د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولې ځيني خلك بډايان او ځيني فقيران دي ؟

قاضی طارق 16.02.2016 12:32

په تېر پسې .......


د قرانکریم ګڼ شمیر ایتونه په ډېر صراحت سره په دې دلالت کوی چې د رزق تنګوالې او پراخوالې د الله جل جلاله په اراده پورې اړه لری او په دې کار کې د بنی ادم هېڅ اختیار نه شته ، څوک یې فقیر کړې دې څوک بډای دې ، څوک د ماښام لپاره ډوډۍ نه لری خو بیا یو بل څوک دې ته حیران وی چې څه ډول خواړه و خوری ، چېرته او په کوم محل کې په څه ډول لوښو کې یې وخوری ........
د ځمکې په دې کره کې به داسې هېڅوک هم پېدا نشی چې د خپل ځان لپاره فقر وغواړی خو د الله جل شأنه دغه ویش ته هېڅوک تغیر نه شی ورکولای ؟

{ اللَّهُ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاء مِنْ عِبَادِهِ وَيَقْدِرُ لَهُ إِنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ } عنكبوت : ۶۲ .
الله پراخوي رزق دهغه چا لپاره چې خوښه يې شي د بندګانو خپلو څخه او تنګوي يې هغه لره ، بيشكه چې الله په هرشي پوه دې .

حقیقت همدغسې دې قران کریم یو بل ځای کې داسې مهربانی کوی :

{ لَهُ مَقَالِيدُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ وَيَقْدِرُ إِنَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ }الشورای :(۱۲)

ژباړه : د ځمكې او اسمانونو د خزانو كنجياني د همدغه خداي سره دي پراخوي رزق هغه چاته چې اراده يي د پراخولو وكړي او تنګوي يي بيشكه چې خداي جل جلاله په هر شي باندې علم لري .

تفسیر الشعراوی لیکلی دی :

مثلا ته د خپل پټی په کرکیله او زراعت کې ډېره هڅه او کوښښ کوی خو هغه ته یو طوفان او افت رسېږی تاته رزق نه درکوی ، یو ځای ته ځې خالی الذهن یې هلته د رزق د پېدا کېدو هېڅ فکر نه کوی خو هلته درته رزق راځی ، نو رزق ستا ځای او ادرس پېژنی او ستا په عنوان او ادرس راځې خو ته هېڅکله په دې نه پوهېږې چې ستا رزق چېرته دې او ادرس یې چېرته دې ، یعنی تاته د خپل رزق ادرس نه دې معلوم خو ستا رزق ته ستا ادرس معلوم دې .

بیا زیاتوی چې الله جل جلاله رزق محدود کړې دې ، اندازه کړې یې دې او په خپلو بندګانو یې تقسیم کړېدې ، کوم رزق چې په ویش او تقسیم کې ستا په برخه رسېدلې دې ـ ډېر دې او که لږ ـ هغه حتما تاته راځې او هېڅکله بل چاته نه ځي ، کله ته یو طعام ښه په مزه وخورې خو یو نا څاپه در ته په معده کې یو درد راشی استفراق یې کړې ، ستا معده ترې خالی شی یوه مرغۍ راځی هغه خوری ، دا په حقیقت کې دهغې مرغۍ رزق وو چې ستا معدې ته ننوتلې وو.

اوکله خو ته یو طعام وخورې ، هضم یې هم کړې وینی ته دې هم ولاړشی خو یو نا څاپه چاته دغه وینه ورکړې دا په حقیقت کې د یو بل چا د رزق برخه وه چې ستا وجود ته تللې وه ، نو دغه طعام چې تا خوړلې وو او ستا په وجود کې په وینه هم بدل شوې وو دغه ستا رزق نه بلکې د هغه چا رزق وو چې ستا دغه وینه ور نقل شوه .

دغه راز قرانکریم د دې په څنګ کې چې انسان د خدای په لاره کې نفقه کولو ته تشویقوی او وایې چې څښتن تعالی د مالونو په نفقه کولو خوشحالېږی او که د خدای په لاره کې مالونه په مصرف رسوئ نوهغه مو مالونه نورهم زیاتوی په څو چنده یې زیاتوی ، دا هم وایې چې د رزق انقباض او انبساط خو د هغه په لاس کې دې فرمایې :

{ مَّن ذَا الَّذِي يُقْرِضُ اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا فَيُضَاعِفَهُ لَهُ أَضْعَافًا كَثِيرَةً وَاللَّهُ يَقْبِضُ وَيَبْسُطُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ }البقره :۲۴۵.

ژباړه : څوك دې چې الله ته (قرض حسن ) وركړي ( او د هغه مالونو څخه چې خداي وركړي نفقه وكړي ) تر څو هغه ورته څو برابره كړي ؟ او الله پاك رزق تنګوي او پراخوي ، ( او نفقه كول هيڅكله د هغه د روزئ د كمبود باعث نه جوړېږي ) او سر انجام د هغه طرف ته ورګرځول كېږي ( خپله بدله اوعوض به واخلي ) .

د رزق انقباض او انبساط د هغه كار دې ، كه تاسو چېرته خپل مالونه د خداي په لاره كي نفقه كړئ او څښتن تعالي ته يې قرض حسن وركړي نو ستاسو په رزق كې به هيڅ كموالې نه راځئ ځكه چې كمول او زياتول خو يې د هغه څښتن تعالي كار دې ، هغه به يې در ډېر كړي ، او كه هغه يې د ډېرولو اراده و نه كړي نو بيا به يې څوك در ډېر كړي ، او بالاخره خو هغه سبحانه و تعالي ته ورتګ هم دې ، هغه به يې نېكه بدله دركړي .

همدغسې په دې لاندې مبارك ايت كې هم الله سبحانه و تعالي د رزق د انبساط او انقباض په اړه په صراحت سره فرمايې چې هغه د پوره قدرت لرونکې او غالب باچا دې او چې چاته وغواړي رزق یې پراخوي خوچې چاته يې وغواړي نو ورتنګوي يي .

او دا هرڅه الله جل جلاله د خپلې مهربانۍ له مخې کوی چې مخلوق یې پېدا کړې هم دې اورزق هم ورکوی :

{ اللَّهُ لَطِيفٌ بِعِبَادِهِ يَرْزُقُ مَن يَشَاءُ وَهُوَ الْقَوِيُّ الْعَزِيزُ }.الشوراي :۱۹.

ژباړه : الله مهربانه دې په خپلو بندګانو باندې رزق ورکوی چاته چې یې خوښه شی او هغه قوی اوغالب دې .

یعنی څښتن تعالی په خپلو بندګانو خورا زیات مهربانه دې ، په خپلو بندګانو یې دومره ډېر احسانونه اوعطوفتونه کړیدی چې هېڅ د شمار نه دی او دا یې هم خورا ستره مهربانی ده چې بندګان په ښکاره ډول د ګناه کارونه هم تر سره کوی او په نعمتونو یې شکرهم نه باسی خو الله پاک له يو اړخه په بیړه سره عذاب نه ورکوی ، او له بله اړخه ټولو ته د پاکیزه شیانو څخه رزق هم ورکوی ، او یو وار یې هم نه ورکوی په دوامداره ډول یې ورکوی .

بنده ګناه کوی او الله رزق ورکوی ، کافر عاصي ، فاسق او فاجر ته هم رزق پراخوی او نیکو کار ته هم رزق ورکوی او هغه د داسې عظیم قوت څښتن دې چې هېڅوک ورباندې غلبه نه لری او په ټولو مخلوقاتو غالب ، زورور او بر لاسې دې .

نو په دې کې هېڅ د شک ځای نه شته چې د رزق پراخول او تنګول ، فقر او بډاینه د اللهی تقدير داسې لوبه ده چې هیڅوك تغير نه شي ور كولاي ، يو يې بډاي ګرځولاي دې خو هغه بل يې فقير جوړ كړېدې او د دې تقسیم او ویش په تغیر او بدولون کې چاته هیڅ اختیار نه شته .

اوس نو يو پوښتنه كيداي شي د هر چا په ذهن او فكر كي راشي چي څښتن تعالي ولي او د کوم حکمت له مخې يو سړي فقير جوړ كړي او بل بيا غني او مالدار وي ؟

په دې کې کوم یو اللهی راز پروت دې چې یو چا ته پراخ رزق ور کوی او پر چا یې تنګوی ؟

دي پوښتني ته سپيڅلي قران پخپله ډير ښه ځواب ويلې دې :

{ إِنَّ رَبَّكَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاء وَيَقْدِرُ إِنَّهُ كَانَ بِعِبَادِهِ خَبِيرًا بَصِيرًا } بني اسرايل :۳۰ .

ژباړه : او بيشكه رب ستا پراخوي رزق د پاره د هغه چا چې اراده يي وفرمايي د پراخولو د رزق , او تنګوي ( د هغه چا لپاره چي اراده وفرمايي د تنګي ) بيشكه دغه رب دې ( په مصالحو د بندګانو) ښه خبر ښه ليدونكي ( عالم دي په پټو او ښكاره ) .

تفسيرالشعراوي د دغه ايت شريف په اړه ليكي :

د څښتن تعالي خزاني خورا پراخې دي ، هيڅ خلاصون نه لري ، خو خپل مخلوق ته يې په اندازه وركوي ، په ټوله معنې پراخې نه را ولي ، خو په ټوله معني تنګي هم نه را ولي ، بلكه د دې لپاره چې د ځمكې په سر د ژوند كولو د ماشين څرخونه په ښه ډول په حركت راشي يو قوم ته يې پراخې ور په برخه كړې ، خو يو بل قوم بيا د رزق له تنګوالي سره مخ كړې .

كه چېرته د ځمكې په سر ټولو خلكو ته يو شان د رزق پراخوالي وركړي نو ټول خلك به يو له بل څخه بي پروا شي او يو د بل سره به اړيكي غوڅې او په نتيجه كې به د ژوند ټولي چاري د ګډوډۍ او بحران سره مخ شي .

د ځمكې په سر د ژوند کولو او د چارو خوځښت د دې غوښتنه كوي چې د مال څښتن اړتيا لري كار ته او د كار څښتن اړتيا لري مال ته ، همدغه اړتياوي انسانان يو د بل سره يو ځاي كوي ، تكامل وركوي ، او هر انسان په ټولنيز ژوند كې د خپل نقش او رول په اهميت پوهوي .

څښتن تعالي ټول قوتونه او استعدادونه يوازې یو انسان ته نه دي ور بخښلي ، بلكه استعدادونه د انسانانو تر منځ ويشل شوېدې ، يو چاته په يو اړخ كي تسهيلات ور كړشوېدې خو يو بل چاته بيا په نورو برخو كي ور په برخه شويدي ، نو په دې بنسټ انسانان د څښتن تعالي د عالي حكمت له مخي يو بل ته په يو دايمي احتياج او اړتيا كې قرار لري .

بل دا چې دا هر څه يو امتحان او ازمون دې، چا ته ېې رزق پراخ كړي دې او چا ته يې تنګ کړې دې ، له هر چا نه ازموينه اخلي ، تا ته يي يو څه مال در كړې او بډاي يي خو هغه بل ته يي هيڅ نه دي ور كړي فقير او محتاج دې او څه نه لري ، د دغه محتاج نه د خپل محيط علم با وجود هم امتحان اخلي او له تا مالدار نه هم امتحان اخلي .

یعنې فقر اوغنا دا دواړه ازموينه ده د څښتن تعالی له خوا نه ، چي د خپل محيط علم با وجود و ګوري چې فقير په خپل فقر صبر كوي كه كنه ؟ اوغني په خپله غنا شكر باسي او كنه؟
تر ټولو د پام وړ دا چې څښتن تعالي د هر چا په حال خبر دې ، هر چا ته دومره رزق ور كوي چې هغه يي هضمولاي شي او دومره فقر ور كوي چې هغه يي برداشت كولاي شي .

او دا چې يو شخص فقير دې كيداي شي خير او صلاح يي په همدغه فقر كې وي ، ځكه څښتن تعالي يې په حال ښه خبر دې ، او كيداي شي ځيني غنيان الله جل جلاله د استدراج په ډول غنيان ګرځولي وي .

علامه الوسي البغدادي د دغه مبارك ايت په اړه ليكې چې :

د الله شاْن همدغسې دې په ځيني خلكو وسعت را ولي او ځيني نور بيا د رزق د تنګئ سره مخ كوي ، الوسی زياتوي چې څښتن تعالي ډېر ښه پوهېږي د خپل حكمت او مصلحت سره سم كله په چا رزق پراخوي خو كله يې بيا ورتنګ كړي ، هغه څښتن تعالي ډېر ښه پوهېږي چې څوك د رزق د پراخئ لايق دې او څوک نه دې ، څوک چې د رزق د پراخۍ لایق دې هغه ته يې زياتوي او چې څوك د رزق د تنګوالي لايق دې ، نو هغه ته يې تنګ كړي .

څښتن تعالي د خپلو بندګانو په خېر او شر خورا ښه پوه دې ، هغه فرمايي چې هر چا ته د هغه د حال سره سم رزق وركوي ، كه چېرته يي رزق زيات كړي نو سر كشي به شروع كړي ، د اعتدال پولې به ماتې كړي او فساد ته به لاسونه اوږده كړي لكه چې مهرباني كوي :

{ وَلَوْ بَسَطَ اللَّهُ الرِّزْقَ لِعِبَادِهِ لَبَغَوْا فِي الأَرْضِ وَلَكِن يُنَزِّلُ بِقَدَرٍ مَّا يَشَاءُ إِنَّهُ بِعِبَادِهِ خَبِيرٌ بَصِيرٌ } الشوراي : ۲۷.

ژباړه :

او كه چېرته پراخ كړي واي الله رزق بندګانو خپلو ته ، نو سر كشي به يي كړي واي په ځمكه كې ، او لكن را ښكته كوي يې په اندازه سره هغه چې اراده يي وشي، بيشكه چې هغه په حال د بندګانو باندې ښه پوه او ليدونكي دې .

هر چاته د هغه د مصلحت سره سم رزق وركوي او كه چېرته ور ته د حاجت نه زيات رزق وركړې نو مست به شي او فساد ته به لاس وغزوي .

لکه چې قارون د ځمکې پر مخ تر ټولو ستر مفسد د مال او دولت له امله په فساد کې ډوب شوې وو ، د مال او دولت خورا زیاته پراخی ور کړشوی وه ، او همدغه د مال وسعت د هغه د هلاکت سبب شو .

قرانکریم کې راځی چې قارون يوه ور ځ په ډير شور او زور، ډول ډال د هغې زمانې په ټول ممكن شان او شوكت سره سمبال له خپله كوره را و وت ، يو شمېر هغو خلكو چې د دنيا د زيب و زينت سره يي مينه او شوق درلود د قارون دغه ساز وسامان ، قدرت او قوت ته حېران ، حېران كتل د خولو نه يي اوبه روانې وې او ويل يي : كاشكي مونږ هم داسې څه درلودلاي كوم چې قارون ته ور كړې شوي دي ، دا د ډېرې لوي حصي او برخي لرونكې دې .

خو د علم او پوهې خاوندانو دوي ورټل چې داسې خبرې او ناروا غوښتني مه كوئ ، نو بيا كله چې د قهار خداي د قهر او غضب نيټه را و رسيده نو قارون او د هغه كور د خپلو ټولو خزانو سره په ځمكه كې ننوت او د هغه نوكرانو چاكرانو او لاس په نامه غلامانو د هغه هيڅ مرسته او كمك و نه كړاي شو او هغو ناپوهه كسانو چې پخوا يي د هغه د مقام او منزلت ، مال او دولت ارزو او تمنا كوله د ځمكې د تاريخ د تر ټولو لوي مالدار د سرنوشت او اخري انجام په ليدلو يي بيا داسي ويل :

اي افسوس ايا ته نه ګورې چې يقينا الله پراخوي رزق چاته چې اراده يي وكړي له خپلو بندګانو څخه او تنګوي يي چاته چي اراد ه د تنګولو د رزق وكړي .

له دغه ريښتيني تاريخي داستان څخه چې د پاك قران په متن او زړه كې را چلېدلې دې داسې ښكاري چې قارون او د هغه مال دولت كله د ځمكې خوراك شو نو د هغه د قوم مشركينو او منكرينو هم په دغه حقيقت اعتراف وكړ چې واقعا د رزق پراخوالې او تنګوالې د ځمكې او اسمان د مالك فعل دې .

{ وَأَصْبَحَ الَّذِينَ تَمَنَّوْا مَكَانَهُ بِالأَمْسِ يَقُولُونَ وَيْكَأَنَّ اللَّهَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاء مِنْ عِبَادِهِ وَيَقْدِرُ لَوْلا أَن مَّنَّ اللَّهُ عَلَيْنَا لَخَسَفَ بِنَا وَيْكَأَنَّهُ لا يُفْلِحُ الْكَافِرُونَ } القصص :۷۶ – ۸۲ .

ژباړه : او و ګرځېدل هغه كسان چې ارزو يې كوله د مقام د هغه پرون ورځ ، ويل به يې تعجب دې ، الله پراخوي رزق د هغه چا لپاره چې خوښه يې شي د بندګانو خپلو څخه او تنګوي يې ، او كه چېرته احسان نه واي كړې الله پر مونږ نو خامخا به يې ننويستلي واي مونږ لره په ځمکه کې ، ايا نه پوهېږې چې نه كامياب كېږي كافران .

حافظ ابن كثيرهم ليكلي دي :

بندګانو ته دومره رزق وركوي چې د هغوي د حال سره سم وي ، څښتن تعالي په دي ډېر ښه پوه دې چې څوك مستحق دې چې غني شي او څوك مستحق د فقر دې لكه په يوحديث شريف كې راغلي دي :
( ځيني د بندګانو زما څخه هغه دي چې په بډاي توب كې يي خېر دې او كه چيرته يي فقير كړم نو دين به يې ګډوډ شي ، او ځيني د بندګانو څخه داسې دي چې د هغوي خېر او صلاح په فقر كې ده ، او كه چېرته يې بډاي كړم نو دين به يي ګډوډ شي ) .

{ أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّ اللَّهَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاء وَيَقْدِرُ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ } .الروم :۳۷.
ژباړه : ایا دوئ نه ګوری چې بیشکه الله پاک پراخوی رزق د هغه چا لپاره چې اراده وکړی د پراخۍ ، او تنګوی یې پرهغه چا چې اراده یې وکړی د تنګولو، بیشکه په دې پراخولو او تنګولو د رزق کې خامخا د لایل د قدرت د الله دی د هغه قوم لپاره چې ایمان را وړی .

دغه د رزق پراخوالې او تنګوالې د څښتن تعالی له لورې یو ایذان او خبر دارې دې مخلوق ته چې دا کار څښتن تعالی یوازې په خپله اراده او مشیئت تر سره کوی او بډاینه اوغنیتوب او فقر او بې وسی د بنده په فعل او کوښښ پورې هیڅ اړه نه لری ، او په دې حقیقت باندی یوازې هغه څوک پوهېږي چې د الله په ذات ایمان لری (ذلك تقدير العزيز العليم ... ) .

بعینه همدغه مطلب په دې لاندې ایت شریف کې هم په ډېر کم تفاوت سره راغلې دې :

{ أَوَلَمْ يَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاءُ وَيَقْدِرُ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ } . الزمر:۵۲.

ژباړه : ایا دوئ نه پوهېږی او په خپلو سترګو یې دا نه دی لیدلی چې بیشکه الله پراخوی رزق هغه چاته چې ویې غواړی له بندګانو خپلو څخه او تنګوی یې هغه چاته چې د تنګولو اراده یې وکړی بیشکه په دې پراخولو او تنګولو د رزق کې خامخا واضحه او ښکاره دلایل دی د هغه قوم لپاره چې ایمان لری .

یعنی د رزق د پراخوالی او تنګوالی مرجع د څښتن مشیئت ، اراده او حکمت دې او د رزق پراخوالې د الله جل جلاله د رضا او تنګوالی یې دغضب دلیل نه دې .

{ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ }

یعنی څوک چې په الله ایمان لری په دې هم علم لری او ور باندې پوهېږی چې د رزق د بسط او قبض مرجمع اللهی حکمت او رحمت دې ، او دغه الله د خپلو بندګانو په حال خورا ښه پوهېږی کله خو د رزق تنګې پر یو چا د الله د رحمت او رحم له کبله وی ، ځکه چې که رزق ورته پرا خ کړی نو په ځمکه کې به د فساد او بغاوت لاره ونیسی ، نو څښتن تعالی د خپل لطف له مخی دغه رزق تنګ کړی او مؤمنین په دې یقین ساتی چې دغه پراخوالې او تنګوالې د رزق یوازې د الله پاک فعل دې او بل کوم قوت او قدرت په کې دخیل نه دې .

اوس نو قضاوت د هر چا وجدان او ايمان ته سپارل كېږي ، كه د دومره قراني صريحو دلايلو او نصوصو په موجوديت سره بيا هم څوك داسې انګيري چې د رزق پراخوالې او يا تنګوالې زما په خپل لاس كې دې او ياهم دا زما خپل كمال دې او ځان هم موْمن ګڼي نو هغه ته په كار ده چې د سره په خپل ايمان كې نوې نظر وكړي ، كېداي شي چې ايمان يې خطا شوې وي ، او يا دا ده چې د خداي د كتاب سره په بشپړه توګه نا اشنا دې ، دا سړي دې خداي ته بېرته رجوع وكړي ، توبه دې و باسي او خداي جل جلاله ته دې تسليم شي ، ځكه ټول هرڅه الله سبحانه و تعالي ته ور ګرځول كېږئ .