د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

نیکمل ځاځی 17.02.2016 14:02

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

غزل

ای رقیبه ستا په رنګ ندی جانان
شکر ښکلی دی بدرنګ ندی جانان

یو په ما باندې قلنګ لري د مینې
په بل چا پسې ملنګ ندی جانان

تور باڼه او تورې زلفې یې اوږدې دي
کنه نور له مانه دنګ ندی جانان

حوصله یې غرونه غرونه دی منم یې
په زړګي کې راته تنګ ندی جانان

دا نیکمل خو په ستړیا هیڅ نه پوهیږي
ځکه غیږ کې مې را ړنګ ندی جانان

۱۳۹۴/۱۱/۲۸