د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دې لنډۍ ته ماهم وکتل

وکیلي 03.02.2016 14:37

ښاغلي بصیرالحق «عادل» صاحب د ټول افغان په ښایسته ویبپاڼه کي په ۲۸ .۱ .۲۰۱۶ نېټه کي د [یوې لنډۍ دوې ماناوې ] تر سریزه لاندي یوه ښکلې لیکنه کړې ده .
چي هغه یوه (لنډې) ده او ده ئې دوې ماناوي ځني کړي دي . ماچي دا لیکنه ولوسته ډېر خوندئې راکی؛ زې هم ودې ته وهڅه ولم،چي دا (لنډې ) د پښتو د« ژبښود» یاني پښویي له مخه مانا کړم . دغه « لنډې » ښاغلي « عادل » صاحب بېخي ښه مانا کړې ده؛ خو زه ئې د« ګرامر » له لحاظه سپړم .
روښتیاهم چي پښتو ژبه د لعلونو پټ کان دی . د دغه پټ کان د لعلونودجملې څخه هم دپښتو خوږې (لنډۍ ) دي . لنډۍ د پښتو ژبي دګړني ادب اوسندیز هنر په سر کي ځای لري . ځان ته ځانګړی سبک لري . د شعر سره تو پېر لري په قافیه پوهنه کي نه راځي؛خو سندریز جوړښت او ویل ئې ډېر خوندور او زړه وړونکی دي . څرنګه چي ژبپوهان ورته ځیر سوي دي څپه ایز تقطع ئې د یوې (لنډۍ ) ټول ۲۲ څپې بللي، چي په دې حساب سره ۹ څپې لومړې نیمکه یاني مصراع او ۱۳ څپې ئې دوېمه نېمکه ده او د پای توری د دویمې نیمکي تل «نه » یا «مه » وي . دغه دیوې (لنډۍ) بڼیز جوړښت دی . راغلو و دې ته چي دا چا ویلي او کله ویل سوي دلته خبره ستونزمنه کيږي . زما په ډېر ګمان «لنډۍ » تر ډېره بریده د ښځو له خوا ویل سوي دي او ډېر لږ نارینه وو ویلي دي . دا خبره ثبوت ته اړتیا نه لري . په خپله دهري « لنډۍ » څخه دا ښکاري، چي چا ویلې ده . هره « لنډې » چي ویل سوې ده پر خپل مهال او ځای باندي د اړتیا په وخت کي پر هغه موضوع سکښتې ویل سوي ده . د «لنډۍ »د ویونکي په «نامه »څوک نه دی څرګند او د هري خوښۍ، غمیزي، ښادۍ، اتلولۍ، نارینتوب او دغسي دنورو پيښو په باره کي یوه «لنډې » چي دپيښي ټوله منځپانګه ئې احتوا کړې وي ویلې ده . دغسي چي نوم ئې « لنډې » ده یاني ډېره «اوږده» موضوع ئې په ډېرو «لنډو » خبرو سره ستایلې او موضوع ئې څرګنده کړې ده .
ویونکې د «لنډیو » پښتني ټولنه ده . کتاب د «لنډیو » دپښتني ټولني د یوې خولې څخه و بلي خولې ته دی . چي ډېر لیري ولاړ نه سم موضوع رالنډوم دا بحث اوږددی دلته بسنه پر کوم او آري موضوع ته را ځم، چي هغه د ښاغلي عادل صاحب «لنډې » ده .
ما ډېري لنډۍ زده دي او ډېري مي هم اوریدلي؛خو دغه «لنډې» مي نه وه اورېدلې .
«لنډې » :
[ چې ما کولی خدای منلی ورور مې مېړه وای مور مې خواښې وای مئينه ]
لومړې نيمکه ددغي «لنډۍ »یوه غوښتنه ده . آري خبره ئې په دوېمه مصرع کي او په لومړۍ جمله کي پټه ده .
دغه «لنډې » یوه کنایه ده،چي په پښتو اشعارو او لنډیوکي دغسي کنایي ډېر سته او له بلي خوا نه دغه دوېمه نیمکه یاني مصراع د دو« التزامي» جملو څخه جوړه سوې ده .
د دوېمي مصراع لومړې جمله : [ ورور مي مېړه وای ] دغه جمله د « وای » په فعل سره التزامي ده . یاني [ کاشکي -- ارمان دی، چي ورور مي مېړه وای!] دغه د « وای » فعل د مرستندویي بې قاعدې لازمي کړنځي (ول) څخه راځي .
«مېړه» څو ماناوي لري : غیرتي،«نر » او ناکح واده لرونکی . دلته په دغه لنډۍ کي نه د غیرتي مانا ورکوي او نه هم د «نر »؛ داځکه که «دی» نر یاغیرتي سي [مور ]ئې نه خواښي کیږي .
او که ناکح سي واده ولري نو د مایني مېړه دی . اوس [ ورور مي مېړه وای ] زموږ اسلامي ټولنه داسلامیت او رواج له مخي دا کله مني،چي ورور دي د خور مېړه سي .
اصلي خبره دلته ده، چي ورور ئې واده لرلای؛ دی به مېړه سوی وای نو «مور» بې هم خواښې سوی وای .
د دغي لنډۍ ویونکي ارمان دغه دی . [ ورور مي مېړه وای مور مي خواښې وای مینه]
دغه د«مي » ضمیر یود [ ویونکي ناتړلی نومځی ]یاني ضمیرمتکلم منفصل دی،چي په درو حالتو کي راځي . لکه : فاعلي حالت، مفعولي حالت او اضافي حالت .
فاعلي حالت : [ دی مي وشاړه . ]؛ مفعولي حالت : [ دی مي بیایي .] ؛ اضافي حالت : [کتاب مي احمد واخیست .]
دلته په دغه لنډۍ کي «مي » اضافي حالت لري . دغه (لنډې ) هرچا چي ویلې د ژبي هنر ورسره دی .