د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په شرابو ګیر به څه وخت ګیر شي؟؟ / طنز

توریالی ملیار 24.03.2016 10:23

د شرابو پنډه یې پشا کړې وه، پولیس وې هلکه په خره دې څه بار کړي، وې کوپر ته ووتې پخپله مې پشا کړي، سړی او خر پیژني پولیس حیران شو وې او هو دا ټول ته یې!!؟؟

- همداسې یې بوله!
- نو څه بار دي؟
- دوا ده!
- درملتون لري که ټول کلی مو ناروغ دی چې سلامته پنډه دې جوړه کړې؟
- نه زه خپله مریض یم!
- څه مریضي لرې؟
- نا علاجه!
- نو بیا دوا څه کوې؟
- خوند را کوي!
- خوند یې په څه کې دی؟
- چاغوي مې، غټوي مې، پلنوي مې، سپينوي مې، ډېروي مې، پیاوړی کوي مې او مینه مې هم ډېروي!
- له څه سره مینه؟
- له هغه کښت سره چې ګل یې ښایسته او بوی یې بد وي!
- نو ته هغه کرې؟
- هم یې کرم، هم یې پالم، هم یې ریبم، هم یې وړم، هم یې را وړم!

بل پولیس راغی وې خبره لنډه کوه څه دي په دا ستره پنډه کې؟

- هیڅ هم نه دي عملیات مې کړی د سیرومو کڅوړه مې پشا ده!
- دا څه د خره کڅوړه ده او چیرته دی پیپ یې نه دې په لاس ستن لګیدلی او نه پلستر؟
- دا خو د لاس سیروم نه دي پیپ لاندې تیر شوی په... کې دی ځکه مې په شا هملته لنډ ورته ایښي!
- څه چټي یات وایې!

غصه ورغله وې چټي یات دې پلار وايي زه د دومره عالم نماینده یم چې سر بر یې نشته خوله به دې درباندې دوې بیژې کړم که دا وار دې بې ادبي وکړه، ځای پر ځای دې ختموم، پولیس زړور و، وې هر څه چې دي زه یې ګورم چې سړی یې وښوراوه کوم بوتل مات شو وې مه کوه ګوره لکه چې د سیرومو پیپ دې خطا کړ، بوتل چې مات شو شراب ترې په لنګیو تر بوټونو ولاړل پرتوګ یې لوند شو، وې ګوره زه دې بې عزته کړم د عزت اعاده غواړم، اوس به خلک وايي چې سړي پرتوګ لړلی.

چې پنډه یې پرې خلاصه کړه په شمار شمېرلي ۶۲ بوتل یې پشا کړي وو، پولیس ورته وې دا خو شراب دي، وې منافقه شراب به یې ته بولې خارجي سیروم دي، پاکستاني نه دي زه د پاکستان ضد یم- پولیس مسلکي و نه قانع کیده خبره غټه شوه یو بوتل یوړل شو لابراتوار ته لابراتوار چیغې کړې وې دا یې بیخي ځوښا ده یوه یوه نر ته رسیږي د هر چا د خولې نه دي سړی اسمان ته خیژوي- پولیس چې خبرې ته ځان جوړاوه زنګ ورته را غی وې د مشرانو بې ادبي مه کوه، اخر د ولس وکیل دی، د ملت استازی دی، د خلکو نماینده دی، له تلاشۍ ملاشۍ خلاص دی، امن دی او قانوني مصؤنیت لري- سړي پنډې ته بیا شا ورکړه، پولیس ته یې کړل، ستر تور دې راباندې ولګاوه سیروم دې په زور راباندې شراب کول خو وار به د نامرد پاتې کیږي بیا به زما د سیرومو زور هم وګورې.

ریښتیا چې د مرد خبره یوه وي په رڼا ورځ یې خپل وار واخیست، پولیس وې ودریږه موټر تلاشي کوم، وې ته سپين سترګی بیا ولاړ یې، بیا سیروم په شرابو اړوې؟ پولیس وې شراب او سیروم نه دي موټر دې له باروتو او مرمیو ډک دی چېرې یې وړې- وې توبه توبه باروت نه دي حلوا ده او دا مرمۍ نه دي لرګي دي هو سپین سترګیه دا وړم ستا د پلار په څير غریبو ته یې ورکوم هلته سړیږي همدغه لرګي پسې بلوم چې ګرمه شي او د غریبو نسونه ډک شي.

پولیس قانع نه شو وې داخو خطرناک باروت دي، وکیل یوه وړه اشاره وکړه، لو چکانو یې له موټرو ترپ کړل، درب دروب جوړ شو، لارې بندې شوې، موټر ودریدل، د پولیس له لاسه ټوپک واخیستل شو، په وینو سور شو، هډوکي یې مات شول، وکیل صاحب نیغ کور ته ولاړ، پولیس په روغتون کې بستر شو او امبولانس کې ناروغ د ژوند وروستۍ سلګۍ وکړې ورو ورو لارې خلاصې شوې.

په ګڼه ګوڼه کې خلکو وې اخ دا ظالم به څه وخت ګیر شي یوه ورته کړل په ویښه خوبونه مه وینئ نه ګیر کیږي.