د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د معاصر افغانستان ستونزې او فرصتونه

محمدعارف رسولي 16.04.2016 13:08

(لسمه بره)
دا لیکنه د افغانستان د ستونزو، د هغو د ریښه اي لاملونو، شته فرصتونو او حل لارو د لړۍ لسمه برخه ده. په دې لنډه مقاله کې د بدلون، په څرنګوالي، اړینتوب، باریکیو، احتمالي ستونزو او نورو باندې خبرې کیږي. موخه داده چې که ممکنه وي په هیواد کې د بدلون په هکله زموږ په ټولنه کې پوهاوی زیات شي. اړونده ملي او سترې مسئلې موږ د ښو معیارونو په تله ښه و ارزوو او بیا په سړه سینه او په هوښیارۍ او عقلانیت پریکړې وکړو.
هوښیار ملتونه تل هڅه کوي چې خپلو تیرو تیروتنو، اوسنیو کمښتونو، او دهغوی ټولو لاملونو ته ځیر وي، ورڅخه زده کړه وکړي، او ځان اصلاح کړي. همدارنګه، د ملي وقار، ملي غرور، د مثبتو تجربو او لاسته راوړنو څخه هم باید سترګې پټې نکړو، په غوړ یې مطالعه، ثبت او کره کړو. موږ افغانان هم باید همدار کار سم وکړو او د همدې لپاره دا لیکنه شوې ده. له دوستانو هیله ده چې نظر راکړي.
له بدلون څخه ویره
زموږ ډیری خلک د ژوند په ټولو اړوندو اړخونو کې دبدلون په څرنګوالی سم نه دي پوه شوي. هغه څوک چې تر یوې کچې پخپله  پوه دي د نورو د پوهاوي لپاره یې سم کار نه دی کړی. د بدلون په هکله سوچ کول، ارزول یې، څرنګوالی یې پیژندل، په اړینتوب یې پوهیدل زیاته پوهه غواړي. حضرت علي کرم الله وجهه فرمایي چې انسان د هر هغه علم او مسلک دښمن دی چې نه ورباندې پوهیږي. موږ چې د بدلون په ټولو اړخونو، ښو او احتمالي ستونزو خبر نه یو نو ځکه له بدلون څخه کرکه لرو او سم مدیریت یې هم نشو کولای. دلته اړینه ده چې بدلون وپیژنو.
له بدلون څخه دلته موخه دا نه ده چې د وطني کالیو په ځای حتمي دریشي واغندو، او نورو نوو مودونو او فشنونو ته مخه کړو بلکه مثبت بدلون خپلو تیروتنو ته ځیر کیدل او ورڅخه زده کړه، د ژوند په هره ساحه کې د سمو انګیرنو او سمو ارزښتونو راخپلول، د بیځایه عادتونو او کړنو پریښودل دي.  
یو عالم وایي انسانان د بدلون په وړاندې د عکس العمل په وړاندې په دری ډوله دي. لمړی ګروپ هغه جاهل کسان دي چې، هر نوي شي ته ښه راغلاست وایي، ګټې او تاوانونه یې نه سره پرتله کوي او په پټو سترګو یې مني. دوهم ګروپ خلک، بیا متحجرین یا وچمغزي خلک دي چې هره نوې ښکارنده  سمدلاسه ردوي، بیله دې چې سمه ارزونه یې کړې وي. دا کار د راز راز لاملونو له کبله کوي، ددې ډلې زیات خلک هسې منفي فکر لری او هر نوی شی چې دوی ورسره بلد نه وي ردوي. ځینې وخت دا ګروپ نوی شی د خپلو سمو او ناسمو مالوماتو له مخې ځانته تهدید بولي، او یا بیخي نه ورباندې پوهیږي او نه یې مني. دریم ګروپ، هغه خلک دي چې نوې ښکارندې سمې ارزوي، ګټې او تاوانونه یې یو له بل سره پرتله کوي او بیا یې په هکله د تایید او یا رد پریکړه کوي. یا ورڅخه مثبت شیان اخلي او منفي ردوي، دا دریم ګروپ خلک په ټولنو کې خورا کم وي خو اصلي لاره همدوی مومي.
په دیني مسئلو کې په بې باکۍ سره نظر ورکول سم کار نه دی او سړی باید پکې پوره احتیاط وکړي. همدارنګه، دلته موخه دا نده چې د هیواد روحاني قشر ته خدای مکړه په سپکه سترګه وکتل شی. خو دا هم سمه ده چې قرآن او احادیث د هر زمان اومکان لپاره تجلي لري، کیدای شي له ځینو دیني متونو درک یو وخت کمزوری وي او بیا وروسته بشري پوهه زیاته شي او کیدای شي حقیقت ته نژدې شي. د قرآن عظیم الشان تفسیر په حقیقت کې د نبوي احادیثو په مرسته ښه کیږي او زموږ امامانو هم دا کار کړی دی. خو بیا هم نورو څیړنو ته اړتیا شته چې د قرآن اعجاز په مختلفو وختونو، ځایونو او شرایطو کې وګورو تر دې چې د یوه د یوه مفسر په نظر بسنه وکړو. په دې هکله روښانه ده چې ځینې غلطې انګیرنې شته چې ګواکي د نورو څیړنو اړتیا نشته او یا کیدای شي ځینې حضرات یو څه تیروتلي وي. لکه یوه مشهوره دیني خبره ده چې که یو کس چې وړتیا یې لري، ددیني مسئلو د روښانتیا لپاره پلټنه کوي که حقیقت ته رسیږي دوه اجره لري او که په خطا ځي نو بیا هم یو اجر ورته د الله تعال په دربار کې شته دی خو شرط به داوي چې پرهیزګاره او له پوره احتیاط څخه به کار اخلي.
الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایي: د هغه قوم په حالت کې بدلون نه راولي تر څو هغوي په خپلو نفسونو او سوچونو کې بدلون رانه ولي. په ځان، ټولنه، په خپلو کړو وړو، او سوچونو کې مثبت بدلون راوستل اړین کار دی.  په وروسته پاته ټولنو کې ځینې انګیرنې او کړنې په عادت واوړي، او ان د ارزښت بڼه غوره کړي، عادت او ارزښت بیا اوږد عمرکوي، کله کله خو د پرمختګ او ټولنیزې اصلاح په مخ کې خنډونه جوړوي. که څه هم په وروسته پاته او بیوزلو ټولنو کې بدلون خامخا راځي، خو ډېر ورو او ډېر لږ لږ راځي، نو ځکه عادي خلک نه ورباندې پوهیږي له دې کبله چې د ټولنې ظروف او امکانات اجازه نه ورکوي. همدارنګه، ډېری وختونه د بدلون او عصریت په نامه په خوارو خلکو جهالت، خرافات، د نورو پیښې او خورا مضر ټولنیز ارزښتونه تپل کیږي او هم له خپلو ښو ټولنیزو ارزښتونو لیرې کیږي.
 که څه هم په ځان او ټولنه کې مثبت بدلون یوه دینی مقوله ده، خو ځینو خلکو ته که د بدلون خبره کوې نو داسې غلط سوچ ورته پیدا کیږي چې ګواکي هغه ته د ګټورو دیني او کلتوري ارزښتونو د پریښودو بلنه ورکوې. کیدای شي دا خلک د بدلون په سمه مانا نه پوهیږي. د دې یو لامل کیدای شي دا وي چې ځینې خلکو به د بدلون په نامه  د ټولنې ارزښتونو او باورونو ته سپکاوی کړی وي او ځکه عام خلک له بدلون څخه ویریږي.
همدارنګه، د راز راز لاملونو له کبله، ځینې خلک د وخت په تیریدو سره د خپل دین په هکله یوه ناسمه انګیرنه پیل کړي. د مثال په توګه، کله چې د مسلمانانو برم، عظمت، حکومتونه او د دیني علمومو تقویه په اندلس، هند، منځني ختیځ او په نوره نړۍ کې له زوال سره مخ شول، دې کار د مسلمانانو په منځ کې ویره او کرکه رامنځته کړه خو څنګه چې بیوسه ول څه یې د وسه پوره نه وو، په خواشینۍ سره د کوم عقلاني چلن په ځای یې له عصري علومو او له حکومتونو سره واټن زیات شو. که څه هم تاریخ شاهد دی چې د ساینسي علومو، طب، او ریاضی اوجغرافیې او نورو کې چې شمیر یې زیات دی او په هره ساحه کې دمثال په توګه د ځمکې د کرې په مخ د طول البلد او عرض البلد د فرضي کرښو ټاکلو کې چې په بحرونوکې د سفر لپاره یې سترې اسانتیاوې رامنځته کړې او نورو کې د مسلمانانو رول خورا زیات و. په هغه وخت کې چې مسلمانان په اندلس کې د یوه ښه تمدن خاوندان ول د اندلس په کتابتون کې نه لکه کتابونه چې زیاته برخه یې د کیمیا، ریاضي، فلسفې، تاریخ او نورو وه او یوازې دریمه برخه یې د دیني علومو په باره کې وه. خو په همغه وخت کې د پاریس په کتابتون کې نه زره کتابونه نه و. خو کله چې قدرت او امکانات له مسلمانانو نورو ته انتقال شول او علوم چې له امکاناتو او قدرت سره تړاو لري زیاتو مسلمانو عالمانو د شک په سترګه ورته وکتل او لا نور ورڅخه لیرې شول.
په اسلامي ملکونو کې ستر ستر دیني مرکزونه، دیني عالمان او محققان کم شول، او کمزورو دولتونو د دیني او یا نورو علومو د پرمختګ سره مرسته نشوای کولای او د علمي اثارو د پنځولو یې نه اړتیا لیدله، نه یې ورته کومه اراده او وس درلودل.
د مثال په توګه کله چې په هند کې د مغولو په ځای د انګریزانو واک رامنځته شو، هغوی هند ته نوي علوم، ساینس او تخنیک راوړل، انګریزي په کراره د علومو، کاروبار او رسمي  ژبه کیده خو اسلامی دیني رهبرانو ورڅخه واټن ونیو، د مدرسو له پروګرامونو یې تاریخ، فلسفه، انګریزي ژبه او نور وایستل. دهغه وخت د زیاتو دیني رهبرانو په فتواګانو کې د قرآن عظیم الشان نشر او اوریدل په رادیو او کسیټ کې رد شول، د دې په ځای چې د اسلامي مالي سیستم په وده کې هڅه وکړي، د ربح او سود چې حرام دي بدیل ومومي هغوي له ټولو بانکونو او بانکي سیستم سره پریکون اعلان کړ. دایې فکر ونکړ چې د مالي خدمتونو د نلرو اثر په اسلامي ټولنه څه وي. ددې په ځای چې ستر ستر اسلامي پوهنتونونه تاسیس کړي اوکدرونه وروزي هغوی له ساینس او ساینسي علومو او ان اسلامي تاریخ سره بیې میلي وښوده او د خپلو مدرسو له پروګرامونو یې وایستل.
 د زمانې په تیریدو سره څنګه چې د نویو شرایطو غوښتنې وې وروسته بیا په هند او نورو ملکونو کې په کراره کراره ستر اسلامي مرکزونه او پوهنتونونه رامنځته شول، لکه اوس په هند کې داسې پوهنتونونه شته چې د هند او ان د نړۍ په کچه ښه شهرت لري او مسلمانانو رامنځته کړي او رهبري کوي یې، خو په لمړي سر کې یې نشتون لویه تشه او ابدي تاوان رامنځته کړل.
 د دې کار پایله دا شوه چې د هند مسلمانان له دولتي کارونو، سیاست او ساینس څخه بیرته پاته شي او تراوسه یې بده اغیزه د هند په مسلمانانو او ان په نورو ملکونو د افغانستان په شمول چې دینی مشران مو له دیوبنده متاثر ول شته ده. که کوم پوه او عالم کس اوس هم د دهلي د نظام الدین درګاه شاوخوا ته ورشي، د مسلمانانو بد حالت، بیوزلی او فقر به په خپلو سترګو وګوري. همدارنګه، د هند په نورو ځایونو کې زیات مسلمانان وروسته پاته دي. دا په داسې حال کې ده چې یو وخت ټول هند د مسلمانانو تر حکومت لاندې و. د دې لاملونه به ډېر وي، خو یو لامل یې د هغوي د تیرو نسلونو او تر یوې کچې د هغه وخت د دیني مشرانو هغه کړنې او پالیسۍ دی. څرنګه چې زموږ دیني رهبرانو هم د هند له دیني مشرانو سره اړیکې لرلې پورته وضعې زموږ په حالت لا بده اغیزه وکړه ځکه موږ خو لا غریب، شخړو وهلی او وروسته پاته هیواد و.
 په پای کې زموږ د هیواد ډېرو اسلامي رهبرانو د پلټنو، تحقیق، د قرآن او حدیث ترجمه او تفسیر، ان لیک اوخط ترډېره پریښودل، ورسره نا اشنا شول او که به کوم بل چا دا کار کاوه ورسره یې مخالفت کاوه ځکه د غلطیو ویره ورسره وه. دلته همغه د حضرت علي کرم الله وجهه خبرې ته راځو چې که په کوم علم انسان نه پوهیږي نو په ناپوهۍ کې یې دښمن جوړیږي او کیدای شي ورته زیان ورسوي.
پایله دا شوه چې زموږ ستر ستر دیني عالمان  له څیړنو، رسالو اومقالو لیکلو، تصنیف، او د نوو اثارو په پنځولو کې پاته راغلل. له همدې کبله د افغانستان د دیني علومو درسونه کوم سم مدون شکل نلري، په ګروپی توګه نه بلکه مدرس هر طالب العلم ته یوازې درس ورکوي، زیاته په حافظه تکیه کوی، د نوټ نیولو، او لیکلو عادت پکې بیخي نشته. د دې سیستم تاوان دادی چې لمړی د ډېرو کسانو د روزلو امکان پکې کم دی، یو استاد په یوه وخت کې یوازې یوه کس ته درس ورکولای شي او تر څو کسانو وروسته استاد ستری او ورځ تیره شي، بله داچې په سختۍ سره کوم کس لوړو علمي درجو ته رسیږي او که وهم رسیږي، کوم لیکلی اثر نه ورڅخه پاته کیږي.
ښکاره ده چې د قرآن د تفسیر او ترجمې څخه ویره به په هرځای کې د هرچا لخوا په ځینو حالاتو کې اړین کار و، چې د ګډوډیو، او بیلارېتوب مخه ونیول شي خو کله چې دا ستونزه زموږ په ملک کې په یوه منل شوي اصل بدل شو، د څیړنو، او  د دیني علومو د پرمختګ مخه یې ونیوله. له دې کبله چې، قرآن او حدیث د هر زمان اومکان لپاره خپله تجلي لري او د تل لپاره د اړینو پوهانو لخوا د نوو او ځینو زړو مسئلو د روښانتیا لپاره باید تفسیر شي. د قرآن عظیم الشان محصورول یوازې تر یوه تفسیره پورې چې هغه د یوه کس او مفسر په یوه ټاکلې زماني مقطع کې د هڅو محصول دی سم کار نه دی. قران او احادیث به تر ابده تفسیر ولري او تل به د کایناتو او بشري ټولنو نوي واقعیتونه راڅرګندوي خو په دې شرط چې په هغو باندې د سمې پوهیدا او څیړنو مخه ونه نیول شي بلکه ورباندې پانګونه وشي. لکه چې پخوا ډېرې داسې مسئلې وې چې په قرآن او نورو دیني متونو کې راغلي وې، خو څوک یې په سم تفسیر نه پوهیدل، خو اوس د ساینس د پرمختګ او دیني څیړنو له کبله د هغو تصدیق شوی او پوره روښانتیا پکې شته.
د اسلامي نړۍ دربدره حالات، زموږ د دولت بیوزلي او دیني پلټنو، مطالعاتو او علومو ته کمه پاملرنه د دې لامل شو چې زموږ ملک په دیني علومو کې د نورو ملکونو په مدرسو، دیني عالمانو او دهغوی په فتوا ګانو، باندې تکیه وکړي. دې کار موږ ته زیات زیانونه ورسول. پوهیږو چې د کرزي په وروستیو وختو کې په افغانستان کې د خپلو مدرسو د جوړولو اړینتوب درک شوی و خو وخت له وخته تیر و او بیا هم د کمو امکاناتو له کبله اړینه پاملرنه ورته ونشوه.
په پای کې زموږ ملایانو ته دا زمینه برابره نه وه چې، د فروعاتو وراخوا د دین اصلي روح ته نظر وکړي، د نورو د فتواګانو په ځای پخپله په قرآن، حدیث او نورو دیني متونو کې په حقایقو پسې وګرځي. له همدې کبله ده چې تل موږ د نورو په فتواګانو چې د هغوي د ملي ګټو او زموږ د ورانیو بوی ورڅخه راځي عمل کړی دی. زما ښه په یاد دي چې د یوه بل ملک یوه دیني عالم خپل فزیک پوه خپل او د ټولو مسلمانانو قهرمان باله، خو زموږ لپاره یې دفزیک او کمیا او نورو ورته علومو زده کړه ناروا کار باله،  په ډېره حیړانتیا یې عربي د جهالو ژبه ، پښتو د دوزخیانو ژبه، فارسي دمجوسو ژبه او یوازې اردو ژبه یې د مسلمانو حکامو په لاس جوړه شوې او ښه ژبه بلله. که فکر وشي له دې فتوا ګانو به څه سود کړو.
ملا فضل الرحمن په خپل ملک کې د هغه قانون او آین بالا دستي اړینه بولي چې، د هغوی پخپل قول له اسلام سره فاصله لري، خو زموږ لپاره یې بیا د زور له لارې د مسئلو حل غوښتی دی. سړی بیله شکه باور کولاس شي چې، په دې سیمه کې دې فتوا ورکوونکو اسلام ته ستر ستر زیانونه رسولي دي  او الله تعالی به حتما ورسره محاسبه وکړي. په ټوله نړۍ کې هر ملک ځانته دیني عالمان لري چې د قرآن او سنت په رڼا کې د خپلو هیوادونو د ظروفو، او شرایطو سره سم احکام ورکوي. څوک د وښیي چې په سعودي، مصر، ایران، هند، پاکستان او یا هر بل ملک کې د کوم بل بهرني ملک فتوا کار ورکړی وي. نو موږ هم باید داسې شرایط خپلو دیني عالمانو ته برابر کړو چې د دین په رڼا کې د خپل ملک د اصلاح لپاره د خپلو شرایطو سره سم احکام ورکړي.
زما پلار د الله تعالی وبښي، یو روحاني شخص او یو ملا و، د صرف او نحوې علوم او ډېری فقي کتابونه یې ویلي و، څو لسیزې مخکې، هغه د خپل وخت له یوه ستر دیني عالم او مولوي څخه د قرآن کریم د اخرټوک ترجمه شروع کړه. خو بیاهم زموږ په سیمه کې چې هغه وخت ملایانو ته د قران کریم ترجمه، تفسیر، د احادیثو درس او ان لیک زده کول سم کار نه ښکاریدل نو سخته نیوکه یې ورباندې وکړه. زما په یاد کیږي چې هغوی به ویل چې هغه استاد خو خراب و خو شاګرد به هم خراب کړي. بیا وروسته چې بدلون راغی او شرایط بدل شول زموږ په همغه سیمه کې یوه دیني عالم په لاسپیکر کې د قرآن ترجمه او تفسیر درس ورکاوه او هیڅ کوم کس هم ورباندې کوم اعتراض هم ونکړ ځکه بدلون راغلی خو د چا ورپام نه و.  
هغه کسان چې د بیخبرۍ له کبله یې له ساینس او یا له دیني علومو سره ورانه وه په خپلو غلطیو نه پوهیدل او اوس هم ترډېره نه ورباندې پوهیږي. ساینسي علومو ته په سپکه کتل زموږ په یو شمیر خلکو کې یې غلط سوچونه پیداکړل. حال داچې، په ساینسي او د عصري علومو په وده کې مسلمانانو خپله زیاته ونډه لرلې ده، هغه د کایناتو د رازونو په راسپړلو او ورباندې د پوهیدو لپاره، له طبیعي زیرمو څخه د هیواد څخه د بیوزلۍ ورکولو، د اقتصادي پرمختګ او پخپله په دين باندې د پوهېدو لپاره خورا اړین بریښي.  
یو شمیر نورو افغانانو بیا په خواشینۍ سره د دیني علومو زده کړې او اهمیت ته په سمه سترګه نه کتل، پخوانو دولتونو ورته سمه پاملرنه ونه کړه او په پای کې زموږ په هیواد کې په قرآن، احادیثو، اسلامی فقه، اسلامي مالي نظام، حلال او حرام او نورو  دیني علومو کې د تحقیق او څیړنو لپاره کومه زمینه برابره نشوه. پایله دا شوه چې موږ د نورو شیانو په څیر په دین او فتوا کې هم په نورو تکیه وکړو او دې په موږ خورا بده اغیزه وکړه.
پایله او سپارښتنې
    •    زموږ عالمان، شنونکي او لیکوالان باید د بدلون په ټولو ابعادو ښه فکر وکړي، په هغو کې ارزونې وکړي، او دخپلې ټولنې د شرایطو، دیني شعایرو، کلتور، او ملي ګټو په رڼا کې باید بدلون ومني او ښه یې مدیریت کړي.
    •    کله چې له کوم بدلون سره مخ کیږو، باید ښه یې وارزوو چې په هغه کې کومې ننګونې او فرصتونه شته، څنګه یې له ننګونو سره مقابله وکړو، او څنګه ننګونې په فرصتونو واړوو او په لاس راغلو فرصتونو ښه ګټه واخلو.
    •    د بدلو سره د مخامخ کیدو په صورت کې موږ باید نه وچ مغزي اوسو چې هره نوې ښکارنده بیله ارزونې رد کړو، نه جاهلان اوسو چې هره مسئله بیله ارزونې د نوې په نامه قبلوي. بلکه موږ باید تل د خپلو هراړخیزو ګټه په رڼا کې بدلون ومنو او مدیریت یې کړو.
    •    دولت، دیني عالمانو، علمي نهادونو، لیکوالانو او ټول افغان ولس ته په کار ده چې د دین اصلي روح ته وګوري، ځان ورباندې پوه کړي او په فرعي اختلافاتو، سلیقوي ناندریو کې راګیر نشي.
    •    دولت د اړوندو نهادونو او کارپوهانو په مرسته باید داسې یو مکانیزم رامنځته کړي چې د بدلون مدیریت په ټولنه کې اسانه کړي او له سترو غلطیو ځان او ملت وساتي.