غزل
14.02.2016 13:30تروږمۍ په خوب ويدې شوې او که لمر دی تښتيدلی
دا ځمکه سپکه ښکاري لکه غر دی تښتيدلی
سيندونه جل وهلي د باران په طمع ناست دي
منګي قطار قطار دي خو ګودر دی تښتيدلی
د ګلو ډکو څانګو خوشبوئي هر خوا خپره کړه
سپرلی په ونو راغی خو ثمر دی تښتيدلی
د پيغلو په سرونو دا کاږه منګي خوند نه کا
د کلي له کلاله اوس هنر دی تښتيدلی
دمينې وچکالي شوه محبت للمي للمي دی
احساس د خلکو منځ نه لر او بر دی تښتيدلی
ماوی ويده احساس به دې په منډه راژوندی کړم
غزل مې بې پروا شو که اثر دی تښتيدلی
که غم غلطوې ( وارثه ) مه ځه ميکدې ته
خمونه تش پراته دي او ساغر دی تښتيدلی