د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کابل ښار اوسنی وضعيت؛ د ګډ حکومت د کار انځوروونکی

خوشحال آصفي 16.04.2016 13:10

په کابل ښار کې ورستیو بارانونو که څه هم هوا نسبتآ صافه کړی خو په مقابل کې یې په واټونو او سرکونو کې د اوبو ډنډیدو خلکو ته ډيرې ستونزې پیدا کړې. ښاریان وايي د چاپیریال ککړتیا ورځ تر بلی زیاتیږي خو حکومت یې پر وړاندې هیڅ اقدام نه کوي. مدني فعالان پر حکومت غږ کوي چې د کابل ښار روان وضعیت ته د رسیدګې په موخه ژر تر ژره دغه ښار ته  ښاروال معرفي کړي.
په رښتيا هم چې د اشرف غني او عبدالله تر منځ د ملي يووالي په نوم ګډ حکومت ډیر عجيب او غريب دی. د حکومت په رأس اووه د واک چلوونکي خو پايله يي د کار او مديريت ضعف، د اشرف غني له لوري د ملي يووالي د حکومت د کار په لومړۍ ورځ د قانون خلاف د اجرايه رياست څوکۍ رامنځته کولو پر اساس د اساسي قانون د پښتۍ ماتول، د حکومت د وزارتونو ، رياستونو، معينيتونو او نورو دولتي ادارو پنځوس ــ پنځوس ويش او همدارنګه په دولتي لوړو او ټيټو څوکيو باندې د اشخاصو د ګمارلو پر سر د ولسمشر او اجرايه رياست تر منځ نه همغږي او ناقانونه سيالي؛ د اشرف غني او عبدالله تر منځ د شريک حکومت عجيب او غريب جوړښت او ثمره په ډاګه کوي.
اوس مهال افغان ولس د ټليفون په کريډيت کارتونو کې په سلو کې ۱۰ سلنه مالیه حکومت ته ورکوي، په دولتي روغتونونو کې له ناروغ پیسې اخېستل کیږي، د بانکي خدماتو فیس؛ د دولتي کارکوونکو له تنخواګانو ګرځول کيږي او همداشان په راتلونکې کې به د بريښنا په قيمت کې لوړوالی راشي خو پوښتنه دا ده چې افغان حکومت د ولس لپاره د دغو مالياتو په مقابل کې څه کړي دي او دغه د مالياتو پيسې چيري مصرفيږي؟
دا سمه ده چې په نورو ډيموکراتيکو هيوادونو کې هم حکومت په ولس ماليه وضع کوي خو په مقابل کې يي ولس ته د هغوی د غوښتنې برابر د ژوند کولو اسانتياوې هم برابروي. نور هيوادونه داسې نه کوي چې له ولسه شوکه وکړي او د ماليې په نوم پيسې د خپلو سفرونو او په نورو هيوادونو کې د عيش و عيشرت خرڅ کړي. خو له بده مرغه په افغانستان کې د اشرف غني او عبدالله ګډ حکومت له خلکو د مالياتو په نوم جزيه اخلي. د دوی ګډ حکومت په مختلفونو نومونو له افغانانو څخه مالیه اخلي، خلک په دولتي روغتونونو کې د فيس په مقابل کې معاينه کيږي او همداشان داسې ويل کيږي چې ټاکل شوې د بريښنا شرکت به په راتلونکې کې د بيل په قيمت کې لوړ والی راولي. دا ټول هغه څه دي چې حکومت يې پر اساس د ولس وينې زبيښې خو په مقابل کې یې ورته هیڅ ډول خدمات نه وړاندی کوي.
د ګډ حکومت د بې غوريو او بې کفايتيو له جملې څخه يوازې د کابل ښار د اوسني وضعيت يادونه کوو. د اشرف غني او عبدالله تر منځ شريک حکومت د مشرانو ترمنځ د قدرت د ویش پر سر د اختلافاتو له امله له کابو دوه کلونو راهیسې د کابل ښاروالي د سرپرست لخوا اداره کیږي، اورښتونو د کابل ښار له سړکونو دريابونه او خوړونه جوړ کړي، په هر ځای کې د سړکونو پر مخ د اوبو شتون له امله لارې بنديږي چې هيوادوال يي له ګڼ شمير ستونزو سره لاس او ګريوان کړي دي، د ښار په منځ او بيلابيلو برخو کې د کثافاتو انبارونو د ښار بڼه ډيران ته ورته کړې ده او همداراز د خامو سړکونو د پخولو په چاره کې ناغيړي او سستيا؛ د لاره بندۍ بل اساسي لامل بلل کيږي چې ښاريان يي له ستونزو سره لاس او ګريوان کړي دي. په ټوله کې ويلای شو چې کابل ښار د پلازمېنې په توګه د نړۍ په سطحه په تر ټولو چټل ترينو ښارونو کې لومړۍ ځای لري چې د دوو کالونو په موده کې هم د ښاروال په لرلو نه توانيږي.
د يادو ټولو ستونزه سرچينه؛ د اووه سره حکومت د اووه سره واکمنانو له خپل منځي اختلافاتو او په هره وړه او لويه خبره د دوی تر منځ له ناندريو څخه اخيستل کيږي. مونږ حکومت ته وړانديز کوو، که چيري د ولس په مقابل کې مو خپل له منځه تلونکی ملاتړ بيرته ترلاسه کول غواړئ، که چيري د ولسمشر، اجرايه رييس او په ټوله کې د افغان د رهبرانو په توګه خپله پنځه کلنه دوره بشپړه کول غواړئ او که چيري د تاريخ په پاڼو کې د خپلو نومونو په تور خط له ليکلو ځان ژغورل غواړئ نو د ولس په مقابل کې ځانونه ځواب ويونکي احساس کړئ. راځئ نور د واک پر سر له خپل منځي اختلافاتو تير شئ او راځئ نور مو په خپله پاتې درې کلنه دوره کې تيرو کړو ژمنو ته د عمل جامه واغوندئ. ګنې د حساب او کتاب ورځ له پامه مه غورځوئ، ډېر ژر دی چې ولسې سونامې به په څپو راشي.