د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سیاسي پوستکی/ طنز

توریالی ملیار 28.03.2016 18:31

کاندید: څه وکړم خلک رایه نه راکوي؟
مشاور: ولې؟
کاندید: دوی وايي خلک دې وژلي، جنګونه دې کړي، ابادۍ دې ورانې کړې، پاټکونه دې اچولي، ظلمونه دې کړي او....!
مشاور: ورته ووایه دا ټول ستاسې په خاطر او ستاسې لپاره! یانې د دین، وطن او اسلام د ګټلو لپاره.
کاندید: نو دا څنګه ورته ووایم نه یې مني؟
مشاور: اسلامي یا ملي پوستکی ورته واغونده، یانې لاندې یو څه، باندې بل څه یا په بله وینا په یوه کې دوه!
کاندید: ایله دې اوس د کار خبره وکړه، خو کار به ورکړي؟
مشاور: هاهاهاها ولې دا تجربه خو تا ته نوې نه ده، ټول عمر دې په همدغو چلونو خلک غولولي ویل به دې یو څه کول به دې بل څه اسانه خبره ده- ښه په هر صورت، یوازې ته ولسي شه، وطني شه، اسلامي شه خلک چې څو د غوټي سر پيدا کوي ته به تیر شوی وې، ته خو پوهیږي چې هسې هم خلک ظاهر ته ګوري نو ظاهر بدلول خو زموږ پدري کسب دی.
کاندید: نو په دې به خلک راپسې ودریږي؟
مشاور: لږ په جیب لاس ورته ووهه، یانې ورکوه یې مه هسې یې ورته ښوروه، کار کیږي او درپسې دریږي.
کاندید: سخت ښه مشاور یې!
مشاور: هر چا ته وایه چې هر څه لرم، نو چې لرې یې ته، ورته خوشاله خلک وي بیا به ټول در پسې ولاړ وي!
کاندید: نو بیا به د سرکار له غمه خلاص وم څوک خو به څه نه راته وايي؟
مشاور: د خلکو زور د خدای زور دی حکومت نشي ورته ټینګیدلی بس مزی ته کوه چیغې په خلکو وهه!
کاندید: هو ریښتیا دا خو دې ډېره پخه خبره وکړه!
مشاور: بله پخه دا چې سر کار څاره، که خبرېدلې چې څوک درنه پوښتنه کوي، خلکو ته جیب وښوروه چې دوی هم ټول سره وښوري، ژوندي شي، په قهرشي، ګیله من شي، وغوړمبیږي او چیغې کړي!
کاندید: که کوم چیغو والا مړ شي بیا څه وکړم؟
مشاور: د ګټې ځای دې همدغه دی، که کوم یو په چیغو کې مړ شو یا یې ستونی وشکید پوښتنې جنازې ته یې ورشه او په سبا یې کور ته ټیم غوړي او بوجی اوړه ور ولیږه، ورپسې یې په خپل واړه مغز کې شیفټ ډېليټ کړه، مګر سرکار ته یې اېنه اېنه کوه چې ستاسو له لاسه زما باتور مړ شو، ښه به ارزانه درته تمام شي.
کاندید: دا د خرزورۍ په چلو پوهیږم خو د دیموکراسۍ چلونه، نه راځي وایم هسې دا د یموکراسۍ په دام کې بند نه شم؟
مشاور: خر زورۍ کې خو دې په سر نر نشته په دا نورو کې هم اوس ماسټر یې، تر ټولو ته ډېر ملي ملي یادوې او بیا موږ خو دې خوړلي نه یو!
کاندید: په دې خو پوهیږم چې اوس وار د ملي پوستکي دی خو کله کله یې بدلولو کې څه وايي؟
مشاور: کله یې چې سم کار نه ورکاوه نو کرار یې زنځير کش کړه دیموکراسي پوستکۍ ورته واغونده، کله چې خبره په بل لټ کې وه نو بیا اسلامي ورته اغونده په هغه کې خو پخه تجربه لرې؟!
کاندید: نو دا دوه درې پوستکي به کار ورکړي؟
مشاور: ورکوي یې ولې نه او که دغو کار ورنه کړ خپل اصلي پوستکی خو دې شته چې ورته کش دې کړ د ټولو به له ویرې زامې کړپيږي!
کاندید: په اوس زمانه کې اصلي پوستکی هم کار ورکوي؟
مشاور: ولې نه تر ټولو یې همدا اوس ښه وخت دی که چا زور واهه، لچري یې کوله، لوچکي یې کوله غاښونه یې تیرول، .... بیا ټول ورته لیرې کړه خپل اصلي ورته واچوه چې اصلي څيره دې خلک وویني په خدای که یې له ډاره د اعصابو ډاکتر هم په ژبه پوی شي!
کاندید: نو که دغه پوستکی زوړ شي بیا؟
مشاور: ته چې څو دا زړوې زه به دومره درته جوړ کړم چې ان په پاده کې دې په غوایانو او خرو کې هم څوک پیدا نه کړي؟
کاندید: هغه څنګه؟
مشاور: که د خپل پوستکي کار ورنه کړ، د غوایه او خره درته جوړوم بیا پاده کې ازاد څره ولا که دې څوک پټ هم پورته کړي!
کاندید: ته یې را جوړوه په خره غوایه پسې مه ګرځه زه یې اغوندم خو چې راباندې جوړ وي؟
مشاور: د خره او غوایه پوستکی به وي او په تا به جوړ نه وي؟
کاندید: هو ریښتیا د پوستکیو دغه ادلون بدلون خو باید یو مشخص نوم هم ولري، اخر سیاسي ککرۍ یم!
مشاور: سیاسي پوستکی یې نوم دی، اړوه را اړوه یې مګر خلکو ته وایه چې نه مې اړولی نه مې را اړولی!!
کاندید+ مشاور: هاهاهاهاهاها....... هاهاهاهاهاها چمبه یې کړه یاره!! هاهاهاهاها!!! ورځو پې له خیره سره!!