د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تیوکراتیک‬ ټولني او د ښځو حقونه

استاد محمد ظریف امین یار 10.03.2016 10:52

زموږ په افراطي قبیلوي او مذهبي ټولنې کې ښځو تل قرباني ورکړې ده.زموږ په ټولنې کې د ښځو حقونه نه ورکول ژورې مذهبي، ټولنیز او فرهنګي لاملونه لري. په هغه ټولنې کې چې ټول ارزښتونه او هرڅه د ښځو خلاف وي د ښځو حقوق ترلاسه کول دوامداره مبارزه ، لوی عظم او ټینګه اراده غواړي. افغانستان او داسې ټول اسلامي هیوادونه چې مذهبي تفکر یې څوارلس سوه کاله مخکې پاتې ده او اجماع، قیاس او عقل ته یې اهمیت نه دئ ورکړئ ،د ښځې انساني او فطري حقونه تر لاسه کول په کې پرته له اوږدې مبارزې شونې نه ده.
لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ ښځو په ټوله نړئ کې د خپل حقونو ترلاسه کولو لپاره طولانې مبارزه ترسره کړې ده. حتي د نړئ تر ټولو ډموکرات هیواد یعنې آمریکې کې ښځو ډیر بسټیز حقوق لپاره کلونه کلونه مبارزه کړې ده مثلاً حتی تر ۱۹۲۰ کال پورې ښځو د رای ورکولو حق یې هم نه درلوده. اما د لوېې مبارزې څخه وروسته نن په لویدیځې نړئ کې ښځو تر ډیره حده خپل اساسی حقونه ترلاسه کړي دي. اما تر اوسه هم ښځو خپل ټول جایز بشري حقونه نه دي ترلاسه کړي. تر اوسه هم د ښځو څخه په ټولو برخو کې ابزاري استفاده کیږي او دغه د لویدیځې نړئ لپاره ناکامي بلل کیږي.
د رنسانس څخه وروسته کله چې دین د سیاست، حکومتوالئ او اقتصاد څخه وشړل شو لویدیځې ټولنې د پرمختګ په لوري قدمونه کښودل او وروسته له ډیرو کلونو یې وشوه کړئ چې انساني حقوق په صحی توګه تعریف او تامین کړي. لکه څنګه چې مخکې توضیح شو ښځې تر اوسه هم په لویدیځې نړئ کې خپلو ټولو انساني حقونو ته نه دي رسیدلي نو مبارزه تر اوسه هم دوام لري. اما زموږ استدلال په اسلامی ټولنې کې دا دئ چې زموږ دین کامل دئ مګر په عمل کې مو تر دې دمه په هیڅ اسلامی هیواد کې داسې یو اسلامی نظام جوړ نشوه کړئ چې رښتیا هم د یو کامل دین شایسته وي. باید ووایو چې تر هغه پورې چې اجماع، قیاس او عقل ته اسلام کې اصلي ځائ او مناسب اهمیت ورنکړئ شي هیڅکله به هم دین په ټولو چارو کې د تطبیق وړ نه وي.نن په اسلامی نړئ کې د ښځو د حقوقو وضعیت ټولو ته جوته ده چې متاسفانه بدترین وضعیت لري او د شرم سبب مو ګرځیدلئ او زموږ د نظامونه لویه ناکامي ښکاروي.

زما په آند ترهغه پورې چې موږ خپل عقیدتي، ټولنیز اوفرهنګی تفکر کې تجدید نظر ونکړو د ښځوحقوق خو لا آیډیا به وي ، انساني حقوق هم نشي تامینیدلئ. د افسوس ځائ ده چې ښځو په نړئ کې تل مینه کرلې اما همیشه کینه او نفرت یې ریبلئ. زموږ په عقیدتي نظام کې که ښځه قتل کړئ شي دایه یې نیمه ده اما که ښځه په زنا مرتکبه شي مجازات یې سړیانو سره برابر دي. سړیان کولائ شي څلور ښځې ولري اما ښځه یواځې یو خاوند لرلئ شي. سړیان په هر سن کې کولائ شي واده وکړي حتی په ۸۰ کلنې کې هم قانون یو نارینه ته اجازه ورکوي چې ۱۳ کلنې انجلئ سره د واده عقد وتړي اما ښځو ته دغه حق په ټولنې کې نه ورکول کیږي . ښځې زموږ په ټولنې کې د بکارت جیل کې بندیانې دي که بکارت ونلري حتی واده ورسره څوک نه کوي اما سړیان خپلواکه دي نه یې څوک د بکارت پوښتنه کوي او نه یې هم د اخلاقیاتو. او همیشه ځان برتره انسانان ګني اما په اصل کې اکثر ښځې د سړیانو پرتله با تقوا او متدینې دي. عجب انصاف دئ د ښځو صحرایی محاکمه د هرچا له لورې جایز بلل کیږي اما اکثره فاسد، قاتل، خاین او جنایتکاره نارینه کاملاً آزاده گرځي او خپلو نامشروع او ناوړو کړنو ته دوام ورکوي.
ښځه سړیانوته ژوند جوړوي اما د ژوند مالکیت بیا سړیانو ته رسیږي.ښځه کله چې د ۹ میاشتو زیار، زحمت او قربانئ نه وروسته اولاد راوړي سړیان یې مالکان شي. هغه درد کاږي اما ته انديښنه لرې چې اولاد دې لور نه وي. هغه ټوله شپه د اولاد لپاره بي خوبي تیروي اما ته د جنت د حوریانو خوبونه وینې. هغه مور شي اما خلک یې تل د پلار تپوس کوي. لور یې چې کله لویه شي پلار یې واده ته ورکوي، اکثره د مرضي خلاف یې واده ته ورکوي او کله چې طلاق شي مهر یې هم نه ورکول کیږي. هغه د پلار په میراث کې د نارینه په پرتله نیمایی برخه لري اما کورنئ مسوولیت یې د نارینه نه ډیر ده.
ښځه باید ټول عمر ځان د سړیانو د فاسد و بد نظر نه پټ وساتي او حجاب تامین کړي. ښځو باندې شرایط په هرې برخې کې بیشمیره او سخته دي حتی یوه ښځه بې له سړي نه د کور څخه یواځې بهر هم نشي تللئ او د هغه ځائ کې چې نارینه کار کوي کار یې هم مشروع نه ګنل کیږي. ښځه نه ولسمشره نه قاضي او نه هم د یو هیواد لویو سیاسي پریکړو کې د ګډون حق لري. داسې هم تفکر شته چې هغه قوم چې مشري یې ښځه کوي د تل لپاره به برباد او ذلیل وي. د ښځو د جنت معامله هم مشروطه ده ! که ښځه د میړه لخوا ونه بښل شي ویل کیږي چې د جنت دروازې به ورته بندې وي. دلته تفکر داده چې ښځې د سړیانو د آسایش لپاره پیدا شوي دي او دغه موجود ناقص العقل او ناقص الدین دي.

په ډیرو ولایتو کې تر اوسه هم کله چې انجونې پیدا شي یا یې ژوندئ دفنې کړي یا هم د تل لپاره ورسه تبعیضی او نا انساني رفتار کیږي. ما په خپل سترګو لیدلي چې بعضي کورنئ اول سړیانو ته ډوډي ورکوي بیا چې ترینه پاتې شي ماشومانو ته په پای کې که قابونو کې څه پاتې وي د ښځو نصیب ګرځي. کله چې ښځې د حیض بیمارئ وخت کې وي نارینه حتي ورسره خبره هم نه غواړي چه وکړي او کله نا کله خو سړیان بیخې هغه خونې ته تګ راتګ پریږدي. کله چې د انجونو سن لسو کالو ته ورسیږي بیا په آزاد بازار کې پرې بولئ لګول کیږي او هرچا چې ډیر نرخ وړاندې کړو د دغه موجود مالک ګنل کیږي.داسې به وایم چې ښځه په نني اسلامي ټولنې کې فقط د سکس او د خدمت لپاره کارول کیږي نور هیڅ انساني ارزښت او حقوق ورته نه ورکول کیږي.
لنډه دا چې همدغه نظامونو کې ښځه هره ورځ پیدا کیږي، مینه کیږي، مور کیږي، زړه کیږي او مړي. اما د هغه نه په میراث کې یواځې مینه او صرف مینه پاتې کیږي اما هیڅوک یې هم د مرګ وروسته نه یادوي. موږ ټول د ښځو مجرمین یو او قدرت او طبعیت تل موږ باندې لعنت وایی اما تر اوسه هم هیڅ احساس د رنج، شرم او خجالتئ نه لرو او تل ځانونو ته مو د غیرتي افغان لقب کارول دئ.