د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سمیع الله صمیم بايد علني محاکمه شي

ع، ابراهيمي 16.03.2016 14:41

د ملي شورا د ژمنيو رخصتيو له پاى ته رسېدو وروسته او شپږم "امتيازي" کال د شپاړسمې دورې له پيل سره سم په پنځو کاري ورځو کې د دې جرګې د اداري پلاوي ټاکنې ترسره شوې.

په دې موده  کې د بدخشان د خلکو استازى عبدالرووف انعامي د منشي په توګه، د کابل د خلکو استازى عرفان الله عرفان د منشي مرستيال او د ننګرهار استازى حاجي ظاهر قدير د جرګې د لومړي مرستيال په توګه و ټاکل شول، خو د کندهار استازي حميدزي لالي ادعا وکړه چې د لومړۍ مرستيالۍ لپاره شوو ټاکنو کې درغلي شوې ده.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي د لالي خبرو د څېړلو لپاره پنځه کسيز پلاوى وټاکه.

د جوزجان استازى عبدالستار درزابي، د کابل د خلکو استازې شينکۍ کړوخېل، د خوست د خلکو استازى کمال ناصر اصولي، د غزني استازى عبدالقيوم سجادي او د فراه د خلکو استازى محمد سرور عثماني د دغه پلاوي غړي دي.

د ولسي جرګې د ۱۶مې دورې له پيله تر نن ورځې پورې هېڅ يو غړي داسې کار ندی تر سره کړی چې ولس ترې راضي او خوشحاله وسي، دوی یوازې د خپلو جيبونو، کورنيو، ملګرو، دوستانو او د بانډ غړو ته کارونه کړي او يا يې هم د کار کولو په مقابل کې کمېشن اخيستی دی.

د اساسي قانون د درې اتيايمې مادې له مخې د ولسي جرګې غړي د خلکو د آزادو، عمومي، پټو او مستقيمو انتخاباتو له لارې انتخابېږي، د همدې مادې په دوهمه فقره کې راغلي چې د ولسي جرګې د کار دوره د پنځم کال د چنګاښ په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي او نوی شورا به کار پيل کوي، خو اوس د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړې د ۱۳۹۵کال د تلې په ۲۴مه د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو نېټه اعلان کړې ده.

د ولسي جرګې د غړو له لوري په وزارتونو کې کمېشنکاري، قراردادونو تر لاسه کول او نور امتیازاتو غوښتل اوس عام ګرځيدلي دي، هر وزارت د وکیلانو لپاره د اونۍ يوه ورځ ځانګړې کړې وي چې یوازې او يوازې به د ولسي جرګې د غړو کارونه خلاصوي مګر دوی ځانګړې شوې ورځ په نظر کې نه نيسي او هره ورځ د وزارتونو، ادارو او ریاستونو دروازې ټکوي.

د پورته ناقانونيو سربېره ياده جرګه ځیني بدمعاش غړي هم لري چې په وزارتونو کې چوپړګران، د لویو لارو امنيتي سرتيري، ډریوران او نور وهلي، ډبولي او حتی چې په شهادات يې رسولي دي.

د خوست استازي کمال ناصراصولي د ۱۳۸۹کال د ټاکنو په ورځ يو ځوان په ډزو وویشته او شهید یې کړو، بیا يې د ۱۳۹۴کال ولسمشريزو او ولايتي شوراء ټاکنو پرمهال يو تن ژورناليست لمرنیازی په دې خاطر سخت وواهه چې دده فرمایشتان يې نه منل، د کاپیسا استازي انجينرمحمداقبال صافي کوهستاني په دهمزنګ څلورلارې کې يو تن ټکسی چلوونکی په خپل موټر وواهه او شهيد يې کړو، د غزني د خلکو استازې هما سلطانی د کابل ژوبڼ سره يو سرتیری په څپېړو وواهه، د کابل د خلکو استازي حفیظ منصور ساتونکو په کابل ښار کې سرتېري وډبول او تېره ورځ (۱۳۹۴لمريزکال د کب د میاشتې ۲۴مه) د فراه ولایت د خلکو استازي سمیع الله صمیم د ساتونکو له لوري د بهرنيو چارو وزارت ترڅېرمه د دوهمې امنیتي حوزې پولیس ډېر سخت ووهل شو.

د شخړې له کبله عمومي سړک د ډېر وخت لپاره بند و، چې حامله ښځې خپل اولاد له لاسه ورکړو، دا ناروغه تور سرې د لوګرولايت اوسېدونکې وه، خو کله چې د شخړې له امله سړکونه بند شو، ونه توانيده چې شفاخانې ته په وخت ورسېږي نو خپل اولاد يې له لاسه ورکړو.

په ټولنيزو رسنيو کې د دې خبر د نشرېدو وروسته د ډېرو خلکو احساسات راوپارېدل او د سمیع الله صمیم د علني محاکمې غوښتونکي شول.

په قانوني ډول د ولسي جرګې کاري دوره پای ته رسېدلې ده، چې کاري دوره غځېدل يې د ولس د اوږو بار ګڼل کېږی.

موږ د ملي وحدت حکومت مشرانو، نړیوالې ټولنې، د بشر حقوقو خپلواک کمېسيون، عدليي اوقضايي ارګانونو له مسوولينو په کلکه غوښتنه کوو، چې قاتل او بدمعاش وکیل سمیع الله صمیم او نورو ټولو وکیلانو ته چې په ولس ملنډې وهي د خپل جرمونو په سزاء ورسوي.

د ولسمشر څخه هم هیله کوو او د خدای (ج) روی ورته واسطه کوو چې کړې ژمنې دې عملي کړه، هغه څه چې تا د ۱۳۹۳لمریز کال د میزان د میاشتې په ۷مه نېټه ولس سره ژمنه کړې وه چې تاسو به د ولسي جرګې، مشرانو جرګې او ولايتي شوراء وکیلانو کړنو ته يو چوکاټ برابروئ او څوک چې په جرم مرتکب شي هغه به په سزاء رسول کېږي، زموږ په اند اوس تاسو ته زرين چانس په لاس درغلی تر څو خپلې کړې ژمنه عملي او د ولس حمايت تر لاسه کړئ.