د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

وزګارتیا (unemployment) څه ته وايي؟....

امان الله ورین 28.02.2016 12:54

وزګارتیا (unemployment) څه ته وايي؟....
Unemploymentوزګارتیا
د اقتصاد پوهانو له انده د تولید عوامل څلور دی چې عبارت دي له: ځمکه، کارګر، پانګه، تنظیم او یا اداره. خو ځیني اقتصاد پوهان بیا ګټه د تولید پنځم عامل په توګه په ګوته کوي او استدلال کوي چې که چیرې د توکو او خدمتونو د تولید په پایله کې ګټه شتون ونلري نو کېدای شي چې کاروباري سکتور د توکو او خدمتونو له تولید څخه لاس په سر شي او پدې توګه ګټه د تولید پنځم عامل پېژندل کېږي.
نو دا چې په اقتصاد کې کله هم د وزګارتیا څخه خبرې کېږي نو موخه یې معمولاً کارګره قوه وي وزګارتیا او یا هم د کارګرې قوې وزګار پاتې کېدل د اقتصاد پوهانو له نظره خورا مهمه موضوع ګڼل کېږي وزګارتیا په مختلفو وختونو کې د مختلفو اقتصاد پوهانو له انده په مختلفو بڼو تعریف شوېده خو په عمومي ډول سره وزګارتیا په لاندې ډول تعریف شوې ده:
په اقتصادی کې هغه عمومي حالت چې پکې د تولید هغه عوامل (معمولاً کارګره قوه) چې د توکو او خدمتونو په تولید کې د برخه اخېستو اراده او وړتیا ولري عملاً د دندې ترلاسه کولو په هڅه کې وي خو په تولیدي کړنو کې برخه ونه لري وزګارتیا(Unemployment) بلل کېږي.
ددې تعریف له مخې یوازې هغه وګړي وزګار ګڼل کېږي چې د کار کولو اراده او وړتیا ولري او عمل د کار د ترلاسه کولو په لټه کې وي خو د کار په ترلاسه کولو نه وي بریالي شوي.
د وزګارتیا ډولونه
وزګارتیا معمولاً په لاندې ډولونو وېشل کېږي:
۱: اصطکاکي وزګارتیا (frictional unemployment)
هغه وزګارتیا چې له یوې دندې څخه بلې دندې ته د تولید عواملو (معمولاً کارګرې قوې) د تبدیلیدو له امله رامنځته کېږي. د بېلګې په توګه یو اتل په کابل کې په یوه شرکت کې دنده لري او د شرکت رییس غواړي نوموړی له کابل څخه کندهار ته تبدیل کړي څو په کندهار کې خپلې دندې ته دوام ورکړي نو کندهار ته د اتل رسیدل او دندې پیل څو ورځې په برکې نیسي چې پدې موده کې اتل وزګار پاتې کېږي چې د وزګاره پاتې کېدلو دا موده د اصطکاکي وزګارتیا څخه عبارت دی.
۲: پټه وزګارتیا (hidden unemployment)
د تولید په پروسه کې د تولید د عواملو (معمولاً د کارګرې قوې) ترمنځ هغه حالت چې که چېرې یو یا څو کارګر د تولید د پروسې څخه ووېستل شي د تولید په مقدار کې کوم تغیر (کموالی) رامنځته نشي نو د تولید په پروسه کې د کارګرې قوې په منځ کې دغه حالت ته پټه بېکاري ویل کېږي یعنې دا چې یو عمل چې دوه کارګر یې په عینې منابعو څخه په ګټه اخېستنې سره ترسره کولای شي له دوه کارګرو څخه ډېر ورته استخدام شي. پټې وزګارتیا ته (Latent Unemployment) اصطلاح هم کارول کېږي چې د پټې وزګارتیا مانا ورکوي.
۳: دوراني وزګارتیا (cyclical unemployment)
د وزګارتیا هغه بڼه یا ډول چې د کاروباري دایرې یا دوران (Business Cycle) کې د کساد(recession) د مرحلې په رامنځته کېدو سره په کلي اقتصاد کې په اقتصادي کړنو کې کموالي په پایله کې رامنځته کېږي (په ځانګړي ډول سره په ناخالص داخلی تولید یا GDP باندې د لګښتونو اندازه راکمه شي). دا په دې مانا چې: کله چې په اقتصاد کې د کساد یا زوال مرحله پیل شي نو ټولیزه تقاضا کمېږي چې د ټولیزې تقاضا په کمیدو سره د ټوليز تولید اندازه هم کميږي او د ټوليز تولید په کمیدو سره د کارګرانو یوه برخه له کاره ګوښه او وزګار پاتې کېږي، او په دې توګه دوراني وزګارتیا رامنځته کېږي.
يا په ساده ژبه: د وزګارتیا هغه ډول، چې په کاروباري دوران یا دایره کې د کساد یا زوان مرحلې د پیل له امله رامنځته کېږي.
۴: موسمي وزګارتیا(seasonal unemployment)
د وزګارتیا هغه بڼه یا ډول چې په پایله کې یې په اقتصاد کې د موسمي بدلون په پایله کې د تولید ځینې عوامل (معمولاً کارګره قوه)، چې په تولید کې د برخه اخېستو اراده او وړتیا ولري وزګار پاتې کېږي.
يا په ساده ژبه: د وزګارتیا هغه ډول چې په اقتصاد کې د موسمي بدلون په پایله کې رامنځته کېږي.
د بېلګې په توګه: د ژمي په موسم کې په کابل کې تقریباً ټول ودانیز کارونه په ټپه درېږي، چې په پایله کې یې هغه وګړي، چې په ودانیزو چارو کې په فعالیت بوخت وي وزګار پاتې کېږي.
۵:تکنالوژېکي وزګارتیا(technological unemployment)
د وزګارتیا هغه بڼه چې د تولید په پروسه کې د کارګر پر ځای له ماشین آلاتو څخه د ګټې اخېستنې په پایله کې رامنځته کېږي.
۶: ارادي وزګارتیا(voluntary unemployment)
د وزګارتیا هغه ډول، چې پکې د تولید عوامل (په ځانګړي ډول کارګره قوه)، چې د کار کولو اراده او وړتیا ولري خو په خپله خوښه نه غواړي، چې د توکو او خدمتونو په تولید کې برخه واخلي.
په ساده ژبه په کار کې لټي کوي او د نن کار سبا ته پرېږدي او پدې توګه وزګار پاتې کېږي.
۷: غیر ارادي وزګارتیا (involuntary unemployment)
د وزګارتیا هغه ډول چې د تولید عوامل (معمولاً کارګره قوه)، چې د توکو او خدمتونو په تولید کې د برخه اخېستو اراده او وړتیا ولري؛ خو تولید ته د تقاضا د نه شتون له امله وزګار پاتې کېږي، چې د کاروباري دوران یا دایرې د کساد یا زوال په مرحله کې یوه اساسي ستونزه ګڼل کېږي.
۸: ساختاري یا بنیادي وزګارتیا (structural unemployment)
کله چې د کارګرانو مهارت د کار لپاره اړین مهارت سره تطابق ونه لري او یا هم دا چې کارګر نوی په دنده ګمارل شوی وي نو په دې اساس کارګران د اړین ټرېننګ د ترلاسه کولو په موخه د لنډ وخت لپاره په تولیدي پروسه کې د برخه اخیستو څخه لیرې او وزګار پاتې کېږي، چې په اقتصاد کې د کارګرې قوې دا ډول وزګار پاتې کېدل د ساختاري وزګارتیا څخه عبارت دی، چې معمولاً په تکنالوژي کې د پرمختګ په پایله کې رامنځته کېږي. د بېلګې په توګه: په تولید کې د نوې او عصري تکنالوژي څخه د ګټه اخېستنې له امله کارګرانو ته د ټرېننګ ورکولو له امله هغوی د لنډ وخت لپاره وزګار پاتې کېږي.
د افغانستان په اقتصاد باندې د وزګارتیا ناوړه اغیزې او د وزګارتیا راکمولو لارې چارې: کله چې هم په اقتصاد کې کارګره قوه وزګاره پاتې کېږي نو په ټولیز ډول په اقتصاد باندې ناوړه اغیزي کوي.
دا پدې مانا چې د کارګرې قوې وزګار پاتې کېدل، د کورنیو په عوایدو کې کموالی لامل ګرزي چې په عوایدو کې کموالی د هغوی د پیر په ځواک کې د کموالي لامل ګرزي، د پير خواک په کمېدو سره د کورنیو او اشخاصو په تقاضا کې کموالی راځي چې دا حالت بیا په خپل وار په عرضه کې د کموالي لامل ګرزي او په عرضه کې کموالی تولیدونکي مجبوروي څو یو تعداد کارکونکي له دندو ګوښه کړي او پدې توګه د هېواد اقتصاد له ناوړه حالت سره مخ کېږي.
په هغه هېوادونه کې چې د وزګارتیا کچه په کې لوړه وي له ډېرو ستونزو سره مخ دي دا ځکه چې کله هم وګړي وزګار پاتې کېږي نو د خپل ژوند تیرولو او خپلو اولادونو د اړینو اړتیاو د رفع کولو لپاره بالاخره په هر ډول ناروا عمل لکه غلا، په لویو لارو کې د مسافرو لوټل، فحشا، د ماشومانو او سوداګرو تښتول، له وسله والو او داړه مارانو سره مرسته او داسې نورو لاس پورې کوی چې دا ډول ناوړه اعمال بیا هم په خپل وار د هېواد اقتصاد تر ناوړه اغیز لاندې راولي. له بلې خوا د کارګره قوې معمولاً د ځوانانو وزګار پاتې کېدل بیا په خپل وار سره د مغزونو د فرار لامل ګرزي چې دا بیا په خپل وار د هېواد د راتلونکي لپاره یو بد خبر ګڼل کېږي.
د ډیری پوهانو په آند په افغانستان کې د جنګ او نا امنیو یو عمده لامل د کارګرې قوې یوه برخه وزګار پاتې کېدل دي او پدې توګه دا وزګارتیا نه یوازې دا چې د هېواد په ناامنیو کې رغنده رول لوبوي بلکه د وګرو راتلونکی هم په ناڅرګند لوري بیایي او پدې توګه د مغرونو او پانګې فرار ته لا لار هواروي.
نو ددې لپاره چې په هېواد کې د جنګ یو اړخ چې د وزګارتیا له امله رامنځته شوی دی تر کنترول لاندې راشي او اقتصادي ودې ته لاره هواره شي نو دولت باید دغه وګړو ته د کار زمینه برابره کړي، بهرنۍ مرستې را جلب او ور څخه په ښه ډول ګټه پورته شي، دولتي عواید په منظم او روڼ ډول راټول او د دولت خزاني ته وسپارل شي او په کارونو کې د ښه والي په موخه دولت باید هر اړخیزه ګامونه پورته کړي بهرنۍ پانګه اچونې جلب کړي، کورني تولید څخه په ښه توګه ملاتړ وکړي څو له یوي خوا ناخالص داخلِي تولید وده وکړي او له بلې خوا د هېواد په بهرنۍ سوداګرۍ کې لوی کسر د امکان تر حده را کم شي ، قانون پلی کړي څو ټول وګړي په دولت کې ځان شریک وبولي او له دولت سره په هر اړخیزه مرسته وکړي، اداري اصلاحات او روڼوالی ته ژمن پاتې شي، د بی ځایه لګښتونو څخه مخنیوی وکړي، حرفوي زده کړو ته لار هواره کړي ... ترڅو له یوې خوا د وزګارتیا او نا امنۍ کچه را کمه او له بلې خوا اقتصاد محرک وساتل شي.
امان الله ورین