د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ویش (د عوایدو د ویش) معیارونه Distribution Standards

امان الله ورین 06.03.2016 14:07

په اقتصاد کې د توکو او خدمتونو د تولید په پایله کې د ټولنې د وګړو له لورې د ترلاسه شويو عوایدو د ویش څخه عبارت دی. دا پدې مانا چې د توکو او خدمتونو د تولید په پایله کې چې کوم عواید ترلاسه کېږي هغه د وګړو ترمنځ د کوم معیار په پام کې نېولو سره وویشل شي.
د اقتصاد پوهانو له نظره د توکو او خدمتونو په پایله کې د ترلاسه شوو عوایدو د ویش لپاره درې متبادلې لارې او معیارونه شتون لري چې عبارت دي له:
۱: د مساوات معیار (Equity Standard): د عوایدو د ویش ددې معیار په پام کې نېولو سره د توکو او خدمتونو د تولید په پایله کې ترلاسه شوی عاید باید د ټولنې وګړو ترمنځ په مساویانه ډول سره وېشل شي، او د ټولنې هېڅ وګړی باید د بل وګړي په پرتله زیات یا کم عواید ونلري څو د ټولنې د وګړو ترمنځ د عوایدو او دولت واټن له منځه یوړل شي.
او یا هم په بل عبارت: د ټولنې ټول وګړي باید مساويانه سړي سر عاید ولري.
د بېلګې په توګه: که په ۱۳۹۴ میلادي کال کې د افغانستان ټول نفوس ۳۰ میلیونه وګړي او ټول عواید ۳۰۰ میلیارده افغانۍ فرض کړو؛ نو د مساوات د معیار له مخې باید هر وکړي ته ۱۰۰۰۰ افغانۍ ووېشل شي، چې د عوایدو دا ډول وېش یوازې یو تصور دی او په واقعي نړۍ کې شتون نلري.
۲: د اړتیا معیار (Need Standard): د عوایدو د ویش ددې معیار په پام کې نېولو سره د توکو او خدمتونو د تولید په پایله کې ترلاسه شوي عواید باید د ټولنې وګړو ترمنځ د هغوی د اړتیاو په پام کې نېولو سره وویشل شي. او پدې معیار کې د نورو ستونزو سره سره دا هم ستونزمن او حتی ناممکنه ده چې پوهـ شو چې څوک په کومه اندازه او کومو توکو او خدمتونو ته اړتیا لري څو په همه پیمانه عواید ورکړل شي چې دا معیار هم په واقعي نړۍ کې نه ترسترګو کېږی او یو نظري معیار یې ګڼلی شو.
۳: په تولید کې د برخه اخېستنې په تناسب د عوایدو د ویش معیار :(Contribution Standard) ددې معیار له مخې د ټولنې وګړو ترمنځ د توکو او خدمتونو په تولید کې د هغوی د ونډې اخېستنې له مخې د عوایدو وېش ترسره کېږي. چې په واقعي نړۍ کې هم له همدې معیار څخه ګټه اخېستل کېږي.
د بېلګې په توګه: د ښوونځي یو ښونکی یوازې له سهار څخه تر غرمې پورې د تدريس دنده پرمخ وړي او یو بل ښونکی له سهاره تر غرمې او بیا له ماسپښین تر ماښام پورې د تدریس دنده پرمخ وړي؛ نو باید، چې دویم ښونکي ته د اول ښونکي په پرتله ډېر معاش ورکړل شي.
او یا هم په بل عبارت: څومره چې کار کوې هومره باید عواید ترلاسه کړې.
خو په افغانستان کې بیا د پورتنیو معیارونو څخه یو هم شتون نلري بلکه دلته د یو بل معیار نوښت شوی دی چې عبارت دی له:
۴: د ځواک/قدرت معیار (Power standard): په ډېری پرمختیايي هېوادونو په ځانګړي ډول په افغانستان کې تر ډېره له دې معیار څخه ګټه اخېستل کېږي او ددې معیار له مخې د توکو او خدمتونو د تولید په پایله کې ترلاسه شوي عواید د قدرت او ځواک په پام کې نېولو سره وېشل شي او هرڅومره چې یو کس ډېر ځواک ولري په همغه اندازه ډېر عواید هم ترلاسه کوي.
له ځواک څخه موخه دلته، سیاسي اړیکې، پېژندګلوي، له لوړپوړو چارواکو سره د خپلوی اړیکې، غوړه مالي او جاسوسي .... او نور دي.
د بېلګې په توګه: یو کس چې لوړې زده کړې او وړتیا هم ولري خو چون ځواک نلري نو باید دا چې یا دنده ترلاسه نکړي او یا هم دا چې د یو داسې کس د لاس لاندې کار وکړي چې د ځواک څښتن وي که تجربه او وړتیا هم ونلري بیا هم کومه ستونزه نشته ځکه چې د ځواک څښتن دی.
په همدې ډول په بیلا بیلو ډولونو د امتیازاتو ترلاسه کول هم ددې ځواک یوه برخه جوړوي د بېلګې په توګه: د اضافه کاري په نوم پیسې ترلاسه کول او یا هم دا چې د یو ځانګړي امتیاز له مخې اضافي پیسو ترلاسه کول، د ټریننګونو په پام بهرني سفرونه او د سفر په اوږدو کې هم د ځانګړو امتیازاتو ترلاسه کول هم ددې ځواک یوه برخه جوړوي چې په ډېری اداراتو کې عملاُ لیدل کېږي او پدې توګه هغوی چې لوړې زده کړې، وړتیا له هېواد سره مینه لري بالاخره زړه ماتي کېږي او پدې توګه حتی په ډېری برخو کې له خپلې وړتیا او تجربې څخه ګټه نه پورته کوي دا ځکه چې پوهېږي او مایوسه کېږةي چې په چارو کې عدالت په پام کې نه نېول کېږي چې په پایله کې دومره زړه ماتی او مایوسه کېږي چې له هېواد سره د مینې جذبې یې په کمیدو او بالاخره له منځه ځي.
پدې هیله چې په افغانستان کې عدالت پیاده او مکافات او مجازات د عدالت په پام کې نېولو سره رامنځته شي.