د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غل نه دی زما مجاهد دی

توریالی ملیار 13.02.2016 14:45

کورونه یې لوټ کړل، موټر یې غلا کړل، دوکانونه یې ووهل، د لارویانو جیبونه یې څېرې کړل اخر ونیول شو، ولچک او زولنې شو، حوزې ته ورسید بندي شو، خلک خوشاله وو وې غل خو ګیر شو.

سبا عریضې شوې لیستونه شول او خلک بیرته د خپلو مالونو غوښتونکي شول، موضوع له پولیسو خلاصه شوه څارنوالۍ او محکمې ته ورسېده.

پولیسو، څارنوالۍ او محکمې ته زنګونه شول زارۍ او اخطارونه شول، یوه وې سړی زما دی خوشي یې کړئ، بل وې زما د ملګري ورور دی بد یې کړي مه یې محاکمه کوئ، بل وي چې څوک لاس وروړي لاس به یې غوڅ شي څارنوالان او قاضیان په دوو کې پاتې وو چې څه وکړي، خو زړه نا زړه یې غل محاکمې ته وړاندې کړ.

سهار محاکمه پيلېدونکې وه، نا څاپه لارې بندې شوې، وسله وال محکمې ته ننوتل امنیت یې ونیو لږ وروسته څو لنډکرورزرو او ډاډسنو دوړې خاورې خځلې باد کړې او لسګونه موټر چټک د محکمې دروازې ته ورسیدل، دروازه ورته خلاصه او ټول د ننه شول.

له موټره یو شین ږیری را کوز شو، ټوپک واله پسې، محکمې ته ننوت، قاضي ته یې ویل سړی غل نه دی زما مجاهد دی، جهاد یې کړی، مبارزه یې کړې، روسان یې ایستلي، نا خوالې یې ګاللې، لوږې او تندې یې تېرې کړې ټوک ټوک شوی، جغزۍ جغزۍ شوې د همدې لپاره چې ته ارام په محکمه کې کینې، معاش واخلې او په ارامه کار وکړې.

قاضي وې هر څوک چې دی خو غلاوې یې ښې ډېرې کړې، خلک یې لوټ کړي او د خلکو حق یې خوړلې، شین ږیرې وې، خپل حق دې واخله د نورو حق یې چې خوړلی په هغه یې ستا څه.

قاضي ته څلور زره ډالر ورکړل شول، د بندي دوسیه بخارۍ ته واچول شوه، د سړي له لاسونو زنځیرونه خلاص شول، او له محکمې را وایستل شو.

د یوه بیچاره پسونه ورک شول، دی ټوله ورځ لالهانده پسې ګرځېده، ماښام شو او ماښام تیاره ماخوستن، خو پسونه پيدا نه شول.

بره د سترې کلا په منځ کې موسیقي وه ګډا وه نڅا وه، خوشالۍ وې، غوښې او پلوونه بار وو دی هم ورغی چې یوه مړۍ ډوډۍ وخوري او لږ دمه جوړه کړي.

ډوډۍ یې وغوښته او د خپلو پسونو په غوښه یې ځان موړ کړ دوعایې ورته وکړه او تیاره کې د خپلو پسونو په لټه پسې له سترګو پنا شو.

سبا غټه غونډه وه شین ږیري تور او شین کېده وې دولت فاسد دی، اهل کسان نه لري، مجاهدین پکې نشته، کار یې اهل ته نه سپار کېږي، وطن چور شو، امنیت خراب شو، غل نه نیول کیږي، بدماش نه نیول کیږي، مجرم نه محاکمه کیږي، پولیس، څارنوال او قاضي رشوت خوري.... دا حکومت نه منو باید بیا انتخبات وشي او یو اسلامي نظام جوړ شي.