د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بخت مير اکا موډ اوفیشن

ډاکترشارق ساپی 22.04.2016 14:49

تهذیب اوثقافت د يوه ولس اوټولنې خاموش تعریف دی. موږ افغانان اوبیا په خاصه پښتانه له کلتوري اړخه په تاریخ کې سخت دریځې پاتې شوی يو.

 خو د ګلوبلایزیشن په دې دورکې زموږ د ځینې مهاجرو اومسافرو افغانانو ترحد اوښتی کلتوري بدلون هم ژړوونکی اوهم خندوونکی دی.

 دوه کاله وړاندي د ترکې استامبول ښار کې د یوه دوست ځوان زوی راته پرهوايي ډګر استقبال ته ولاړو. زما نوم يې په تابلو کښلی و. خو زه زړه نازړه وم چې ځان ورته معرفي کړم کنه؟

 ځکه ځوان چې ږیره يې دنشت برابره په ډیرمهارت ختم کړې وه، اوږدو کوڅيو، پرغاړه نري زیړ زنجیر اوپرلاس لاسوندی يې نارینه توب شکمن کړی و.

 زما خو لومړی چورلټ یقین شو چې انجلۍ ده، قدرتي يې اوازهم نری و، په نه زړه مې د دیپلوماسي په انداز پوښتنه ورنه وکړه چې ستاپلار پلانی دی. هغه وویل هو زه د هغه مشر زوی یم تاسو پلانی یاست؟ما ویل هو.

ایله پوه شوم چې هلک دی، انجلۍ نه ده!

نارينه الله په خپله مردانه قیافه او لباس ښکلی کړی اوښځینه پرخپل.

دجومات له امام نه مي د جمعې په خطبه کې اوریدلي دي: چې زموږ خوږ پیغمبرفرمایلي: د الله لعنت دي پرهغه نارینه شې، چې د ښځينه وو لباس اوسټایل غوره کوي اوبالعکس دالله لعنت پرهغو ښځوهم دي چې د نارینه وو لباس اوسټایل غوره کوي.

خبره مې تر دې کوله چې پرون يوه ملګري په پاکستان کې د يوه افغان مهاجر حاجې بخت میر اکا جالبه اوخندوونکې کیسه راته وکړه. غواړم له تاسوسره يې هم شریکه کړم.

حاجي بخت میر د پاکستان د کراچې ښارکې له درو لسیزو راهیسي اوسي؛ واړه زامن يې په همدې ښارکې سترشوي اود خپلو پاکستاني دوستانو خوی اوبوی يې اخیستی.

بخت میراکا له خپلو دواړو زلمیانو زامنو نه هغه وخت تنګ راغی، چې د موډ اوفیشن په نامه يې د لباس او ويښتو رنګارنګ سټایلونه کول.

 يوه ورځ بخت میر بیچاره هغه کالج ته ځې چې زامنويې نوې نوې داخله پکې کړې، ترڅو له ادارې نه وغواړي چې د هلکانو فیسونه ورته کم کړي.

خو زامنويې مخه نیوله چې پلاره ! ته موږ بلیک میل کوې. ځکه چې په دې سره زموږ شو شا خرابیږي.

پلار حیران شو چې شو شا لاڅه ده!

 د لوړو فیسونو کمول خو دهرچا غوښتنه ده. بله ورځ يې د کورپه مهمانخانه کې د زامنو هم صنفیان ولیدل چې د چا د ښځو په ډول غاړګۍ پرغاړه ده؛

 د چابنکړی پرلاس او چا اوږده کوڅۍ پرایښې ده.

څو ورځې وروسته د بخت میراکا زامنوهم کوڅۍ، غاړګۍ او بنګړي شروع کړل. پلار ورته بار بار ویل: زامنو دا څه کوي، دا کوم لباس دی؟

زامنو ورته ویل پلاره دا موډ اوفیشن دی! دې کې کار مه لره. بخت میراکا به تل د زامنو په دې لباس او ویښتو له خپلو قریبانو اودوستانو ډیر شرمیده اوچې هرڅوبه يې زامنوته نصیحت کاوه هغوي به همدا يوه خبره کوله چې دا موډ اوفیشن دی.

اخير يوه ورځ ګل میر يو ډیر بریالی تاکتیک په کار واچاوه:

له زامنو يې وپوښتل پچو دا موډ کوم قانون او اصول لري اوکنه دهرچاچي څه خوښه وه، هغه يې موډ دی.

زامنويې ورته وویل: پلاره موډ هيڅ اصول نلري، دهرچاچې څه زړه وغواړي هغه دخپل طبیعت موډ را ویستلای شي. نه پلار پر زامنو د نيوکې حق لري اونه زامن پر پلار!

بله ورځ چې د بخت میراکا زامنو خپل ګڼ شمېر ملګري او همصنفیان رامیلمانه کړي او مهمانخانه ډکه ده.بخت میر اکا پرتوګ ویستلی اوپر اوږه يې اچولی اومهمانخانې ته ور ننوتلی. د بخت میر زامنو او ټولوناستو ځوانانو له شرمه لاسونه په سترګو ایښي؛ زامنويې پلارته چیغي کړي: چې پلاره خدای ته وګوره داڅه کوې؟

بخت میر اکا ښه په تسله بالښت ته ډډه وهلي: يوه پښه يې پربله اړولې: زامنوته يې ویلي: بچو دا دهرچا خپل موډ اوفیشن دی. پلار پر زوی اوزوی پرپلار د نیوکې حق نلري!

زامنويې عذر او زاري ورته پیل کړي، چې پلاره بس ده مه مو شرموه.

بخت میر اکا زامنوته وویل: بچو لکه څنګه چې نن تاسي زماپر ویستلي پرتوګ شرمیږئ، همداسي زه ستاسي پر زنانه سټایل شرمیږم، دا نن چې تاسو ماته عذر اوزارۍ کوئ، همداسې زارۍ ما درته کړې دي، که زماعزت تاسي غواړئ، نوزه هم ستاسي عزت غواړم.

زامنويې توبه ورته ایستلي، چې موږ هم ورنه تیريو، ته هم ورنه تیرشه ، په همدې بريالي تاکتیک سره بخت میر اکا د خپلو زامنو د اصلاح هدف ته رسیدلی.