د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پر ځای تقلید د هر دروند انسان حق دی!

تابع 15.04.2016 12:11

پر ځای تقلید د هر دروند انسان حق دی!
د هر نیک سړی دنده ده تر څو د انسانیت په چوکاټ کی دننه ځان،کورنی او خپل ولس ته خدمت وکړی.مونږ په یوه اسلامی ټولنه کی دننه نړی ته سترګی غړولی ،د مسلمانانو تر خوا روزل شوی او ژوند کوو او په ټولیز ډول زمونږ د هیواد برخه اهل سنت او جماعت جوړوی دا په د مانا هر هغه کار چی محمد(ص) ترسره کړی وی هغه باید د خپل ژوندانه برخه وګرځوو خو له بده مرغه تر نن پوری مونږ داسی کړنی نه دی تر سره کړی چی په هغه کی مو د ځان او ټولنی خیر نغښتی وی.دا چی مونږ پخوا په خپل هیواد کی څه ډول ژوند درلود دا ټولو ته جوته ده.د نړی ننی پرمختګ د انسانیت په چوکاټ کی دننه لاس ته راغلی او نړیوال توانیدلی د ځان،ولس او خپل هیواد لپاره انسانی تقلید وکړی تر څو ځان او خپل هیواد د سیالانو جوګه کړی او هر چا چی پر ځای تقلید کړی نن دروند ځای لری.مونږ افغانان په یوه دودیزه ټولنه کی ژوند کوو او کوښښ مو دا دی چی ځان د خپل سیال برابر کړو هغه که له هری لاری وی چی دا یوه ستره تیروتنه ده هغه ځکه چی تر ټولو دمخه مونږ باید په ریښتیا سره خپل ځان او خپل دین چی پیروی یی کوو وپیژنو.زمونږ ظاهری بڼه ډیره ښه وی په ناستو،غونډو او خپلو کی هر یو ځان تر ټولو هوښیار،مسلمان او صادق شمیرو.هیڅ کله د بل پرمختګ او درنښت نشو زغملی چی په اصل کی دا یوه ستره روانی ناروغی ده .په اسلام کی یو مسلمان د بل مسلمان ورور بلل شوی او دا نه دی په کی ویل شوی چی په قوم او نژاد به څوک وی خو مونږ یو بل نه منو.په پرمختللی هیوادونو کی د هر دین پیروان او د هر توکم خلک سره د انسانیت په چوکاټ کی دننه انسانی ژوند کوی.یو بل ته په درنه ګوری هغه ځکه چی روزنه یی ښه شوی.مونږ د خپلو ګټو لپاره کله کمونست،مجاهد،طالب،تیکنوکرات شو او کله چی په واک کی نه یو نو بل ته په درنه نشو کتلی او پرمختګ یی نشو زغملی.زمونږ چی څوک په حکومتی دتده بوخت وی هغه ته کافر او بی دینه وایو او هغه موچی بیکاره شی نو ځان بیا تر ټولو برحقه او مسلمان بولی هغه ځکه چی دی وړتیا د ده نشی زغملی.پر ځای او سالمه نیوکه د هر یوه وګړی قانونی حق دی خو له بده مرغه چی دا دود تر اوسه زمونږ په ټولنه کی نه دی زیږیدلی.د ګران افغانستان ټول وګړی د ژوندانه مساوی حقوق او د پرمختګ حق په خپل ټاټوبی کی لری هغه ځکه چی افغانستان یی خاوره ده او په خپله خاوره کی ژوند کول او پرمختګ یی قانونی حق دی.نن د تش په نوم مشرانو په بیلابیلو نومونو سره ویشلی یو او د قومونو تر منځ ویشل او لری والی دوی ته لنګه غوا ده.هر هغه تش په نوم مشر چی نن مونږ د قوم،مذهب،ژبی،سمت او تنظیم په نوم سره جنګوی دا په اصل کی مونږ د سیالانو له کاروان څخه لری ساتی.که په ریښتیا سره پښتانه غواړی ځانونه د سیالانو برابر کړی تر ټولو دمخه دی ځان،کورنی ،کلی،سیمه او خپل قوم سره یو موټی کړی.مونږ یوه ریښتینی مشر ته اړتیا لرو اوس دا په مونږ ده چی ځان یی خاوند کړو.مونږ که غواړو ځان ثابت کړو چی اکثریت یو او قربانی د ننی روان ناورین یو باید لاس په کار شو او خپل قوم وژغورو.مونږ دا داوه لرو چی زمونږ ژبه ملی او رسمی ده خو تر ننه پوری مونږ خپلی ژبی ته مارکیټ چی هغه تر هر څه اړین دی نه دی موندلی.ژبه بازار ته اړتیا لری چی مونږ بازار موندنه نشو کولی.زمونږ پښتو تلویزیونونه داسی خپرونی جوړوی اوخپروی یی چی نه په لیدلو ارزی او تر څنګ یی ټول پشتون قوم ته پکی سپکاوی کیږی ځکه چی خپرونی یی د پښتون له قوم او دود سره په ټکر کی دی.((نن په افغانستان کی طلوع او یک تلویزیونونه تر ټولو ډیر کتونکی لری او مینه وال یی له هیواد څخه د باندی هم ګوری .طلوع او یک تلویزیون توانیدلی بازار موندنه وکړی دوی د دری ژبی لپاره مارکیټ موندلی،دوی توانیدلی دری ژبه ژوندی وساتی.نو دی ټکی ته په کتو سره باید وستایل شی او په درنه ورته وکتل شی.نن چی ځینی روانی ناروغان نشی کولای د یادو تلویزینونو پرمختګ ته تم شی نو د ناوړه تعصب کلمه چی تش په نوم مشرانو سره چی نن په مونږ واکمن دی کاروی یی.کاش د دی په ځای قوم او ځان ثابت کړی او وتوانیږی دا مړ شوی پښتون ژوندی کړی.))
(تابع)