د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډنډ غوري کې جګړه که غچ اخیستنه؟

نظرمحمد مطمئن 13.02.2016 14:49

د ملي‌ اردو لوړ رتبه جنرالانو ویل چې د ډنډ غوري‌ جګړه به په دوو ورځو کې یو طرفه کړي، د جګړې سره همهاله کابل ته د ازبکستان څخه د راتلونکې برېښنا ستن ونړول شوه، ورپسې د برېښنا دوېمه ستن اره شوه، راپورونه شته چې دوه نورې ستنې هم اره شوې دي.

جګړه دادی دوه اونیو ته واوښته لا هم د حکومت پلوه جنرالانو له خوا کړي ژمنې پوره نه شوې، د جګړې مشرې د لوی درسیز مرسیتال جنرال مراد علي مراد په غاړه لري،‌ هغه په خټه هزاره دي او د ډنډ‌غوري اوسیدونکې بیا په بشپړ ډول سره پښتانه دي.

د جګړې له پېل څخه مخکې هم دهمدې عملیاتو اړوند د حکومت د لوړ پوړو مشرانو تر منځ‌ د نظر بېلوالي و،‌ سرپرست دفاع وزیر معصوم ستانکزی د جګړې د پېل پلوي نه و، هغه له ځان سره نور پښتانه جنرالان هم درلودل چې د ډنډ غوري د عملیاتو مخالفت یې کاو، په امنیتي‌ ادارو کې هم ځینې پښتانه چارواکې د همدې جګړې مخالف و.

کله چې د جګړې اړوند پلان او بیا د سرپرست وزیر مخالفت ولسمشر غني‌ او امنیت شورا ته وړاندي شو، ولسمشر او د امنیت شورا مشر د عملیاتو پېل په ټینګار سره وغوښت،‌ او دفاع وزارت جنرالانو ته یې دنده وسپارله چې څومره ژر کیدای شي باید د ډنډ غوري جګړه پېل شي.

ګلاب منګل د قبایلو چارو وزیر هم یو له هغه کسانو څخه و چې د ډنډ غوري جګړې سخت مخالف و، هغه خپله ټوله هڅه وکړه چې د ډنډ غوري په پښتنو باندي عملیات ونه شي،‌ ویل کیږي چې معصوم ستانکزي‌ خبره ورسره منلي وه خو بیا د دوی په اصطلاح سراعلی قومندان او امنیت شورا په تکرار سره د عملیاتو د ژر پېل کیدو غوښتنه کوله.

لومړی ځل دی چې په کابل کې مدني‌ فعالان په ډنډ غوري کې د حکومت د جګړې پر ډول نیوکه کوي،‌ په تیرو نږدې ۱۵ کلونو کې د حکومت پر عملیاتو باندي د مدني فعالانو دا ډول نیوکې مثال نه لرو.

اوس نو خبره یواځي د جګړې نه ده، ډیری پښتانه سیاستوال او په اردو کې پښتانه جنرالان په دی ګروهه دي چې جګړه په ډنډ غوري کې د طالب پر ضد نه بلکې هلته د میشتو پښتنو د ځپلو په موخه پېل شوې.

د ډنډ غورې جګړه که حکومتي جګړه کونکي وګټی هم ستونزمنه به وي چې دغه سېمه دي په بشپړ ډول تر کنټرول لاندي‌ راولي.

د حکومت تېروتنه داوه چې د عملیاتو په پېل کې یې بېړه وکړه، یواځي د څو تنو نارواه هیله پوره کول یې په نظر کې ونیول، سمه ده چې ځینو رسنیو د جګړې د پېل له پاره کمپاین وکړ او هغوی به نن ډیر خوشاله وي چې هلته په ډنډ غوري کې بې ګناه ماشومان،‌ میرمنې او سړي وژل کیږي.

داسي راپورونه هم شته چې په سېمه کې د اردو جګړه کوونکې پوځیان هم په ډلو وېشل شوې، پښتانه پوځیان دغه جګړه یوه قومې او د پښتنو د ځپلو په موخه پېل شوې عملیات کڼي. تاجک که څخه هم د ډنډ غوري د جګړې پلویان دي‌ خو بیا د هزاره توکمه مرادعلي مراد قومانده او دهغه کامیابي یې نه خوښیږي.

 کله چې تر یرغل لاندې سېمه د پښتنو وي‌او بیا د جګړې مشرې هزاره جنرال کوي آیا اسانه به وي چې جګړه په اسانې سره وګټل شي. کله چې سرپرست وزیر  د جګړې مخالفت کوي  او د جګړې تجهیزات هم د هغه په امر باندي‌ باید وشي، آیا اسانه به وي چې دغه جګړه وګټل شي.

که ډنډ غوري‌ او ډنډ شهاب الدین حکومتي پوځیان تر خپل کنټرول لاندي‌ راولي آیا ساتل به يې ورته اسانه وي؟ اوس خو حکومت د یادو سېمو ګرده اوسیدونکې خپل دښمنان کړل، د سيمې خلک وایې چې د پوځیانو ړانده راکټونه د ملکي خلکو کورونه په مرمیو ولي‌ او ډیری تلفات د حکومت پلوه پوځیانو له خوا څخه ملکي او بې ګناه خلکو ته اوښتې دی،‌ دا څرګندونې د بغلان اوسیدونکو د فیبروري پر ۱۱مه په کابل کې په مطبوعاتي ناسته کې وکړي

د ژمي په سړه هوا کې د کلیوالو له کورونو څخه ایستل د هغوی سره دښمنې‌ ده دا کار که طالب کوي او که یې حکومت کوي، تر ډنډ غوري نور ډیر مهم ځایونه په شمالي ولایتونو کې شته،‌ حکومتي پوځیان دي‌ هغه ځایونه بیرته ونیسي چې د ولسمشر لومړي‌ مرسیتال په جوزجان او فاریاب کې د نیولو ادعا وکړه  خو دده له راګرځیدو سره سم بیرته طالبانو هغه ځایونو په بشپړل ډول سره تر خپل کنټرول لاندي‌ راوستل.

حکومتي پوځیان دي کوشش وکړي‌ چې د کندز ښار اړوند سېمو نا امني‌ ارامه کړي، او که خبره داوی چې ځینو مغرضو رسنیو د ډنډ‌غوري‌ سيمې د پښتنو د وژلو له پاره کمپاین وکړ، ولسمشر او نور لوړ پوړي چارواکې د امریکا پلوه رسنیو راپورونه جدې نیسي‌، بیا خو په کار ده چې په دي‌ هم فکر وشي چې دا ولس او دغه قوم د نړۍ هیڅ قوی یرغللګر نه دې اېل کړي ، څه ډول به جنرال مرادعلی‌ مراد وتوانیږي چې ازاد ولسونه اېل کړي.

ولسمشر غني ډیر ځله په خپلو خبرو کې وایې چې ولسونه دی له اردو سره مرسته وکړي، له کومې اردو سره؟ هغه اردو چې هغه ولسونه چې په ازادۍ مین دي‌ وژنې يې. هغه ولس چې طالب ته وایې له ډنډ غوري څخه به پر حکومتي عسکرو برید نه کوئ خو نن  یې حکومتي عسکر په دي ګناه وژني چې ولي دوی له حکومت سره د تړون له مخې مرسته کوي.

هغه اردو چې د خپلو ملګرو (د ډنډ غوري‌ او بغلان پوځیان)  خویندي،‌ ميندي، میرمنې،‌ وروڼه او پلرونه پرته له تفکیک څخه ورته وژني، آیا د ډنډ غوري‌ ولس به بیا له دغه ډول حکومتي پوځیانو سره مرسته وکړي؟

د برېښنا د ستنو د اره کولو اړوند ځینې راپورونه داسي‌ دي چې یو سمیېز حکومت پوري تړلی قومندان چې د هغه په سېمه کې نږدې ۱۰۰ د برېښنا ستنې ولاړي‌ دي‌ د برېښنا شرکت څخه غواړي‌ چې د هرې ستنې په مقابل کې د میاشتې ۵لکه افغانۍ ورکړي چې ټول ټال ۵۰۰ لکه افغانۍ کیږي،‌ قومندان اخطار ورکړی که غوښتنه یې ونه منل شي نو د ستنو اره کول به دوام ولري،‌ ځینې راپورنه داسي‌ هم دي ‌چې دوه نورې ستنې هم اره شوې چې اوس یې شمیر څلورو ته رسیږي.

داسي راپورونه هم دي چې ازبکستان د برېښنا د مصرف پیسې چې هره ورځ میلیونونه افغانۍ کیږي هغه غواړي،‌ هغه معلومه اندازه برېښنا چې له افغان حکومت سره یې تړون شوې که حکومت یې مصرف کوي یا نه خو ازبکستان ته به یې پیسې ورکوي.

بل لورته په رسمې ورځو کې په حکومتي ادارو کې چې د ولسمشر دفتر، مرستیالانو دفترونه، اجرایوي مشر دفتر او دهغه د مرستیالانو دفترونه، وزارتونه او لوی ریاستونه دا ډول د دفاع  او کورنیو چارو وزارتونو پوځي مرکزونه ډیزلې او پترولي جنریتورونه د برېښنا له پاره کاروي چې په میلیونو افغانۍ لګښت لري.

دا ډول د کورنیو او بهرنیو موسیسو او شرکتونو د ډیزلي برېښنا لګښت او د بهرنیو هیوادونو د ځینو سفارتونو او بالاخره د عادي افغانانو له خوا د جنریتورانو کارونه د افغانستان مخ په ځوړ اقتصاد ته یوه بله لویه اقتصادي ضربه ده.

هسې هم د حکومت اړوند ګڼ شمیر مخالفتونه په بېلابېلو برخو کې شتون لري، که د ډنډ غوري جګړه یې په دوو اونیو کې ونه ګټله نو اسانه به نه وي چې دغه سېمه تر خپل کنټرول لاندي‌ وساتي‌ او د کابل خلکو غوغا هم د برېښنا د نه شتون اړوند ورځ تر بلې زیاتیږي، مدنې ټولنو او د بغلان پښتنو اوسیدونکو هم حکومت ننګولي دی،‌ د هلمند جګړه هم په قوت سره روانه ده،‌ د احمدضیاء مسعود ناندریزې څرګندونې او د دوستم خوابدون هم د غني‌ اړوند جریان لري، په دغسي یو بحراني‌ حالت کې د ستونزو د زیاتوالي پر ځای په کار ده چې ستونزې کمې او قابو کړل شي.

امید دي چې د ډنډ غوري جګړه کې د جنرالانو له توپیره ډګ چلند پای ومومي‌ او دغه جګړه د ژمې په دغه سړه هواء کې‌ ودرول شي.