د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شهيد ډاکټر نجيب الله؛ د افغاني تاريخ وياړلي څېره

خوشحال آصفي 19.04.2016 22:05

د افغاني وياړلي تاريخ پاڼې ګواه دي چې پاكستان تل په ښکاره او مرموز ډول په زرګونو افغانان په مستقيم او غيرمستقيم ډول په شهادت ورسول، هر افغان چې په افغانستان كې د پاكستان د ګټو په خلاف اوچت شوى، د نا معلومو عواملو او اشخاصو له خوا وژل شوى. د همدغو وياړلو اشخاصو سرلارشهيد ډاکټر نجيب الله دی چې په مړينه او شهادت يې  ځمکې، اسمان، ملت او خاورو اوښكې تويولې، د ډاکټر صاحب نور ټول ښه صفات که پر ځای پريږدو نو يوازې د افغانانو د سرسخته دښمن (پاکستان) په مقابل کې يي دريځ او پاليسي د افغاني وياړلي تاريخ زرين ټکي دي. ډاكټر نجيب الله د خپلې واكمنۍ پر مهال د پاكستان سره پر جګړې سربېره، د پاكستان يو سر سخته مخالف افغان وو. د تاريخ په پاڼو کې راځي چې پاكستان په افغانستان کې د ډاکټر نجيب الله له مخالفو اشخاصو سره داسي معاهده درلوده چې ډاكټر نجيب الله به په بې عزتۍ سره په شهادت رسوي او كه ژوندى ونيول شو، نو پاكستان ته به سپارل كېږي بيا همداسې وهم شول او د پاکستان تالي څټو د افغانانو د سلو سر (ډاکټر نجيب الله) په خورا بې رحمۍ په شهادت ورسوو.
زمونږ د افغانانو ستره بدبختي دا ده چې دښمن مو پښې راته زمونږ په خپلو لاسونو او تبرونو پرې کوي. که د تاريخ پاڼې مطالعه شې؛ دلته په افغانستان کې د هر هيواد پال او ولس ته ژمن نظام په مقابل کې؛ ولس دښمنه او هيواد دښمنه نظامونو او کړيو بغاوت کړی دی چې بيا زمونږ د سرخوږۍ او اخر د تباهۍ لامل شوې دي. پاکستان تل له دغو ډلو څخه د خپل ځان په ګټه او زمونږ د تباهۍ په موخه ګټه پورته کړې ده او لا يې هم پورته کوي. ځکه د دغو هيواد پلورونکو او وجدان پلورونکو ډلو مشران یوازې خپلو شخصي ګټو ته ژمن، خودغرضه او د پيسو مينه وال و او د پيسو په مقابل کې يې د خپل بادار (پاکستان) هر امر پر ځای کړی دی.
په دغو تالي څټو ډلو کې تر ټولو رغنده رول جنګسالارانو لوباوه، دوی ته هيوادپالنه مهمه نه وه، د نظام تخریب او د پردېو په اشاره ېې د افغانستان تباهي غوښتله. د پاکستان پوځ او استخباراتو لکه څنګه چې اوس طالبانو ته امکانات او دستور ورکوي، هغه وخت دوی ته وسلې ورکولې او د ډاکټر نجيب د نظام پر ضد يې بغاوت جوړاوه، دوی که دلته په هر نوم جنګېدل، خو د پاکستان هدف زمونږ د نظام ختمول او دلته د افغانانو تر منځ خپلمنځي جګړې ته زمينه برابرول و.
په ټوله کې ويلای شو چې شهيد ډاکټر نجيب الله يو هيواد پال، ولس ته ژمن، ملې ګټو ته ژمن، په ولس درديدونکی، د هيواد د پرمختګ غوښتونکی او د جنګسالارانو او د پاکستان ضد شخصيت و چې د پاکستاني تالي څټو په وسيله د پاکستان د مکار سياست ښکار شو. نوموړي په هغه وخت کې هم دغه د پاکستان تالي څټي پيژندلي و؛ ځکه خو يې دغو تالي څټو په هغه وخت کې هم په مقابل کې بغاوت وکړ او اوس هم وخت ناوخت خپلې بوينې خولې راخلاصوي. ډاکټر نجيب الله په هغه وخت کې دغو تالي څټو ته خپل افغاني ميړانه ښودلې وه او هماغه اغيز دی چې اوس يې له عکسونو هم ډاريږي.
دوی خو د ډاکټر نجيب الله له شهادت وروسته ولس د سپيڅلي جهاد په نوم دوکه کړ او د جهاد پر ځای يې ملي شتمنۍ چور کړې، تاريخي اثار يې په پاکستان وپلورل او همداشان د وخت پوځي تجهيزات يې د کباړ په نوم له تورخمه ورتير کړل؛ اوس چې يې ولس ته اصلي څېره په ډاګه شوه او د شهيد ډاکټر نجیب الله د دريځ پلوي شول نو دغو پاکستاني تالي څټو اوس خپل سياسي موقف په خطر کې وليد او خپل ځان ورته په سياسي انزوا کې ګير راښکاره شو نو له ډاره يې په اپلتو ويلو پيل وکړ. دوی اوس داسې اپلتې وايې چې حتی په موټرو کې د ډاکټر نجيب الله د انځورونو د ځړولو سره مخالفت وکړ. دوی ډاريږي چې که ولس ته يې اصلي څېره لا هم څرګنده شي نو خپل سياسي ژوند به له لاسه ورکړي؛ هماغه دی چې په وروستيو کې يو ځل بيا هم خپل تيره څېره خلکو ته ښيې او په زوره په خلکو خپل ځانونه تحميلوي.
شهيد ډاکټر نجيب الله د هيواد اتل، وياړلی او نوميالی بچی دی او تل به يې تاريخ په پوره درناوي او زرينو ټکو نوم يادوي. روح يې ښاد او ياد يې تاند.