ته وګوره راسه!] دلته «و» د تاکید مانا لري، یا په دې ویینه کي . لکه : [و ما ته وګوره!] او یا [وتاته وایم!] اودغسي نور.
د«و» توری باید دژبښود یاني صرف (grammar)له مخي سم وڅېړل سي! خدای بخښلي پوهاند (رښتین)په خپل «پښتو ګرامر» جزءاول کي لیکي : [«واو» در سه صورت مذکور از حرف امدادی محسوب و در باقی حالات از حروف اصلی بشمار میرود.] ۳۱ مخ
خدای (ج) بخښلي «رښتین» په نورو حالاتو کي «و»اصلي یاني بې غږه (consonant)توری بللی دی .
که «و» دبڼي یاني (Graphem)له مخه ونه پېژندل سي دا به ډېره ستونزمنه خبره وي،چي یو لوستونکی دي له التباس یاني (confusion)څخه خلاس سي . ډېري ګړې سته چي په «و» سره یوډول لیکل کيږي خو په غږ کي خپل بېخي توپیر لري . که دغه ګړي څرنګه چي مخ کي د «و» شکلونه یاني بڼـي ښول سوې ولیکل سي دغه ستونزه به ایسته سي . دغه لاندي ګړي ګورو:
[اورته اؤ اورته ] که په دغه څېر ولیکل سي خو ستونزمنه خبره ده،چي لوستونکی دي په وپوهیږي،چي لیکونکی څه غواړي .
که داسي ولیکل سي : [اؤرته اؤ اور ته ] نو لوستونکی په پوهیږي،چي لومړی نرم همزیي «ؤ» دی اؤ دویم «و» اوږدبېسترګي «و»دی . بیائې سم لوستلای سي . بله بولګه : [ اوري ـــــــــ اوري ]یو ډول لیکنه ده پوهېدل ئې ستونزه لري . کې ګرافېم سم ولیکو نو په پوهيږو . [اوري ـــــــ اؤرې ]، دا بولګه ګورو: [اوړه ــــــــــ اوړه ]، [اوړه ـــــــ اؤړه ]،[خوږ ـــــــــ خوږ ]، [خوږ ــــــــــ خوږ ]،[خوــــ خو]،[خو ــــــ خؤ«چل» ]،[ډول ـــــــ ډول]، [ډول ـــــ ډؤل]، [رسول –– رسول ]،[رسول –– رسول] دغسي بولګي ډېري سته،چي بېله د «و» له شکل څخه اشتبا رامنځ ته کوي .
«و» څرنګه چي پورته هم وویل سوه په لیکنه کي خپل ځانګړی ځای لري . په خاصه بیا په ګړو کي او په ویـینه کي هم خپل رول لوبه وي .دژبښود له مخي «و» په ګړو کي یو په زړه پوري توری دی . خوشال بابا وایي : دشرابو مستي ژر شي نیست و هست ++ لایزاله مستي نه درومي له مست
دلته «و»تړتوری دی؛ دوې ستایني ئې سره تړلي . بل ځای بیا وایي :
دصبانسیمه راشه وګلشن ته ++ دګلونو انتظار دی شګفتن ته [په کتاب کي «تَ» لیکل سوی .] دلته دغه «و» خوا او تاکید ښیي؛تړونکی یاني قید دی .
حمیدماشوخېل بیا «تړتوری» نه لنډوي؛وایي :
چي په نغوته دجرص او دهوائې ++ که څښتن دخزانوئې خوګدائې
دلته «او» تړتوری دی «دوې» وییني سره تړي . یاني د «و» لنډیز ئې نه دی کارولی .
آرایش له آلایشه لعل مومي ++ په راتله دخال و خط مشه ملاله
بل ځای کي بیا وایي :
حمید وژغوري ځان څه رنګ له خوبانو ++ چي ئې خدای په دوی موقوف کړه مرګ او ژواک
دلته په دغه پورته بیت کي وینو،چي لومړی «و»مختړی دی تاکید دی پرژغورني باندي،چي حمیدڅرنګه له خوبانو نجات پیداکي . په «خوبانو» کي دواړه «واونه» اوږده بېسترګي دي . په دویم نیم بیت کي د «دوی » داهم اوږد بېسترګي «و» دی . د «او» «و» نرم همزه ئې «و» دی .
«و» ډېره څېړنه غواړي؛بایدوڅېړل سي .

اخځونه :
۱: پوهاند صدیق الله «رښتین» پښتوګرامر (جزء اول)
۲: د رحمان بابا،حمیدماشوخېل او خوشال بابا دیوانونه
۳: دپښتوژبښود(دپښتوګرامر) محمدسرور وکیلي