د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نړیوال جهاد په هسک کېدو کې د پاکستان لاس

نوروهاب څپاند 10.02.2016 15:33

سرچینه : نیویارک ټایمز

نیټه : د فبروري ۶ مه ۲۰۱۶ م کال

لیکونکی : کارلوتا ګال

ژباړه او لنډیز : نوروهاب څپاند

د افغانستان ولسمشر اشرف غني په خپلو وروستیو څو مرکو کې خبردارۍ ورکړی ، که د پاکستان او طالبانو سره د سولي خبري په راتلونکو څو میاشتو کې نتیجه ورنه کړي ، هېواد به له ۲۰۱۶ م کال څخه تیر نه شي .هغه وویل ، د ۲۰۰۱ م کال راهیسي ، د طالبانو د تیر کال یرغلونو برسیره چې د ملکي خلکو او پوځي ځواکونو د زیاتي مرګ ژوبلي لامل شول ، افغانستان په یوازي ځان پایښت کوی . د حالت د خړپړتیا په اړوند څرګندونوکې د یوه تپوس په ځواب کې ښاغلي اشرف غني خپلي وروستۍ مرکه کې وویل ، دا په دي پوري اړه لري چې موږ څومره سیمه ایزه همکاري رامنځته کولی شو او څومره نړیوال منځګړتوب او فشار راغونډولی شو چې د هېوادونو تر منځ د لوبي د کرښو په ایستلو زور واچوي . د هغه له انده ، دا په دي مانا ده چې څومره نړیوال فشار په پاکستان واچول شي څو د هغه هېواد تیری ودرول شي . د افغان مشرتابه انتقاد کوونکي وایي دا ځانله د پاکستان قصور نه دی چې د ګاونډي په توګه ورته د ملامتۍ ګوته نیغیږي ، د افغان دولت د زیاتو تشو وجي ، سیاسي اختلافونه ، کمزوري موسسي ، جنګسالاران او فساد ګڼل کیږي . لیکن کارپوهانو زیات لاسوندونه موندلي چې ښیي پاکستان د طالبانو د یرغلونو په شوني کولو کې اسانتیاوي برابروي . د امریکا متحده ایالات او چین به له پاکستان څخه غواړي چې طالبان سولي کولو ته تشویق کړي ، اما افغانستان دلیل راوړي چې پاکستان د طالبانو په را اړولو کې هیڅ نه دی کړي ، که کومه هڅونه هم شوي د دي له پاره ده چې د واک د شریکولو په تړون کې د هغوي د اغیزي د زیاتیدو هیلي زیاتي کړي . دا ډول چلند یوازي د افغانستان په وړاندي نه کیږي ، پاکستان په یو لړ نورو بهرنیو شخړو کې هم لاس وهي . د پاکستان استخباراتو د نړیوال مجاهدینو د ځواکونو چې ډیرئ یي سني او بنسټپال دي ، د مینجر په توګه اوږده دنده پلي کړي ده او ان داسي سوچ کیږي چې ښايي ( د عراق او شام اسلامي دولت ) د بنسټ په ایښودلو کې هم ښکیل وي . په ۲۰۱۴ م کال کې د طالبانو د وروستی یرغل د پیل کېدو سره ، د امریکا متحده ایالاتو او ناټو ځواکونو په افغانستان کې خپل عملیات محدودول او تیاري یي نیوله ، چې د کلونو کلونودوه مخییو څخه وروسته پاکستان کله پریکړه کوي چې د طالبانو او القاعده جنګیالي د هغه هېواد د قبایلي ساحي او شمالي وزیرستان د امن ځایونو څخه وباسي او بیا دوي ووځې . دا عملیات په داډمنه توګه یوه ریښتوني هڅه وه ، د طالبانو اډي ، ازار ځایونه ، د مهماتو ډیپوګاني او ښارګوټي بازارونه له منځه یوړل شول او د یو میلیون څخه زیات اوسېدونکي بي کوره شول . لیکن له عملیاتو مخکې بریدګرو ته د ځاي د پریښودو اشاره ورکړل شوي وه او په سلهاؤ وتښتیدل ، ولسي خلکواو د طالبانو جنګیالیو ویل چې ډیرئ له دغو بریدګرو څخه د کرښي هغه خوا افغانستان ته واوښتل . په داسي نازکو شیبو کې افغانان د خپل امنیت د خوندي کولو په موخه د مسؤلیت په اخستو لګیا وه ، چېد افغان چارواکو د لا اندیښمن کېدو په هدف په همدياوړي کې ۹۰ بهرني جنګیالي د خپلو کورنیو سره د پکتیا ولایت ته ورکډه شول . په پکتیا کې د سرحدي کرښي په اوږدو کې طالب جنګیالیو د سی اي ای پريښودل شوي اډي او سنګرونه ونیول . یو ځايي وکیل خبرداریراکړ چې ښایي دوي له دي ځایه د افغانستان دننه او ان تر کابله په یرغل لاس پوري کړي . له دي وروسته د څو میاشتو په دننه کې یو شمیر ویجاړونکي ځان وژونکي حملي د ولایت په مربوطاطو کې پیښې شولي .په عین حال کې په پاکستان کې د حقاني شبکه چې د طالبانو پیاوړي څانګه ده د شمالي وزیرستان څخه ګاونډۍ ولسوالۍ کورمي ته ولاړه . ځکه له دي ځایه نوموړي شبکي کولی شول په امن کې د امریکا ، نړیوالو او افغان موخو پر وړاندي خپل بغاوت مخته بوزي . پاکستان افغانستان ت ه د خپل اغیز د ساحي په سترګه ګوري ، نه غواړي چې د هغه لوي سیال هندوستان هلته کوم نفوذ ولري او زیاته لیوالتیا ښیي چې افغانستان پهاسلامي سني کمپ کې پاتي وي ، پاکستان له طالبانو څخه د خپلي خوښي سره سم ګټه پورته کوي ، یانی هغوي چې د نوموړي هېواد د اجندا مطابق حرکت کوي ملاتړ یي کیږي او نور چې ورته عمل نه کوی له منځه ځې  . دا ډول چلند د القاعدي او نورو بهرنیانو په برخه کې هم صورت مومی . ښایي حیرا ن شئ چې د جذباتي جهاد ایتلافي دري کسیز سروال ګروپ په بربنډه توګه په پاکستان کې اوسیږي . لمړۍ له دوي د حقانی شبکی مشر او د طالبانو پوځي مرستیال سراجالدین حقاني دی چې په ازاده توګه پاکستان کې ګرځې او ان په راولپنډۍ کې د پاکستاني استخباراتو د قرارګا هغه برخي ګوري چیري چې د افغانستان اړوند عملیات تنظیمیږي . ورپسي د طالبانو نوی مشر ملا اختر محمد منصور دی چې د پاکستان د کویټي ښار ته نږدي یي په ډاګیزه توګه د خپلو پوځیانو او لارښودي شورا غونډه راوبلله . له هغي ورځې چې دی د طالبانو واکمن شوی ، د افغانستان دننه یي یو په یو لړ داسې یرغلونو پیل کړی چې د هغه د دبدبي ښکارندوي وکړي ، د شمالي ښار کندز بیا نیول او د اپییمو کندو ولایت هلمند کې دکنټرول د ساحي پراخول یي بیلګي بللی شو . وروستنی سړی د القاعدي مشر ایمن الظواهري دی ، هغه د پاکستان له امن ځايونو څخه ګټه پورته کوي او د وروستیو راپورونو له مخې هغه د بلوچستان په جنوب غربي کونج کې اوسیږي او د افغانستان جنوب کې د یو لړ روزنیزوکمپونو په پرانستلو لګیا دی . په اکتوبر کې د امریکا د متحده ایالاتو د ځانګړو عملیاتو ځواکونو د دغو کمپونو د ویجاړولو په موخه څو ورځې جګړي اوهوایي ګزارونه وکړل . امریکایي قوماندانان وایي د هغه ګروپ په وړاندي چې دوي جګړه کوله د هند د نیمی وچي د القاعدي ګروپ ؤ چې لا له وړاندي ایمن الظواهري د دي نوي شبکي د پرانستلو خبره کړي وه . دغه ګروپ د نورو یرغلونو په څنګ کې په کراچۍ او بنګلادیش کې د بلاګرانو او فعالانو د وژلو مسؤلیت په غاړه اخستی ؤ . پاکستان طالبانو او القاعدي ته پنا ورکول نه منی او وایي چې هغه ملک خپله د ترهګرۍ قرباني دی . اما ډیرو شنونکو په جزویاتو څرګنده کړي چې پوځ د اس� �امي سخت دریځو ګروپونو څخه په کور دننه او بهر د ملتپالو غورځنګونو په تیره بیا د پښتانه لږه کي په وړاندي د فشار او تعقیب د وسیلي په توګه کار اخلی . ډیره زورونکي خو داده چې ، پاکستان د عراق او شام اسلامی دولت په هسک کولو کې هم لاس درلود . د ۲۰۱۴ م کال د شمالي وزیرستان له عملیاتو دمخه ډیر شمیر ان په سلهاؤ بهرنیو جنګیالیو سوریه کې د ولسمشر بشارالاسد خلاف جګړي له پاره قبایلي ساحي پریښودي او سوریي ته ولاړل . ولسي وګړو او د طالبانو غړو ویل چې جنګیالیان کویټي ته ولا=A�ل او له هغه ځایه یي قطر ته الوتنه وکړه . هلته دوی ته نوي پاسپورټونه ورکړل شول او ترکیي ته روان شول ، چې له دي ځایه سوريي ته تیر شي . یو شمیر نورو بیا د قاچاق وړونکو څخه په ډکو لارو له پاکستان څخه ایران او له هغه ځایه عراق ته رهي شول . دا جنګیالي د هغي موقي سره سمهلته ورسیدل کله چې د عراق او شام اسلامي دولت جګړه مارو په عراق کې په چټک یرغل لاس پوري کړی ؤ او د ۲۰۱۴ م کال په اوړي کې یي اسلامي دولت ج�=8ړ کړ. که پورتنۍ رپوټونه سم وي ، بیا پاکستان د قطر اوښایي نورو سره مرسته کوله چې نړیوال سني جهادیان ( د ۳۰۰ پاکستانیانو په ګډون ) چې د قبایلي ساحو څخه وه او هلته نور نه په کاریدل ، د سوریي نوي جګړه ایز محاذ ته ورسیږي .  یوه پاکستاني سیاست پوه چې د استخباراتي چارو په اړه یي خبري کولي او نه یي غوښتل د هغه نوم واخستل شي ماته وویل ، دا یو بل ثبوت دی چې پاکستان د جهادي جذباتي ګروپونو په زیږولو او تنظیمولو کې په اساسي توګه ښکیل دی . ۳۰ کاله کیږي چې دا لړي په همدي توګه روانه ده . په ۱۹۹۰ م کال کې ما د یوشمی�=1 چینایي ایغور ځوانانوسره چې د چین شمال غربي نارامه سیمي څخه وه او د پاکستان په مدرسو کې یي روزنه موندلي وه او د یوه لنډ یرغلیز ماموریت له پاره افغانستان ته تللی وه څوهلته د جګړي د ډګر مزه هم وګوري ، د بس موټر ګډه سپرلي کوله . دوي بیرته کورونو ته ستنیدل او نوی نوزی پاکستاني پاسپورتونه ورته ورکول شوی وه . دا ډول ډالي هغو کسانو ته ورکول کیږي چې عمدتا یي د جهاد سره د یوځا�=A کېدو هوډ کړی وي . یو کال وروسته کله چې اوسامه بن لادین په پاکستان کې پېدا او ووژل شو ، ما د یوه کشمیري ګوریلا قوماندان سره چې د کشمیر د لانجمني سیمي څخه ؤ مرکه درلودله ، هغه ۱۵ کاله د پاکستان د پوځي تنخواخور په توګه بوسنیا ، چچینیا ، کشمیر او افغانستان ته د یاغیانو د روزني او مرستي په موخه سفرونه کړي وه . په ۲۰۱۲ م کال کې زه د یو لړ زیاتو پیښو سره مخ شوم هغه دا چې یو شمیر ځوان روحانیون او په پاکستان کې د حقاني مدرسي څخه نوي فارغان په افغانستان کې خپلو کلیو ته راستانه شول ، هغوی پولدار ښکاریدل او د مسجدونو په چلولو او د طالب بانډونو لیکو ته یي د مینه والو په جلبولو او تنظیمولو پیل وکړ . ما دا مدرسه په ۲۰۱۳ م کال کې لیدلي وه ، دا مدرسه د افغان طالبانو رضاعي مور بلل کیږي ، چیري چې د طالب حرکت ډیرئ مشران دلته روزل شوي دی . د دي ځاي روحانیون د طالبانو څخه د ملاتړ په برخه کې په خپله خبره ټینګ ولاړ کسان مالومیږي . د مدرسي ویاند سید یوسف شا راته وویل ، موږ د طالبانو په هکله کارپوهان یو، هغه زیاته کړه د افغانستان زیات خلک لاتر اوسه له دوي ( طالبانو ) څخه ملاتړ کوي . دا مدرسه د پاکستاني استخباراتو پخوانۍ وسیله ده ، چې د پښتنو په څنګ کې د افغانستان له شمال څخه د قومي لږه کیو خلک تر روزني لاندي نیسي . دمګړۍ هدف دادی چې د دغو ځوانو فارغانو له لاري د افغ=8�نستان په شمال کې کنټرول تر لاسه کړي ځکه له دي ځایه دوي منځنۍ اسیا او غربي چین ته د رسیدو په تکلسترګي نیولي دي . پاکستاني روحانیون د منځنۍ اسیا د اوسیدونکو تر څنګ د چین د ایغوریانو د روزلو او بنسټپال کولو چاري هم مخته وړي . هیچا تر اوسه د دغه کړنو له امله له پاکستان سره حساب و کتاب ونه کړ ، نو ولي به هغه اوس له خپل پخوانې عادت څخه اوړي ؟  پاي