د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

راسه

نجیبه احمدزۍ 19.03.2016 11:19

لیکونکي : نجیبه احمدزۍ

راسه
خو!
په توره شپه کې
دغو ازغنو لارو
پت له هر چا
یواځې زما لپاره
ښکل مې کړه په منتظرو سترګو
کیږده راته په وچو شونډو
دوه د ګلاب سري پاڼې
په اننګو مې پریږده
د خپلو شونډو سورخې
ومې نغاړه خپله عطرینه غیږ کې
ږمنځ کړه سپیري څڼې مې
خپلو نازکو ګوتو
بیا یې خوري وري کړه
خپله عطرینه غیږ کې
چې درکې ورکه سمه
هیر کړه دردونه رانه
لږ په تلوار راستون سه
دغه ویجاړې غیږ ته
اې !
تاته وایم
د سپرلې ملایم باده