د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

داستاد بایزید اڅک د خواشینونکې مړینې له امله خواشیني

پروفیسور عبدالخالق رشید 14.04.2016 11:09

 داستاد بایزید اڅک  د خواشینونکې مړینې له امله
د هند د جواهرلال نهرو پوهنتون د پښتو څانګې د خواشیني پیغام

په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د کابل پوهنتون د پښتو څانګې استاد  بایزید اڅک له دغې نړۍ سره خدای پامانی وکړ . انا الله  وانا الیه راجعون  .
 بایزید اڅک د ژبپوهنې په تیره بیا په تاریخی اوپرتله یزه برخه کې  دځانګړي واک خاوند استاد و.  ده خپلې زده کړې په جواهرلال نهرو پوهنتون کې  د ژبپوهنې په برخه کې تر ماستري درجې پورې بشپړې کړې وي ، یوه موده یې په پنځوسمه لسیزه کې په نهروپوهنتون کې د میلیمه استاد په توګه تدریس هم کړی دی.  استاد اڅک څه موده په ناروي کې هم په ژب څیړنیزه برخه کې  دلویدیز د نومیالی استاد مورګن ستیرن او نورو له بحثونواو څیړنوڅخه برخه من شو او له زیات شمیر تجربو سره یې د کابل پوهنتون  په پښتو څانګه کې له علامه رشاد، پوهاند تږي او پوهاند زیار سره په یوه وخت کې په  تدریس لاس پورې کړ. دده څیړنې سره له دې چې دکمیت په لحاظ لږې وې  خو دکیفیت په لحاظ یې دپښتو ژبپوهنې په برخه کې ځانګړی ځای درلود . او په دې باور دی چې ځای به یې په دغه برخه کې ترډیرو پورې خالي وي.  
دنهروپوهنتون دپښتو څانګې استادان ، زده کونکي او د استاد اڅک دوستان دده  دخواشینونکي مړینې له امله د افغانستان علمي ټولنو ، دکابل پوهنتون  پښتو څانګې او دده درنې کورنۍ ته  دده د خواشینونکې مړینې له امله  خپله درنه خواشینی څرګندوي او له پاک خدایه دعلم اوپوهې  دغه استاد  ته دجنتونو او کورنۍ ته یې د زغم او صبر هیله کوي .
د نهرو پوهنتون پښتو څانګه د استاد اڅک مړینه یوه لویه ضایعه ګڼي.
په درناوي
نوي ډیلی  د  ۲۰۱۶ کال د اپریل ۱۴