د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کرنې ودې ته پاملرنه

محمد روښان ښاد 23.02.2016 13:37

زموږ خپلې کروندې له تندې وچې دي، خو سیندونه او پرېمانه اوبه مو ګاونډیانو ته ور بهېږي او هغوی ګټه ځنې اخلي، ځکه نو په خوله نارې وهو، چې افغانستان کرنیز هېواد دی، مګر زموږ داخلي کرنیز محصولات زموږ د یوې میاشتې ورځنۍ اړتیاوې هم نشي پوره کولی، ځکه نو هر کال د خپلو اړتیاو د پوره کولو په موخه د څلور ملیاردو ډالرو په ارزښت کرنیز توکي له نورو هېوادونو څخه راواردو، چې د جمهور رئیس په خبره دا یوه احمق پولي ده او د دغې احمق پولي  اسانه چاره د کرنیزو محصولاتو ودې او ترویج ته جدي پاملرنه ده.
د کب په لومړۍ نېټه د شنبې په ورځ د ارګ په سلام خانه ماڼۍ کې ”د کرنیزې پراختیا د رواجولو څلورم ملي کنفرانس“ جوړ شوی وو. یاد کنفرانس ته د وینا پرمهال ولسمشر غني د کرنیزو محصولاتو په ترویج ټینګار وکړ. هغه وویل، ” د کرنې وده او ترویج د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه ده، ځکه زموږ سیاسي، اجتماعي او اقتصادي ثبات په زراعت پورې تړلی دی. د دولت ټوله دستګاه او زه شخصاً د کرنې سکتور ته په ارزښت او عزت قایل یوو، ځکه  د افغانستان عزت او سرلوړي د همدې سکتور په وده کې نغښتې ده“.
رښتیا هم که افغاني کرنیز محصولات ډېر شي، نو هم به افغانستان د نورو له احتیاج څخه ووځي. هم به زموږ د بزګرو ژوند ورسره ښه شي او هم به مو هېوادوال باکیفیته، تازه او ښه محصولات په کمو پیسو ترلاسه کړي. یانې د افغاني محصولاتو ښه والی او وده هم د بزګر، هم د هېوادوالو او هم په لویه کې د ټول افغانستان په ګټه ده.
ولسمشر غني په هېواد کې د لوږې ا= 9� بې وزلي په مخنیوي کې د هېواد د بزګرو او مالدارانو رول ارزښتناک وباله او ټینګار یې وکړ، چې د زراعت فاکولتې دې خپل نصاب او درسي موضوعات د بزګرو له اړتیاو سره همغږي کړي. یانې هغه څه دې تدریس کړي چې زموږ بزګر ورته اړتیا لري او په دې ډول دې علم ته د  بزګر او بڼوال له عمل سره عملي اړیکه او تړاو ورکړي.
محمد اشرف غني د کرنې او مالد�A7رۍ وزارت ته په خطاب کې وویل، دکرنې ودې او ترویج ته د بزګر له لیدلوري وګورئ. هغه زیاته کړه، که د بزګر جیب ته روپۍ لاړې ترویج بریالی دی او که روپۍ ورنشي ترویج مو ناکام دی.
د ترویج له دغه اسانه او څرګند معیار او تعریف څخه موخه داده، چې د بزګري د کسب او مسلک له برکته باید د بزګر ژوند مثبت بدلون ومومي. یانې ژوند بیې ښه شي. بزګر پر ځان بسیا شي. راتلونکی یې د بزګرۍ له لارې  مصون او تضمین شي. تر هغو چې د بزګر په عملي او ورځني ژوند کې دغسې بدلونونه رامنځته نه شي، نو ترویج او وده دواړه به بې مانا او بې اغېزې وي.
ولسمشر غني د کرنې وده او ترویج یوازې د کرنې او مالدارۍ وزارت پورې منحصر ونه باله بلکې په دې برخه کې یې د ټولو وزارتونو رول مهم وباله او په ټینګار یې وویل، د کابینې ټول غړي باید له کرنې وزارت سره په همغږي کار وکړي، ځکه د کرنې موضوع د حکومت او خلکو لومړیتوب دی او دا یوازې په کرنې وزارت پورې منحصره نه ده.  د بېلګې په توګه سوداګرۍ وزارت باید کرنیزو محصولاتو ته د ب�= 7زارموندنې په برخه کې مرسته وکړي. مالیې وزارت باید بزګرو ته د پورونو د ورکړې او نورې اړوندې اسانتیاوې رامنځته کړي. فواید عامې وزارت د کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد په موخه پخې او اساسي لویې لارې جوړې کړي او په دې ډول ټولې دولتي ادارې او وزارتونه باید په خپلو اړوندو ساحو کې د کرنې د ودې لپاره کار وکړي.
ښاغلي غني  دا هم وویل، چې بزګر د اوبو عادلانه وېش ته اړتیا لري او دا د دولت دنده ده چې د اوبو د وېش په برخه کې عدالت تامین کړي. هغه د کرنې وزارت ته لارښوونه وکړه، چې د اوبو د عادلانه وېش په برخه کې د افغانستان د علماو، مشرانو او خلکو له رول، پوهې او تجربو څخه ګټه واخلي. نوموړي اړوندو مسوولینو ته په ټینګار وویل، چې د ملي پیوستون پروګرام له لارې کروندو ته د اوبو د رسولو په موخه کانالونه پاخه کړي او ویالې او کاریزونه په اساسي ډول جوړکړي.
که حکومت د کرنې D8� ودې او ترویج په برخه کې خپلې کړې ژمنې عملي کړي. یانې د اوبو لګولو سیستمونه ورغوي،د ځمکو د غصب مخنیوی وکړي، بزګرو ته  اصلاح شوي تخمونه، سرې او پاروګان ورکړي او ترڅنګ یې بزګرو ته د بزګرۍ نوي او ګټور میتودونه ور زده کړي او په ډې برخه کې د دوی پوهه او مهارتونه لوړ کړي، نو باور دی DA�ې  د کرنیزو محصولاتو په ترویج او ښه والي کې به پام وړ بدلون راشي. د دغه بدلون له امله به زموږ بزګران په خپل راتلونکي باوري  شي او د بزګرۍ کسب به وغوړېږي، ځکه د بزګرو اولادونه، خپلوان او ډېر نور خلک به بزګران شي. د دوی عاید به لوړ او ژوند به یې مصون شي. بېکاري به په هېواد کې کمه شي، سر او کال به خلکو ته تازه کرنیز محصولات رسېږي، خو په دې شرط چې کرنه له عنعنې څخه په مسلک بدله شي.