د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په زده کړه کې د ولس رول

محمد روښان ښاد 09.04.2016 15:22

زده کړه د ولسونو ګډه پانګه ده او څومره چې په دې برخه کې د ولس رول زیات وي، نو همدومره ورسره د زده کړې کیفیت او ارزښت ډېرېږي. د ولس له ونډې څخه موخه داده چې د ښونځیو، ښوونکو او زده کوونکو څارنه دې وکړي.

داسې چې د هرې سیمې وګړي دې د خپلو ښوونځیو د څارنې لپاره د سیمې د مخورو ، علماو او ځوانانو یوه ګډه جرګه ګۍ جوړه کړي او هغوی دې په منظم ډول د ښوونځي له ادارې سره په اړیکه کې اوسي، د هغوی ستونزې دې له نږدې واوري او په حلولو کې دې مرسته ورسره وکړي، څومره چې ولسي څارنه او فشار زیات وي، نو همغومره به د زده کړې بهیر بې ستونزو وي. ځکه ښوونکي به پر وخت خپلو دندو ته حاضرېږي او ادارې به هم هغوی ته د اسانتیاو په برابرولو کې زیاته پاملرنه کوي، نو له دې امله د ولس رول ډېر مهم دی.
په خپله باید لاس په کار شو. له خپل څخه مې موخه مور، پلار، ښوونکی، مشر، ملک، ملا امام، مامور، بزګر، هټیوال لنډه دا چې ولس، مدني ټولنه او دولت دی. دا ټول باید سره را وننګوو. هر یو د زده کړې د دودولو، ښوونځیو جوړولو او ساتلو په برخه کې خپل کار او مسوولیت وپېژنو. خپلې هڅې او تجربې سره شریکې کړو. حکومت د ښوونځیو او درسي توکو برابرولو او خلک دېته و هڅوو چې اولادونه ور واستوي.
 
د سیمو اوښوونځیو په کچه د پوهنې شوراګانې جوړې کړو، څو وخت پر وخت ښوونځي، ښوونکي او ښوونیز بهیر له نږدې وڅاري. د ښوونځیو د ساتنې لپاره یو ولسي ځواک رامنځته کړو. د ښوونځي او زده کړې مخالفینو ته د خدای روی وروړو او لمن ورته وغوړو چې  د ښوونځي ویجاړول، تړل او یا ښوونیز بهیر ته   هر ډول مزاحمت د دولت کمزوري کول نه ، بلکې د بې وزله، جنګ ځپلي خو ویاړلي افغان ولس دبچیانو بدمرغه کول دي، د دوی تاندې هیلې او امیدونه مروړل دي. د باثباته، سوکاله او پر ځان بسیا افغانستان نابودول دي. که  موږ یانې ولس، مدني ټولنه او دولت  د زده کړې د هڅوونې او پالنې په موخه ګډ کار وکړو، نو نه به  څوک په ښوونځي غرض  ولري،. نه به مو درانه ښوونکي په بې اجله مرګ ومري او نه به مو د ګرانو زده کوونکو ګلابونو مخونو ته څوک د تېزاب شیندلو زړه او بدمرغه هڅه وکړي، ځکه هیڅوک هم دومره زورور، زړه ور او لېوني نه دي چې د ولس پر ضد او وړاندې ودرېږي، نو راځئ چې دغه د خیر او ثواب کار لپاره ټول سره راجرګه شو او په ګډه دا ناره غبرګه کړو چې:
 
د جهل نابودۍ پسې وتلى مو لښکر دى
قلم زمونږه توره، کتاب زمونږه سپر دى