د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د لیوانو په منګولو کی ګرو ولس!

عبدالواحد تابع 09.04.2016 15:17

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

د لیوانو په منګولو کی ګرو ولس!
هر څه چی تر ننه پر مونږ تیر شوی ، تیریږی او تیروو یی دا مو خپله تیروتنه ده.مونږ یو چی هر ناکس مو د ځان ،ولس ،سیمی او خپل هیواد واکمنی ته رسولی ،مونږ هر یوه ته الله اکبر،زنده باد او مرده باد ویلی.نو راځی دا ومنو چی نه مشر لرو او نه هم زړه سواند.تر ننه پوری چی هر یو یی زمونږ په سر واکدار شوی او په بیلا بیلو نومونو یی ځانونه راباندی بابا،ملی اتل،غازی،پاچا،ملی مشر.قوماندان،ملک او حاکم کړی دا یواځي او یواځی د خپلو ګټو لپاره راباندی یی واکداری کړی.خو له بده مرغه مونږ هغه ویده ولس یو چی له څلورو لسیزو خپل منځی جګړو او ورور وژنی هیڅ پند نه اخلو.مونږ یو چی د هر ډول تړنګ ته اوږی غورځوو.خبری غټی کوو تر هر چا څخه ځانونه باتور ګڼو خو هیڅ کله مو د خپلو خلکو لپاره داسی ګام نه دی اوچت کړی چی په هغه کی زمونږ د هیواد خیر نغښتی وی. د تش په نوم مشرانو د دین په نوم یی داسی ناوړه او له انسانی اخلاقو لری کړنی تر سره کړی چی انسانیت پری شرمیږی خو دا تش په نوم مشران چی نور د انسانیت په نوم هیڅ ډول تمه ترینه نه کیږی بیا هم په خپل خر سپاره دی او د ولس په وینو لا نه دی ماړه شوی.هر یو یی چی له واک څخه لری شی نور نو ټول ورته د د ودی په فتوا کافر شی،که څوک خپل ریښتینی غږ پورته کړی سمدستی ټاپه په تندی ورکړی او له مخ یی لری کړی.هر یو یی د ځان د ګټو لپاره بیلا بیل نومونه له ځانه سره لری او تر ننه پوری یی ولس په داسی تیاره کی راګیر کړی چی هر یوه ته یی کور په کور بدی کرلی ده.نن په هره سیمه د هیواد کی د نفاق داسی اور بل دی چی کابو کول یی له عقل څخه وتلی خبره ده.هر یو یی ځان د اسلامی علومو ماستر بولی خو به اصل کی د وروستی زمانی د ابلیس بچیان دی.مونږ افغانان په یوه دودیزه ټولنه کی ژوند کوو چی هیڅ مو یو له بل څخه پټ نه دی او د خپل ولس په هر څه خبریږو او په دی هم پوه یو چی دا د پرون وږی او د نن ورځی د میلیاردونو ډوالرو او جایداونو خاوند څنګه شو.د افسوس خبره خو دا ده چی په دغو ټولو ټکو ولس پوهیږی،په کلونو ،کلونو جګړو یی د ژوندانه ټولی اسانتیاوی ترینه تری تم کړی،له خوښیو د ژوندانه ترینه پاتی،د غم او دښمنیوخاوندان شول خو بیا هم په دوی پسی لا روان دی.یاالله ترکله ته مونږ ته هدایت د نیکو وکړی دا خو مونږ پیژندلی ولی ځانونه نشو ترینه خلاصولی؟
دی لیوانو که څوک وداړل، ویی وژل او یایی څه ترینه یووړل دا د ځان حق ګڼی.
(تابع)