د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خولې به کولپ شي/ طنز

توریالی ملیار 16.04.2016 12:03

په زرګونو هغو خولو ته به کولپونه واچول شي چې په نه خبره یې کومي شلولي او ټر په پر بدولي، د کولپ اچولو ټولواک کمسیون وايي د دوی حوصلې هغه وخت سر ته وختلې چې په وار وار اخطارونو دغو خولورو، د ارقامو خیال و نه ساته او هر وخت زموږ جیبونو ته یو ناچیز لویدلی رقم په ډک کلچ بدلوي، زموږ د جیبونو پیسې سره ضرب او جمع کوي او هغه څه ترې را وباسي چې موږ په ولا باالله که اخیستې وي.

د کولپ اچولو دغه کمسیون وايي موږ لومړی د یوه مدني حرکت په توګه دوی ته وویل، دا د نورو پر حق تېری دی چې د جیبونو پیسې یې تاسې په چرتونو کې شمېرئ او دغه علني شمارش د غلو د پیدا کولو ویره ډيروي چې موږ له امنیتي ګواښونو سره مخ کولی شي، په دې صورت کې موږ باید خپل باډي ګارډان ډېر، ډاډسنې او لنډګروزې پرېمانه، ماشیندارې او راکټونه بې شماره، سمنټي تیږې لوړې او په ښار کې په شمار درې څلور پرانیستې کوڅې هم بندې کړو.

دغه کمسیون د اندازې واحد (متر) په اړه هم سخت ګواښونه کوي او وايي هغه ځمکې چې موږ په دغه نړیوال واحد متر خپلې کړې دي دوی یې په کیلو مترونو را ته حسابوي او وایي د فلاني دومره کیلو متره ځمکه تر خیټه لاندې کړې، مګر تاسې وګورۍ خیټه په کیلو مترو کله وي بلکه وړه وي یوڅه!

دوی د وژنو او غلاوو په اړه هم د خولورو ارقام غلط بوي او وايي وژلي مو څلور وي دوی یې په څلورو کې ضرب او بابېړی ترې جوړ کړي، حال داچې ژوند او مرګ د خدای په لاس دی او موږ څوک له مرګه نشو بچ کولی که مو بچ کولی شوی ولې به مو کابلیان په داخلي اتڼ کې نه بچ کول.

د کمسیون دخاصو اړیکو مسوول وايي د خپلو بهرنیو اجنسیانو له حرکاتو تحرکاتو مو هم کار واخیست چې دا څيرې خولې نورې پټي کړي، په دې چې هم ونه شوه بیا مو لږ د دوی ازادو خولو ته د پیسو بوی هم ورساوه مګر د دوی ډېرو له دغه بوی سره حسایت وښود نو ځکه کمسیون کولپ اچوولو ته مجبور شو.

سرچینه وايي کولپونه دوه ډوله دي یو یې د لنډ مهال او بل ډول یې دایمي دي، یانې د هغوی چې په لنډ مهاله کولپ خوله پټه نشي بیا دایمې کولپونه ورته اچوو چې بیا یې څوک د چیغې او غږ درک ونشي لګولی، مګر دیرش- څلویښت کاله وروسته یې لیست یا له مسکور راشي یا هم له ایران او پاکستان خو بیایې هم، نه د هډوکو درک لګیږي نه د ککریو چې د خاورو په کومه ډېرۍ کې امبار دي.

د کمسیون د خاصو اړیکو مسوول دغه کولپونه په خپل ډول کې بې ساري وبلل او ویې ویل چې هر خولور مجبور دی خپلې خولې ته پخپله کولپ غوره کړي، موقتي غواړي که دایمي.

د کمسیون د خاصو اړیکو مسوول وویل دغه کولپونه نه کلۍ لري نه کوم کوډ او راز او نه هم کومه پټه شمېره بس چې یو وار خولې ته ولوید بیا خوله په سوټکونو او جبلونو هم نه خلاصیږي، مګر هغه وخت خلاصه شي چې ماته شي.

سرچینه زیاتوي دغه کولپونه په خپل ذات کې یو بې ساری جوړښت لري په یوه وخت د څو کسانو خولو ته لویدلی شي او دغه ځانګړنه یې د تخنیک نه، د وچ زور په مرسته را منځ ته کړې یا نې څو خولې یو کولپ بندولی شي، لکه په یوه زورور سوک چې څو کږې خولې سمېږي یو کولپ هم په همدې ډول د ډېرو پرانیستو خولو لپاره بس دی.

دغه کمسیون خپل اوامر په دغه ډول بیان کړي او زیاته کړې یې ده چې د سرغړوونکو خولې به بې له ځنډه کولپ شي:

د فساد د زیاتوالي په اړه به خوله نه چوله کوئ!

د نورو هیوادونو د اجنټانو خبره به په خوله نه راوړئ!

د ځمکو د غصب مسلې ته به خوله نه اچوئ!

د ایراني فرهنګ د دود خطر به پټه خوله ساتئ!

د ټوپکمارو په کابو کولو به هسې خپلې خولې نه ستړې کوئ!

مجاهد ته به د ټوپکي په نامه خوله نه ښوروئ!

په مجاهد پسې د غله او قاتل اوازې به خوله به خوله په خوله نه کوئ!

د ملي فکر د له منځه تلو د هڅو اوازې به له یوې خولې بلې ته نه رسوئ!

او د پولیسو په وهلو ټکولو به خوله نه خوځوئ!

دغه ګرد اوامر په یوه خوله ټولو خولورو ته ورسوئ!