د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خیالي ښوونځي، سرتېري او معلولین

بشیر یوسفزی 19.02.2016 12:27

اوسني حکومت ته له پخواني حکومت څخه ګڼې ستونزې په میراث ورپاتې شوې، یو له دغو ګڼو میراثي ستونزو څخه خیالي ښوونځي، خیالي سرتېري او خیالي معلولین دي، چې په نړیواله کچه یې د افغانستان باور، عزت او حیثیت ته زیان پېښ کړ.
د حامدکرزي د حکومت پرمهال د فاسد حکومت او مفسدو چارواکو له لوري پرېمانه نړیوالې مرستې غلا او لوټ شوې. ځینې غلاوې دومره شرمونکې وې چې په نړیواله کچه یې د ټولو افغانانو پوزې پرې کړې، خو د دغو شرمونکو غلاوو عاملین د لمر په څېر روښانه دي او لا هم ازاد ګرځي.
 د پوهنې پخوانی وزیر غلام فاروق وردګ، د ملي دفاع وزیر بسم الله خان محمدي او د کار او ټولنیزو چارو وزیره امنه افضلي باید د همدغو غلاو له امله محکمې ته حاضر شي او هلته ورڅخه د خیالي ښوونځیو، خیالي سرتېرو او خیالي معلولینو په هکله پوښتنې ګرویږنې وشي او که چېرې دوی ملامت وپېژندل شي، نو د افغانستان د حیثیت او عزت د اعادې لپاره باید علني محکمه او په دار راوځړول شي.
ټول دا مني چې د کرزي حکومت فاسد وو او مفسدینو ته یې نه یوازې سزا نه ورکوله، بلکې د غلاو او فساد مخه یې ورکړې وه، مګر اوسني حکومت ته ښایي چې د خیالي ښوونځیو، خیالي سرتېرو او خیالي معلولینو د فساد عاملین محکمې ته معرفي کړي او جدي څېړنې ورڅخه وکړي.
سره له دې چې اوسني حکومت څه موده وړاندې د نادرخان کټوازي په مشري د خیالي ښوونځیو د څېړنو په موخه یو پلاوی او کمیسیون وټاکه، مګر له یوې خوا دا کار د جمهور رئیس غني له لوري د خیالي ښوونځیو د پلټنې په موخه د ګومارل شوي کمیسیون له سویې لوړ دی او له بلې خوا داسې هم ویل کېږي چې په پکتیکا ولایت کې د خیالي ښوونځیو په غلا او فساد کې په خپله نادرخان کټوازی هم ښکېل او ککړ دی، نو دا به ناشونې وي چې نوموړی دې په دې برخه کې جدي او رښتینی اقدام وکړي او یا دې مرکزي حکومت ته په دې اړه د شویو غلاو او فساد په هکله کره او پوره راپور ورکړي.ښایي له همدې امله وي چې په تېرو څو میاشتو کې د دې کمیسیون د پایلو څه درک ونه لګېده.
 همدارنګه جمهور رئیس غني د هېواد والیانو ته د خیالي سرتېرو د معلومولو او د دوی د کره شمېر د تشخیص په موخه دنده او دا صلاحیت ورکړی چې په خپلو اړوندو ولایتونو کې د امنیتي سرتېرو موجودګي واخلي، تر څو دوی دا پیدا کړي چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو کره او پوره شمېر څومره دی؟
د دغه شمېر معلومول ستونزمنه خبره نه ده او یا د دغه شمېر تر معلومولو دا مهمه ده چې د خیالي سرتېرو د رامنځته کولو عاملینو ته باید سزا ورکړل شي. که چېرې هغوی ته سزا ورنه کړل شي، نو دغه ستونزه به همداسې پسې ادامه ومومي.
د خیالي سرتېرو عاملینو او په ځانګړي ډول بسم الله خان محمدي ته د سزا ورکولو خبره په ټولنیزو رسنیو کې یاده شوې ده او داسې ویل کېږي چې د امریکا متحده ایالات د هغه د محاکمې ټینګه غوښتنه کوي، خو د حکومت له منځ څخه د شمالي ټلوالې او ډاکټر عبدالله عبدالله ځینې افراد او اشخاص د بسم الله خان محمدي د محاکمې پر وړاندې خنډ دي او نه غواړي چې نوموړی دې د خپل فساد او عمل په سزا ورسول شي.
د افغانستان اوسنی حکومت او په ځانګړي ډول جمهور رئیس ته ښایي چې له فساد سره د کلکې مبارزې او د فساد د مخنیوي په خاطر د خیالي سرتېرو، خیالي ښوونځیو او خیالي معلولینو عاملین د خپل عمل په سزا ورسوي، ځکه ولسمشر غني د تاکنیزو منډو ترړو پرمهال له فساد سره مبارزه د خپلې برنامې او د خپل حکومت د مهمو لومړیتوبونو په توګه یاده کړه.
سره له دې چې اوسنی حکومت له فساد سره د مبارزې په برخه کې جدي دی، مګر دا چې له یوې خواله تېر او پخواني حکومت څخه ګڼې ستونزې په میراث ورپاتې دي، له بلې خوا د وطن حالات جنګي دي او د حکومت زیات پام او تمرکز د تحمیلي جګړې مدیریت ته دی، نو له دې امله به د فساد مخنیوی یو څه وخت واخلي، مګر د ملت هیله او اساسي غوښتنه همدا ده چې ټول مفسدین باید مجازات شي، په ځانګړي ډول هغوی چې فساد یې د افغانستان او افغانانو د عزت، حیثیت او باور د پایمالېدو لامل شوی او په نړیواله کچه یې د افغانستان، نظام او خلکو باور ته زیان اړولی دی.