د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښه ده چې دري ژبه مې زده ده

نظرمحمد مطمئن 09.03.2016 11:14

کله چې مسجد ته  د سبق ویلو له پاره د تګ شوم، له بغدادي قاعدې ، قران کریم، شروط الصلوت او قدوري زده کولو وروسته راته د کلي‌ د مسجد مولوي صاحب وویل چې پنج کتاب به وایې، له هغه وروسته ګلستان او بوستان پریړ پریړ کتابونه مې زده کړل، درې سره په دري ژبه لیکل شوې دي، ‌ په ښوونځي کې هم موږ د دري مضمون درلود،‌ زموږ په سېمه (د پنجپایې د مهاجرو کیمپ چې د کوټې ښار څخه نږدې ۷۵ کیلو مټره لیري‌ پروت وو) کې دري ژبې وروڼه نه وو مګر موږ په دري خبرې کولای شوای.

او تر ډیره چې زه وینم زموږ پښتانه وروڼه دري ژبه کې ډیره ستونزه نه لري، لامل یې داهم دی چې د پښتو او دري تعصب نه لري، برعکس زموږ ځینې تاجک وروڼه بیا داسي‌ انګیري ‌چې پښتو ویل ورته توبه نعوذ بالله کفر ښکاري.

خبره د سلام ټلیفوني شبکې ده، لږ وروسته جریان لیکم، چې په دغه شبکه کې څه روان دي، یو ملګري ته مې ټلیفون وکړ چې سلام شبکه د چا ده؟‌ هغه وخندل ویل یې چې داخو د اشرف غني کاکا ده، ومې ویل چې داسي به نه وي، هغه ویل چې دولتي ده.

د خلقیانو د یو مهم غړي فقیرمحمد فقیر کسیه راته رحمتي ګیلانوال صاحب کوله چې هغه د یوې پېښې له امله له نورمحمد تره کې او حفیظ الله امین سره ملګری شو، د پاچا ظاهر وخت وو، ښاغلی فقیر د رحمن بابا لیسې د نهم ټولګي زده کوونکی وو، دکابل ښار کې یو دوکاندار ته ورغی، له هغه یې د کوم شي اخیستلو غوښتنه په پښتو ژبه وکړه، دوکاندار ورته وویل چې مثل ادم واري‌ ګف بزن، فقیر او ملګری یې هلته د دوکاندار سره لاس او ګریوان شول، دوی دوه ملګري وو او تاجک دوکانداران زیات وو، ښه یې ووهل.

ملي بس کې بیرته رحمن بابا لیسې ته روان وو چې په چوکۍ کې دواړه ملګري همدا کیسه کوي، مخکې چوکۍ کې هم دوه تنه ناست دي، کله چې د کرایې ټولولو وخت راغی، ددوی کرایه د مخکې چوکۍ یو داسي چا ورکړه چې لوکس دريشي او نیکټایې یې درلودله،‌ فقیر صاحب ورته وویل چې تاسي څوک یاست؟ هغه ورته وویل چې ستاسي خبرې موږ واوریدي، زما له ملګري سره بیا کورته ولاړشئ چې هغه مو په خبره پوه کړي.

ښاغلی فقیر وایې چې موږ له همدې معتبر سړي سره دهغه کورته ولاړو، هغه نورمحمد تره کی وو، د خلق ډیموکراتیک ګوند مشر او بیا د خلقیانو د حکومت لومړی واکمن.

تره کي وویل چې په وهلو او ډبولو خبره نه حل کیږي،‌ د حکومت واګې به لاس کې اخلو او بیا به هغه وخت څوک موږ ته نه وایې چې مثل ادم واري ګف بزن.

فقیرمحمد فقیر بیا د خلق ډیموکراتیک ګوند د واکمني په وخت کې د ولسمشري دفتر رییس او بیا د کورنیو چارو وزیر وو.

د استاد برهان الدین رباني د حکومت په وخت کې هم زموږ پښتانه وروڼه له همداسي‌تعصبې چلند سره مخ شوې البته په کابل،‌ مزار شریف او هرات ښارونو کې. کله چې د کرزي‌ لومړي کلونه وو،‌ ورته چلند کیدی چې یوه مشهور کیسه يې د ګل اغا شیرزي له خوا د ملک اصغر څلور لاري‌ کې پر ولاړو وسلوالو ډزې وي.

 

د ۲۰۱۶ ز کال د مارچ میاشتې پر ۹مه نیټه مې د سلام مخابراتي شبکې ته ددي لپاره زنګ وواهه چې د انټرنیټ موده مې پوره وه، هلته مې پښتو ژبه انتخاب کړه، پرله پسې زنګونه مې ووهل، شپږ وارې مې اړیکه ونیوله، راته ویل کیدل چې د شبکې کارکوونکې مصروف دي، پوه شوم چې خبره د پښتو د انتخاب ده، دري ژبه مې انتخاب کړه،‌ ډیر ژر راسره اړیکه ونیول شوه او په درې ژبه د سلام شبکې کارکوونکې خبرې پېل کړي.

په پښتو مې ورته وویل چې د انټرنیټ ستونزه لرم.

ویې ویل دري ووایه، ومې ویل چې که څوک په دري نه پوهیدی، هغه ویل چې بیا دري څانګې ته زنګ مه وه، پښتو څانګې ته زنګ ووه، ومې ویل چې د پښتو څانګې بدبختان خو جواب نه وایې، هغه ویل چې زه په پښتو نه پوهیږم. البته خبرې یې په دري ژبه راسره کولي. لږ ورسره توند شوم،‌ ومې ویل چې پښتون ته راپیداکړه، کور دي ودان وي بل چاته یې زنګ وواهه، هغه په پښتو ژبه خبرې پېل کړي. ومې ویل پښتون یې،‌ ویل یې هو، ومې ویل مشر مو څوک دی، هغه ویل اجازه نه لرم چې داخبرې وکړو،‌ ستونزه دي ووایه.

میاشت مخکې مې زوی انټرنیټ فعاله کاوو، د سلام شبکې پښتو څانګې جواب نه ورکاوو،‌ خو هغه ددي په ځای چې دري انتخاب کړي بیا ځل یې انګلیسي انتخاب کړه،‌ ډیر ژر ځواب ورکول شو، خو بیا هم د سلام کارکونکي له پښتو ویلو ډډه وکړه،‌ او هغه ته یې وویل چې تاسي ولي انګلیسي انتخاب کړي،‌ چې پښتو خبري کوئ نو پښتو څانګې ته زنګ ووهئ.

موږ تعصب نه کوو، خو موږ ولي تعصب کولو ته په لوی لاس مجبوره کیږو،‌ کله راباندي د ترهګرو نومونه ږدي، په ولسې جرګه کې حمیدزی لالی هم مجبوره شو چې د تاجکو وروڼو د توپیري چلند له امله غوسه شي.

موږ دا دعوه ونه کړه چې ولي په ټلیفوني شبکو کې په لومړۍ توکمه دري او په دویمه توکمه پښتو انتخاب کوو،‌حتمي ده چې په ذهن کې خو مو دغه توپیري چلند ځوروي.

 

موږ دعوه ونه کړه چې ولي د وزارتونو لیکونه په دري ژبه دي، موږ ونه ویل چې ولي‌ د بهرنیو چارو رسمي ژبه دري ده هغه چې حکمت کرزی یې هم وايې‌، خوار به مجبوره وي چې دري خبري‌وکړي. مګر دومره دي‌هم ستاسي خواته نه وي  چې د پښتو په ویلو موږ تحقیر کړئ او دري خبرې راباندی‌جبري کوئ.

که زموږ د تاجک سیاستوالو همدا لوبه روانه وي نو بیا به د ښاغلي فقیر او ښاغلی‌حمیدزي په ډول په لوی لاس خلک تعصب ته مجبوره شې. زه پوهیږم چې په لیري پرتو سېمو کې دا ستونزه نشته، یواځي سیاستوال همدا کار کوي او په لویو ښارونو کې رواج لري.

ښه اوس نو چاته ګیله وکړو او له چا د اصلاحاتو غوښتنه وکړو چې سلام ټلیفوني او انټرنیټې شبکه کې دي اصلاحات راولي،‌که زه دا غوښتنه کوم سمدستي ویل کیږي چې متعصب یې، او خوار غني خو له همدې ویرې خپل تخلص (احمدز) هم لیري‌کړ،‌ د ولسې جرګې د ودادنۍ د پرانستې پر مهال چې د هند لومړي وزیر د افغانانو او ځانګړي ډول د هغه په اصطلاح د پټانانو زیات صفت وکړ، د هغوی له قهرمانیو څخه یې یادونه وکړه،‌ غني چې دریځ ته ودرید سم د واره یې دري پېل کړه، لکه چې بیخې یې پښتو زده نه وي.

تیره اونۍ په یو کورني ټلویزون کې مناظره وه، د افغان ملت ګوند پخواني مشر انوارالحق احدي‌او د اسلامي حزب مشر عبدالهادي ارغندیوال دواړو دري خبرې وکړي ، کله چې یو ناست تن په پښتو ژبه ورڅخه پوښتنه وکړه بیا دوی هم پښتو جواب ورکړ، که د سلنې له مخې ووایو هغه ورځ ۹۰ سلنه همدي دوو مشرانو دري ژبه ویله. موږ بد ورته نه وایو او نه تعصب لرو.

محقق که د مزاري‌د مرګ په ورځ‌ د خپلو هزاره ګیانو د حقونو غوښتنه کوي هغه هم  تر خپل حد زیات،‌ هغه ته به بیا کومه ورځ‌د قهرمان لقب ورکول کیږي، که دوستم د خپلو خلکو د حقونو غوښتنه له حده زیاته کوي‌هغه ته به یوه ورځ‌د مارشال رتبه ورکول کيږي، که تاجک په وازه خوله نارې وهي چې د وزارتونو لوحې دي په پښتو نه لیکل کیږي هغوی ته همدا حق ورکول کیږي، خو که پښتون کومه خبره د ژبې دحقونو کوي نو بیا خو ترهګر دی، یابه زندان ته ځي او یابه داسي لومې ورته جوړیږي چې بیا له کوره د وتلو جرئت هم ورته پاتې نه شي.

زه په ولسې جرګه او مشرانو جرګه کې د پښتنو وکیلانو څخه هم توقع نه لرم،‌ او په کابینه کې د پښتنو وزیرانو څخه هم تمه نه لرم،‌جهاني صاحب خوار خو یې بیخې چوپ کړی،‌ نږدې ده چې د ایران پیسې واخلي.

په دي تمه چې د پښتو ژبې او پښتنو سره توپیري چلند پای ومومي او په لوی لاس قومي او نږادي توپیرونو ته لمن ونه وهل شي.