د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سیاسی او اقتصادی حالات به مو ښه شی، انشأالله

مشفق 09.02.2016 12:45

په وروستیو کې ډیری افغانان یوله بل نه پوښتي چې آیا دسولې خبرې چې پیل شوي پایله به ورکړي ؟ آیا زموږ اقتصادي حالت به ښه شي ؟ آیا بې روزګاري  به ختمه یا کمه شي ؟ آیا له هیواد څخه دخلکو تلل به نور په هیواد کې دوضعیت دښه کېدوله امله بس شي؟ ...؟
ستونزمنه ده چې ټولو پوښتنو ته  څوک کره او رغنده ځواب وړاندې کړي ، خو حالاتو ته په کتو سره ویلای شو چې هیله مندی ترناهیلیو انشاالله ډېرې دي . او که خدای کول راتلونکي کلونه او وختونه به  په هیواد کې دامن او سوکالۍ  شاهدان واوسو . سره له دې چې ډیری شنونکي او ان یو شمیررسنۍ زموږ له دې نظر سره موافق نه دی خوداسې دلایل موجود دي چې دښې راتلونکې زیرئ ورکوي.
په لومړي ځل دافغانستان دسولې خبرې داسې یو پړاو ته رسېدلي چې له ورایه ترې دبري هیلې کېږي ، څلوراړخیزې غونډې اوس دادی خپله دلارې نخشه وړاندې کوي او په نږدې راتلونکې کې دمحسوسو پایلو خبر ورکوي . په قطر کې چې دپګواش کاناډایی سازمان په همکاری کومه غونډه جوړه شوې وه داسې ترې جوتیږي چې اوس دجګړې ټولې خواوې دسولې دخبرو لپاره  څخه وراخوا دعملي سولې لپاره چمتو شوي دي . کومو کسانو چې په دغه غونډه کې ګډون کړی وو په روښانه توګه یی بیان کړې چې ددولت دمخالفینو استازو په دريځ کې ژور بدلون لیدل شوی او دنظر تفاوتونه اوس ډیر راکم شوي . په زړه پورې ده چې دقطر له غونډې وروسته دهمدې هیواد یو ه مؤ سسه په افغانستان کې د ۱۴۰ میلیونو ډالرو په ارزښت دپانګونې ژمنه کوي او وایی چې نورقطری او عربي شرکتونه هم دورته پانګونې لیواله دي او په نږدې راتلونکې کې به نورې پانګونې هم پیل شي آیا دا ددې نښه نشي کیدای چې دقطر چارواکی له مخکې له یوڅه خبر دي؟ او لا له وړاندې یې خپل سفرونه افغانستان ته پیل کړي هم دي ؟ په همدې توګه  دقطر له غونډې او دڅلوراخیزوغونډو له دریم پړاو نه وروسته په هیواد کې دساختمانی چارو داتحادیو استازي وایی چې دامریکي پراختیایی اداره او دامریکې سفارت او نورې اړوندې امریکایی ادارې به په راتلونکې کال کې یواځې په ساختماني برخه کې دیو میلیاردډالرو په کچه پانګه ولګوی چې په پنځه کلونو کې به هرکال تریادې شوې پانګې پورې ولګوي یعنې پنڅه  میلیارده ډالره ، له بل لوري اروپايي اتحاديی ، دآلمان او سویدن او یوشمیر نورو هیوادونو او نړیوالو مؤسسو  هم په نږدې وختونو کې دلاډېرې پانګونې او مرستو ژمنې کړي .  څور ورځې مخکې دچین هیواد استازوهم افغان مشرانو سره کتلي او ویل شوي چې په نږدې راتلونکې کې به دلاجوردو لارې جوړولو تړون لاسلیک شي او دغه لار به چین د قیرغیزستان ، تاجکستان او افغانستان له لارې ایران ته وصل کړي ، او دټاپي پروژه خو اوس ډیره مشهوره شوې چې دپاکستان او هندوستان او ترکمنستان او زموږ دهېواد ګډې ګټې تأمینوي او په نږدې راتلونکې کې به یی عملی کارهم پیل شي او لا په زړه پورې داده چې طالبانو هم ویلي چې دټاپي پروژې دعملي کېدو ملاتړ کوي !
څلوراړخیزې غونډې ته چې په کې امریکا ، چین ، پاکستان او افغانستان ګډون لري او پورتینو اقتصادي پرمختیاوو او خبرونو ته په کتو سره داسې اټکل کیږي چې که خدای کول نور دافغانستان دجګړو دپای وخت رالنډ شوی که نه دداسې سترو پانګوونو او فعالیتونو دپیل اعلان ستونزمنه وه چې پرته له مقدمې دې شوی وای .
خو اساسي خبر داده چې یواځې نړیوال سیاسی او اقتصادي فعالیتونه هم نشی کولای رغنده مثبت بدلونونه رامېنځته کړي او زموږ ټولې هیلې ترلاسه کړي په کوردننه هم خلک او هم دولت مکلف دی چې ترپخوا په خپلو چارو او دفکر په طرز کې بدلون راولي او دمثبتوخواوو په لور ګامونه واخلي . په دې برخه کې له ملي  حکومت او په تیره بیا له ښاغلی جمهور رییس نه دخلکو هیلې ډيرې دي ، ځکه دی په اقتصادي چارو کې ښې تجربې لري او کومې برنامې یې هم چې په دې اړوند وړاندې کړي او هرکله چې په مجالسو کې خبرې کوي نو دښو راتلونکو فعالیتونو په لور  له هیله مندی نه ډکې خبرې کوي. او ښه به مو په یادوي چې ولسمشر په خپل انتخاباتی کمپاین کې ویل (که چیرې زما دسر په بیه هم وي زه به دافغانستان دسولې لپاره کار وکړم .) خو یواځې په خبرو هم نه کیږی خلک عمل غواړي او کوټلئ عمل ، جمهور رییس او ددولت نور مشران باید نور له هغو چارو څان راوباسي چې دهیواداوخلکو لپاره ستراتیژیک اهمیت نه لري ، کومې ژمنې چې شوي یا کیږي  باید ترسره شي .
خو په هرصورت وروستیو پرمختیاوو ته په کتو سره داسې جوتېږي چې نور په هیواد کې جګړې ددغو جګړو د حامیانو  لپاره هم کیدای شی  ستراتیژیکه انګیزه و نه لري او ټول اړخونه داسې فکر کیږي چې  غواړي په افغانستان کې دسولې او کرارۍ په راتګ سره او بیا داقتصادي رونق په رامېنڅته کیدو سره خپلې موخې هم ترلاسه کړي. خو داچې په حقیقت کې هم څه کېږي او دتقدیرونو دلیکونکي غوښتنه څه ده دا به انتظار وباسو راتلونکي ته ! خو موږ ته په کارده چې هیله من او خوشبین واوسو او خپلې ټولې هڅې دښو لاسته راوړنو اوبریالیتوبونو په لور وآزمایو.