د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لا هم وران پاتې دی

جلیل (احمدزی) 21.02.2016 13:24

زما دمینې اباد کلی لا هم وران پاتې دی.
پورې دغره لمن کې څلی لا هم وران پاتې دی.
دګودر غاړه کې کودي دمستو پیغلو پراته.
تا نیم جوړ کړی دی مټ ګلی لا هم وران پاتې دی.
ستا دجمال کیسې زړې شوې غزل تورې نشول.
زما غزل له تا نه ښکلی لا هم وران پاتې دی.
یا به زما نصیب خراب وي یا به یار وي داسې.
اه چې دا زړه مې دی نیمګړی لا هم وران پاتې دی.
زمونږ دهیلو مراندې پرې شوې دغلیم له لاسه.
زه یم خپل ورور مړوند تړلی لا هم وران پاتې دی.
مینه مې کړه دخون پرستو په ځان پوه نشومه.
زړه مې ګوګل کې شي لږ غلی لاهم وران پاتې دی.
سره اننګي خمار کاته باڼه دې غشي ولي.
ما چې په زړه خنجر خوړلی لا هم وران پاتې دی.
د احمدزي په ګریوان درومي تل داوښکوکاروان.
کمیس یې روغ ګریوان شلیدلی لا هم وران پاتې دی.