د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د جرګې په مخکې او د ټـوپک تر شا (۱)

ډاکتر رحمت ربی ځیـرکیار 01.02.2016 12:52

دومه برخه دلته لوستلی شئ

د برلین د ازاد پوهنتون، د کابل پوهنتون، او په امریکه کې په دوه پوهنتونونو کې د سیاسي علومو پخوانی ښـووانـد. ماسټري او ډاکتري دواړه په سیاسي علومو کې د برلین په ازاد پوهنتون کې، او مافوق بکلوریا په سیاسي تعلیم او تربیه کې په ګویتې پوهنتون کې –  د فرانکفورت/مایـن ښار

سـریـزه
 څو ورځې وړاندې ما ځیـرکیار خپله پښتو لیکـنه ( د خپلواکۍ او غلواکۍ جګړې د جنرال وزیـري او مـلاکاتب په کتابونـو کې) د ۲۰۱۶ د جنورۍ په ۱۵( ۲۵ مرغومی ۱۳۹۴ لمریز) ویب سـایټـونـو ته ولیـږله او خپره شوه. کانـدیـد اکادمیسن اعظم سیستاني په ګړندي ډول په فارسي وژباړله او زه یې په دې عـلمي خدمت پـوروړی کړی یـم. د دغې لیکنې په اړه راته څو تنو په ګډه سره داسې لیکلي دی چې: د لیکلو سبک دې «ځانګړی» دی او« ورک معلومات » دې  پکې خونـدي کړي دي، ورک په دې معنی چې «مـوږ پـرې خبـر نـه وو».  یو بل افغان را ته لیکلي دي چې: په غټه کچه مې «مبهم موضوعات» را برسیره کړي دي او د راتلونکو نسلونو  لپاره مې د واقـعـیتونـو د «تحـریف» مخه نیولې ده- دا ایمیل په انګریزي ژبه رالیـږل شوی و. یو بل پوښتلی یم چې ایا زه «د ټوپک او جګړې جنرال» یم؟ زما غبرګون دا دی چې «نه!»: زه د قلم او واګپوهنې (سیا سي علومو) پوهیدونکی یم.  ګڼ شمیرنورو شکایت کړی دی چې د لیکنې په ځینو ځایونو کې مې  ګـړنـدي ګامونه اخیستلي دي، او کلکه هـیله یې کړې ده چې باید زیات معلومات وړاندې کړم. دغه دی د تیرې لیکنې په شمول، نـور معلومات او لاسوندونه (شواهد) به وړاندې کړم، په لاندې ډول
حبیب الله رفـیع  لیکـوال، شاعـر،  اوتاریخپـوه دی چې اوس په کابل کې د علومو اکاډیمۍ د تاریخ


په څانګه کې مصروفیت لري. څه د پاسه ۴۷ کالـونه وړاندې،  رفـیع په پـټ يـعـنې مستعـار نـوم («خپـلواک») د هغـه مهال په مات ګوډ دموکراتیک شرایطو کې په دې سرلیک یوه لیکنه په کابل کې خپره کړې وه:« د خپلواکۍ د لارې یـو لوی مجاهـد جرنیل یار محمد خان»( افغان ملت اووه ورځنۍ ،۸۵ پرله پسې ګڼه: ۱۹ وږي ۱۳۴۷ لمریز=۱۰ سپتمبر ۱۹۶۸ زییز=۱۶ جمادی الثانی ۱۳۸۸). ما ته  د رفیع د لیکنې  پاسنۍ فـوټو کوپي رارسیدلې وه او د هـغې له مخې مې لانــدې متـن ټا یپ کـړی دی:« دا یو ثابت او منلی شوی حقیقت دی چه د افغانستان ملي تایخ تر اوسه نه دی لیکل شوی او کومه کرښه چه چیرته شته هغه هم ضمنی ده، نو دا د افغان ملت تاریخي او اساسي وظیفه ده چه د ملیونو او ملی مجاهدینو  کارنامی خوندی کړی او وخت په وخت د ملت د تاریخ بابونه محفوظ وساتی، په همدی غرض دلته د هیواد د خپلواکۍ  د لاری د یوه لوی  مجاهد جرنیل یار محمد خان [وزیری] سـره تاسی معـرفی کوو.»[ دغه مهال «د کابل فاتح شاه ولـي خان» ژونـدی و، خو هغه مهال لکه چې د افغانستان مورخینو اود طبقاتي مبارزې مشرانو په «افغان ملت» اخبار کې د حبـیب الله رفیع پـښتو لیکـنه نه وه لـوستلې!؟ «افغان ملت» هغه خپـرونه وه چې د امتیاز خاونـد یې انجنیـر غــلام محّـمـد فـرهـاد و او مسئـول مدیـر یې قـدرت الله حـداد. د زیاتـو معلـوماتو لپاره زما راتلونکی کتاب ولـولئ: د نا پوهۍ تیارې او د پـرمختګ ډیوې د افغاني کلتور په چوکاټ کې له عبدالرحمن خان نه تر اشرف غني: ۱۸۸۰تر ۲۰۱۵]- ځیرکیار



(۱) «بـریالي غـازي» او ولسي جـنرال یارمحّمد خان وزیری
دلـتـه د جنرال وزیري خاطرې درپیژنم چې په  ۳۵۰ + مخونو کې یې خپرې کړې دي: د افغانستان د خـپلواکۍ او نجـات تـاریـخ. ترتیـبـوونکی فـدامحّمـد نـومیـر. خپروونکی: د افغانستان د کلتوري خــدمـتـونو اداره: پیښــور، پښتــونخـوا. چاپځی: مـلت پـریس،لاهـور، ۱۳۷۹هـجري لمریـز=۲۰۰۰زییـز
د جنرال وزیري کتاب د  افغانستان د ملي تاریخ یو مهم د یـوان دی چــې له لـوســتلو نه یـې هـر سیــال افـغـان  خونــد او پـنـد اخـیستلی شـي. لیکـوال یې نه یـواځې جګـړن و،بلـکې ځما پـه انـد جګـړانـد (ســتـراتـیجیـست: جګړه پـوه، د جګــړې چار پــوه) و، خـبـرلـوڅ و او جـرګـه مـار و.  دا شمـله وال او ولسي جګـړانـد د وزیـرسـتان له بې نـومه دفــاعـي او جهادي پـوهــنـتـون نـه د بـریالـیتـوب په جـګـه درجـه راوتـلـی و. د ا سـړی هغـه ستـر پـښتـون- افـغـا ن و چې د خپلـواکۍ او غـلواکۍ (بچه سقاوۍ) جګـړې یې لومړی پــه جـرګـو او بیا په جګړو ولاړې وې. دا هغه زړه ور جـنرال و چې د ۱۳۵۱ هـجري لمریز په سنبله (اګست ۱۹۷۲) کې یې د  کابل ښار په کلوله پشته نومې سیمه کې  د ماسخـوتن په لـس بجـو د حق استازي ته لبیک ووایه او په سبا یې جنازه  د کندهار ښارته ویوړل شوه او  هلته په خپل کاریـز(«جرنیل کاریـز» = جنرال کاریـز‎) کې خاورو تـه وسپارل شو.
 د هغه هـدیره او کاریـز دواړه د تاریخي عـینو مـینې  په خـوا کې پـراتـه دي.خـو افسوس چې د افـغـانستان متـرقـي او دیني مـورخینـو په خپلـو پـڼـډوتـاریخـونو کې د ولسي او جرګه مار جـنرال یـار محّمـد خان وزیـري نـوم او کارنامې نـه دې ذکـر کـړي، سـره لـه دې چې د جنرال یار محّمد خان پـه نـوم (لـه امان الله خانه تر محّمـد داود خانه) ګـڼ شمیـر  تحسیـن نامې او پادشاهي فـرمانـونه صادر شـوي وو. امکان لـري چې دغه تحسیـن نامې او فـرمانونه به په کابل ښار کې په ملي ارشیـف کې ساتــل شــوي وو او پـه لـیدلو به یـې کوم بـندیـزنه و لګـیـدلی؟ پـه ۱۰ سپتمبر۱۹۶۸(۱۹  وږي ۱۳۴۷ لمریز) کې  حبیب الله رفـیع په پټ (مستعار)نوم په «افغان ملت» اووه نیزه خپرونه کې په پوره احتیاط سره  « د خپلواکۍ د لاری یو لوی مجاهـد جرنیل یار محمد خان» معرفي کړ. ښایي نامتو مورخینو به «افغان ملت» اخبار نه لوست
جنرال یارمحّمد خان وزیری لیکي چې د امیـرعــبدالرحمان خان د پاچا کـیدلو په کال (۱۸۸۰م)کې نهه کلـن و، او د حبیب الله خان د پاچا کــیدلــوپــه کال (۱۹۰۱م) کې  ۲۹ کــلـن و. پــه دې ډول ویلی شو چې  جنرال وزیری په ۱۸۷۱ زیـیـز کې زیـږیدلی و او د ډیــورنـډ د رټــلي استعـماري تــړون پــه کال ( نــومبـر ۱۸۹۳) کـې ۲۲ کــلــن و
جنرال وزیری د مـریاڼـي قوم په قـنـدیـل نومې سیمه کې په دیـني کورنۍ کې زیـږیـدلی و. د پلار نوم یې بــازمحّمد خان و، د نــیکه نـوم یې  خان محّمد خان و. د حقداد خان کړوسی و او د شیـر محّمد  خان مریاڼي (جمریاڼي) کوسی وچې د ۱۷۵۵ زییز(۱۱۳۴لمریز) په شاو خوا کې د ټول افغانستان  د قـنـد یـل په سیمه کې استوګن و. دغه سیمه اوس په پکتیکا ولایت کې شامله ده چې له کابل ښار نه ۳۱۷ کیلـومتره واټن لـرې او د وزیـرسـتان پـولې ته نږدې پـرته ده. دین دوستۍ اوهیواد دوستۍ د جنرال یار محّمد خان وزیــري په پخـوانیانو کې هم غښتلې مقام لاره.  د ده مشر نــیکه شیــر محّمد خان مـریاڼـي د احمـد شاه بابــا د لمسي زمان شاه دراني (زییز۱۸۰۰-۱۷۹۳) سره  د سیکانو په مقابل کې په ۱۷۹۶ کې  وسله وال ملاتړ وکړ: « اووه سوه جنګیالي  ځوانان... درې سوه پسونه... یوسل او پنځوس په غله بار اوښان او شل د سپرلۍ لپاره ګړندي اسونه» یې په خپل لاس خپل  «افغان اولی الامر» زمان شاه ته په پـیښور کې وړانـدې کړل. د جنرال وزیری د کورنۍ سلسله په ۷ هجري (۱۳ زییزه) پیـړۍ کې روحاني شخصیت حضرت حسین نیکه ته رسیـږي چې  په خټه د کاسیانو په قـوم ورګـډیـږي او زیارت یې قندیل ته په نږدې واټـن کې پروت دی. یعنې د جنرال یارمحّمد خان وزیري د سیاسي ټـولنیـز کیدنې عملیه په یو کلک روحاني او پښتني چاپیریال کې بشپـړه شوې وه. دغه ډول کوټلي  چاپیـریـال د ځـوان یارمحّمد خان لپاره د مشرتابه زمینه بـرابـره کړې وه
« د غــازي جـرنیل[جنرال] یارمحّمد خان وزیــري ژوند لیک او کارنــامې» په سرلـیـک لیکـنه ما ( ځیـرک یـار) ته منلي فـــدا محّمـد نـومــیـر د ۲۰۱۴ د اکتــوبر په ۱۷ د پــوستې له لارې د سهــیلي کــلیفـورنیا له «کـورونـا» ښــار نــه په  تــقــریـبا دوه مخـونــو کې رالـیـږلې وه. دا بـیـدار او منلی  افـغـان  چې د کتابونو د لوستلو او ساتلوشوق لري، د ارواښاد جـنرال یار محّمد خان وزیــري شپـږم ځـوی دی. زه او دی لـه اوږدې مـودې راهــیسې پــیـژنــو. خــو زه  نـږدې یـوکال وړانـدې پـوه شـوم چې دی څوک دی:دغه مهال ما د ده د پـلار د کتاب لـومړی چاپ  (۱۳۷۹ل=ز۲۰۰۰) لوستلی و، او په ۳۵۴ مخ کې مې یې د منلي  فـدا محّمد نــومیـر او د ده د اتـه نـورو وروڼـو نـومـونـه لـوستـلي وو
                                                            
۰ پـیښور                                                                                                 
۰  پاړه چینار                                             
۰ ګردیز               
۰ کوهاټ                                                                                               
۰ټل               

۰ خوست                                         
۰ ځدراڼ                          
۰ میرانشا                                             
  ۰  و ا ڼـــه                                          
                                   
(۲)امیر عبدالرحمان هغـوی له خپل رعیت نه ویستلي وو
 لیکوال جنرال (یارمحّمد خان  وزیری)وایي چې یو وخت پخپله پـوونده او کوچی و. نوموړی  په خپلو خاطراتو کې کاږي چې د ډیــورند په رټلـې توافـقـنامې سره «دافغانستان د غـښتلي وجود» څخه  «لاس اوپــښې » غـوڅ شول. امیر عبدالرحمان «موږ فرنګیانو ته لاس تړلي سپارلي وو.» پخپله ۲۲کلن جنرال د وزیرستان د لوي مجاهد ملا پونده  اخونـد سره( چې د وزیرستان نور مهم سړي ورسره مل وو) د کابل په لور لاړ په دې هیله چې عبدالرحمان خان «د خپل تړون څخه واړوي» او د انګریزانو په مقابل کې یې غزا ته وخوځوي. د ملا پونده اخوند او ملا همزالله اخوند په مشرۍ د وزیرستان د خلکو جرګه ګۍ کابل ته ورسیدله،او امیر عبدالرحمان خان ورته په حکومتي میلمستون کې ځای ورکړ. د کابل ډیرو مشرانو غوښتل چې د دغې جـرګه ګـۍ سره وویني. خــو د باچا ګمارل شوو اشخاصو به د وزیرستانیانوسره د ملاقات لپاره هغه څوک «راپریښودل چې به دحکومت سړي وو». ملا پونده اخوند امیر عبدالرحمان خان ته د یولس (۱۱) تنو نومونه ښودلي وو چې ملاقات ورسره وکړي. خو هغه یواځې ملا پونده وغوښت او ورته ویې ویل چې: د ږوب(ژوب) او وزیرستان سیمه یې د انګریـزانو سـره د جګړې د مخنیــوي له املـه دوی  ته پــریښې ده، تر هغه مهاله چې دوی په هندوستان او بنګال کې وي. امیر ورزیاته کړه چې هغه مهال د انګریزانو په ضد جنګیدل اسان کار نه وو. د دوی په ضد په دوه جګړو کې افغانستان ویجاړ شو، خو پخپله انګریزان لا هـمغسې په زور کې دي. امیر عبدالرحمان ورته دوه وړاندیزونه وکړل:(۱) د وزیرستان ولس کولی شي چې پخپله خوښه د انګریزانو سره معامله وکړي، خو که هلته یې ژوند تریخ وي، نو (۲) خپل کور افغانستان ته دې را په کـډه شي. جرګه سم دلاسه وزیرستان ته ستنه شوه او د وزیـرستان او ږوب (ژوب) ولــس یې پــه دې وپــوهــاوه چـې عـبدالـرحمان خـان د خپل امارت د ساتنې لپاره د دوی خاوره انګـریـزانو ته سپا رلې ده. امیر عـبد الرحمان «موږ د خپل رعیت د حساب نه ایستلي وو». هغـه مهال چې د وزیرستان جرګه له کابل نه راستنه شوه اود ملا پـونده په مشرۍ غـزا دوام درلود، «فـرنګیانو ورته امارت وړاندې کـړ. ولې ملا صاحب د فرنګیانو وړاندیز د جهاد د مورچل له لارې رد کړ.» . امیر حبیب الله خان (۱۹۱۹-۱۹۰۱)هـم « زموږ د سیمو په اړه» د خپل پلار لار ونیوله. خو د ده ورور سردار نصرالله خان به د وزیرستان د غازیانو سره  د رئیس المجاهدین ملا عبدالرزاق انـدړ له لارې اړیکې پاللې. خو د ده مرستې دومره زیاتې نه وې چې د وزیرستان او ږوب د ولسونو غزا بریالیتوب ته ورسوي. په ۱۲۹۳لمریز (۱۹۱۴ز) کې غازي او «ملي قاید»  ملا پونده اخوند له نړۍ سترګې پټې کړې. خو په وزیرستان کې ملا همزالله اخوند او په کابل کې ملا عبدالرزاق اندړ د غازیانوخواخوږۍ او ملا تړ ته چمـتو وو. د ملا پــونده له مـړینې نه وروسته، د غــازیانو په  خوښه ملا فضل الدین اخونـد (د ملا پونده اخوند ځوی) د مشرتابه لپاره غـوره شو

(۳) امیر حبیب الله خان نه دځان او نه دملت شو    
د لومړئ نړئ والې جګړې (۱۹۱۸-۱۹۱۴زییز) په مهال، امیر حبیب الله « نه د ځان لپاره څه وکړل او نه یې  موږ ته څه ګټه راورسیده.» په لغمان کې د ده د شهادت پورې، د وزیرو اود ږوب د خلکو غــزا د ملا هـمزالله اخونـد په مشرۍ چلیدله. د خپل پلار په شان، امیر حبیب الله خان هم د ږوب او وزیرستان ولس په خپل رعیت کې نه شمیره. خو «موږ دا فکر او خیال نه کاوه چې موږ د خپل توکم څخه بیل ولس یو.»  د فرنګیانوپوځ د لومړئ نړئ والې جګړې په مهال بوخت و، او لـه دې امله امیر حیبیب الله خان ته ښــه موقــع ور په لاس شـوې وه چې د خپل غـلیم د دغې پوځي کمزورۍ نه ګـټه واخلي. د فرنګیانو چې په  دغه جهاني جګړه کې بری په برخه شو، د سیند او پنجاب د کلک کنټرول لپاره وزګار شول : د وزیرو او ږوب په ولس  یې زور واچاوه  چې ملیشې  پکې رامنځته کړي، او پوځي مرکزونه پکې جوړ کړي. خو ولس پرې غـلچکي بریدونه کول، په هغـو ټـوپکونو چې پخپله د دغو بریدونو په اوږدو کې یې له انګریزانو نه لاسته راوړي وو. خو په ملیشــو کې ځیــنو صوبـدار میجــرانو او کــومانــدانانو د غازیانو سره لاس لاره او دوی به یې د انګریزانو په قافلو او کاروانـونـوخبرول، او په ډول به غازیانو لوټول او وسلې به یې ورځنې نـیولې. د وزیرستان او ژوب ولـسونه د ملا عـبدالرزاق انـدړ له لارې د امان الله خان په فکر خبـر شوي وو چې د خـپلواکۍ پـلوي دي او د انګـریــزانو غـلیـم
(۴) ۱مان الله خان ته د ولس هـیلې زیاتې شوې
 [ امیــر حبیب الله خان نــیمه شپه/ د سهار ۲ بجې د ۱۹۱۹ د فــبرورۍ په ۲۰ په لغمان کې ووژل شــو او ورور یې نائب السلطنه ســردار نصرالله خان خپل ځان ســم دلاسه په جلال اباد کې امیر اعلان کړ. د امیر حبیب الله خـان دریم ځـوي امان الله خان (  ۱۹۶۰-۱۸۹۲)مخکې لــه دې چې امــیر شــوی وي د مـارچ په ۳ د هــند وایــسرا سردار چـیلمسفــورډ  تــه لیک ولیـږه: هـلته یې دیته ګوته ونیوله چې «غـاصب» (نائب السلطنه سردار نصرالله خان) لـه واکمنۍ نه لاس اخــیستلی دی او پـر ځای یې خلکــو دی (امان الله خان) ټاکلــی دی.  درې افغـان جنرالان د ډیورند د سـرحد په لــوري وخــوځـیدل: د ۱۹۱۹م د می په ۳ صالح محّمد خان ډکې ته ورسید، د می په ۵ عــبدالقدوس خان د قلات-غلزای/کندهار په لوری وخوځید او محّمد نادرخان د می په ۶ د پکتیا پـه خوست کې دیـره شو. د خپلواکۍ جګړې تقریبا دوه او نۍ دوام وکـړ( لـودویـګ ادامیک، د افغانستان بهرنئ چارې، ۱۹۷۴)په انګریزي ژبه]. ځیرکیار
د وزیـرستان او ژوب د غازیانومشران، خانان، ملکان او ملایان جـرګه شول. پریکړه یې دا شوه چې ټــول دې ځانونه تـیارسۍ کړي. ملا پونده اخوند په ۱۹۱۴ کې په حق رسیدلی و. د لیکوال جنرال  یار محّمد خان وزیري په کورنۍ کې هم کوم مشر نه و پاتي شوی، او ځکه خو  پخپله ده ته دخپلې کورنۍ مشري رسیدلې وه. د دیني عالمانو په چاپیریال کې،ملا همزالله اخوند، د ملا پونده اخوند ځوی ملا فضل الدین اخوند(مشهور په شهزاده)، د اشکې قاضي، ملک زقیم شاه خان او امیرشاه خان قاضي پخه وڼـډه لرله او له دې امله به ورته د فـتوې اخیستلو مـخ وراړول کــیده. د خانانو او ملکانو په لړۍ کې لکه غازي موسی خان مسید، انګور خان، ملک هفتي خان، زنګي خان، دلبازخان، مشرف خان، ملک دنـډخان، شیرک خان کاکړ، سردارحسن خان کاکړ، قایم خان کاکړ، اخترمحّمد خان مندوخیل، ملک فتح خان سلیمانخیل، نواب خان سلیمان خیل، شیرجان خروټی، نعمت خان خروټی او پخپله لیکوال جنرال نــوم ویستلــی و
 دې زیري چې سردار نصرالله خان د خپل وراره امان الله خان سره غبرګ شوی دی، ولس ډیـر خوښ کړ، د نوي امیر سره یې د وفامنۍ ژمنه وکړه،او د یوه خپلواک واکمن په څیر ورته د کړیدلي ولس هیلې زیاتې شوې. خو ولس دا اندیښنه هم لرله چې هسې نه ځوان امان الله خان د خپل پلار او نیکه په لار لاړشي او د وزیرستان او ژوب ولس د فـرنګي زور زیاتي ته ځانله پریـږدي! حاجي ملا عبدالرزاق د امان الله خان (وری ۱۲۹۸ لمریز=۱۹۱۹) فـرمانونه لیکوال جنرال  وزیري ته ور وسپارل چې د سیمې قـومي مشرانو او دیني عالمانو ته یې ورسوي
ټولو مشرانو او عالمانو پریکړه وکړه چې د ۱۲۹۸ (۱۹۱۹) د ثور د میاشتې په لومړیو کې به  په واڼـه کې د مـلا همزالله اخـوند په کلي (اشکې) کې په ډیر پټ ډول راجرګه کیـږي چې انګریزان پرې خبر نشي. د اشکې په تاریخي او پټه غوڼډه کې لاندې مشرانو او دیني عالمانو برخه لرله: له وزیرستان نه همزالله اخوند، د اشکې قاضي، انګور خان، شیرمحّمد خان،دلبازخان،هفتي خان،قایم خان قاضي، ملا زنګي خان، زرمعین خان،ملک ګل خان، سید خان، ملک زقیم شاه خان، مشرف خان او پایو خان؛ له مسیدو نه ملا فضل الدین اخوند(د ملا پـونده اخوند ځوي)، ملک موسی خان، قطب خان،قاضي صاحب او امیرشاه خان قریش؛ له کاکړو نه سردار حسن خان، اخترمحّمد خان  مندوخیل او سردار قایم خان؛ له سلیمانخیلو نه ملک فتح خان او نواب خان؛ له خروټو نه نعمت الله خان خروټی، او د کندر له سیمې نه پخپله  لیکوال جنرال یار محّمد خان وزیری
(۵) د اشکې په غـوڼـډه کې پـریکـړې
 د اشکې په غوڼډه کې مشرانو او ملایانو  «په اتفاق او یو اواز سره» خپل  بوډا مجاهد ملا همزالله اخــونــد د ټـولو جنګي جبهو ستر کوماندان وټاکه.  پاتی نورې غټې پریکړې په دې ډول وې: (۱)  هـر بــالـغ مسلمان بایـد په ځـان، مال او وســله خــپــل فــرض اداکــړي. (۲) که پــه کور کې دوه
ځوانان وي، یوبه یې غزا ته ځي؛ په غزا کې چې کوم غنیمت له فرنګیانو نه نیول کیـږي، د همغې سیمې په غازیانو پورې اړه لري. (۳) که په یوه سیمه کې غزا پیل شوه، باید په نورو ټولو سیمو کې دې هم پیل شي. (۴) که په کــومه سیمه کې انګریزان په غازیانو برلاسي شۍ، باید د نورو سیمو غازیان دې د مغلوبې سیمې ملاتړ ته ورودانګي. (۵) د جګړې په ډګر کې د هرې سیمې خپل مشر د ټپـیانو اوشهیدانو د پالنې مسولیت لري، او غلچکي او ګډ بریدونه دواړه روغ دي. (۶) جاسوسانو ته جزا دې د غزا تر پاې پورې وځڼـډ یـږي، د دې لپاره چې قـومي او ځایـیزې فتنې رامنځته نـشي. (۷) ملا همزالله اخوند دې امان الله خان ته لیک ولیـږي چې غازیان دهغه مالي او ځاني مرستو ته اړتیا نـلري. (۸) نور څوک د دې  اجازه نلري چې د وزیرستان، ږوب (ژوب)، کـنـدر او ګومل د خلکو په جهادي چارو کې لاس ووهي – د بل چا مشوره د اوریده ده، خو پریکړې به د دغـو سیمو د مشرانو په لاس کې وي. (۹) ملا همزالله اخوند د سیمو د مشرانو د غـزا «جرنیل» [جنرال] دی او فتوه یې ټولو مشرانو او غازیانو ته د منلو وړ ده. پخپله لیکوال جنرال یار محّمد خان وزیری د خپلې سیمې(کندر) د عمومي مشرپه څیر وټاکل شو. انګریزان ښایي د اشکې په دوه ورځنئ پـټه او غـټه  جرګه غوږیدلي وي، خو عکس العمل یې ونـښود. ځما (ځیرکیار) په اند، ښایي انګریزانو به فکر کاوه چې د اشکې د جر ګې ګډون کوونکي به خپل په خپله په مشرتابه وران شي او په خپل منځ کې به پـه شخـړه بــوخت شــي
ملا خیرالدین مریاڼـی او سلیمان خیل ملا شفیق الله اخوند نه یواځې تکړه مبلغین وو، بلکې په سیاست هم پوهیدل. دوی به ولس په دې پوهاوه چې انګریزانو عثماني خلافت له منځه وړی و، همـمهال به یې ولس ته د ملا دین محّمد انـدړ(ملا مشک عالم) او د ملا پونده اخوند د غزاګانو د کړاندو بیلګې ور په زړه کولې، ځکه چې پرګنې د دغـو دواړو غازیانو  او عالمانو د کړاندو سره اشنا وې. په خپله سیمه کې دغه دواړه نامتو مشران او غازیان وو. انګریزانو به د خپلو جاسوسانو له لارې د سیمې مشران د یوبل سره په فـتنه اچول. جاسوسانو به یو مشر د شپې له خوا وواژه، او د وژنې ګناه به یې په بل بې ګناه مشر وروتپله، او په دې ډول به یې د خپلمنځي اور لمبو ته ببـوځی واهه. خو د انګریزانو د نظام په دننه کې، غازیانو داسې اشخاص لرل چې غازیان او مشران به یې مخکې له مخکې د انګریزانو په پلانونو خبرول –[ دیته په  سیاست کې «پنځم غـوڼـډ»/ ستونِ پنجم وایي]. په دغه پنځم غوڼـډ کې دا سړي شامل وو: عصمت الله خان میجر صوبدار، پت خان میجر صـوبدار، تریـن خان جـمعـدار، مشــوخان میجر صـوبدار او اجمیـر خان میجــر صوبـدار
سردار شاه ولي خان د یو شمیر کابلي پوځیانو سره له ګردیز نه اُورګون ته راغی، په دئ هیله چې که د کـندر، ګـومل، ږوب(ژوب) او د وزیـرستان د ولس جهـادي چارې پــه خپل لاس کې ونیســي. نږدې ۱۰۰ کلن مشر ملا همزالله خان اخوند اورګون ته بیا هغه جرګه ولیـږله چې ګردیز ته یې سپه سالار محّمد ناد خان ته ليـږلې وه (انګورخان،امیرشاه خان، عبدالله جان خان، سلیم خان،شیرمحّمدخان، قطب خان،دنـډخان او مشرف خان) او هلته یې د شاه ولیخان سره هـم پیژندګلوي شوې وه. جرګه ګۍ د اورګون په پوځي چوڼۍ کې د سردارشاه ولیخان سره لیدنه وکړه اوهغه یې په دې پوه کړ چې په وزیرستان او شاوخوا سیمه کې د فرنګیانواوګوره پوځیانو نه د چوڼیواو مرکزونو نیول « زموږ د ولس په ذمه دی.» دلیل یې دا و چې د وزیرستان او ګاوڼډیو سیمو خلک خپله سیمه ښه پیژني،. شاه ولیخان ته یې ورزیاته کړه چې «د نیول شوو چوڼیواو مرکزونوساتنه به موږ کابلي پوځ ته سپارو او زموږ مجاهدین به په وړاندې ځي، تر څو چې فرنګیان د پنجاب او ملتان نه تیر کړي.» شاه ولیخان د جرګه ګۍ سره «هرڅه منلي وو.» د محّمد نادرحان پلان داو چې په افغانستان باندې د انګریزانو د تیري او پرمختـګ د مخنیوي لپاره د خوست، ځاځیو او اورګون درې جبهې مهمې وې. د محّمد نادرخان سره دا اندیـښنه وه چې د جګړې په پیل سره به انګریزان په افغانستان برید وکړي «لکه څنګه چې په ننګرهار او کندهار کې د افغانستان خاورې ته ننوتل.» لیکوال کاږي چې په پکتیا کې د نادرخان دغه درې جبهې د  انګریزي پوځونو د مخنیوي لپاره وې، نه د تیري لپاره. د واڼـه د اشکې په جرګه کې مشرانو د برید لپاره څلورسیمې ټاکلې وې: (۱) د وزیرستان د سیمې مورچل پخپله وزیرو او مسیدو په غاړه واخیست. (۲) د ژوب مورچل کاکړو او مندوخیلو ته سپارشوی و. (۳) د کندر مورچل د مـریاڼو، سلیمانخیلواو کوچيانو په لاس کې و. (۴) د ګومل مورچل خروټو او سلیمانخیلو ته ور په غاړه شوی و. د اشکې په غټه جرګه کې دا هم منل شوې وه چې په جګړه کې نیول شوی غنیمت دې د هـمغې سـیمې د جنګي سـړو په سـر وویشل شـي.

(۶) د ټـل فـاتـح؟!  سپـه سالار محّمد نـادرخـان
امان الله خان د انګریزانو د مقابلې په ضد دجګړې درې ډګرونه وټاکل: سهیل ته یې سردارمحّمد نادرخان د کوماندان په توګه ورولیـږه، کندهار ته یې سردار عبدالقدوس خان اعتمادي د کوماندان په ډول واستاوه، او د ختیز ډګر ته یې د جنګ وزیـر صالح محّمد خان ولیـږه. په ننګر هار کې  افغاني پـوځ د انګـریزانو په مقابل کې ماتې وخوړه. دغـې ماتې محمد نـادرخان او د وزیـر سـتان د
جــبهـې مــشران انـد یـښمــن کــړل.  د لــمــریز ۱۲۹۸ د ثـور(۱۹۱۹) د مـــــیاشې اخري ورځې وې چې ملا همزالله اخــونــد د وزیرستان او شاوخوا سیمو مشرانو ته د وزیرو او مسیدو په لاس د جهاد د پـیل امر ورکړ. احمدزو وزیرو لومړی برید  د ۱۲۹۸د ثور په ۲۴[۱۵ می ۱۹۱۹] د سروکي په چوڼۍ باندې وکړ. دوی په واڼـه کې هم د انګریزانو په غـټ پوځي مرکزباندې برید پیل کړ او د جوزا په ۲ یې ونیو،  او ورپسې یې د کجیرې، نیلي، سپینکي کڅ، تنایـي او د توی چوڼۍ ووهلې. همـمهال مسیدو په خپله سیمه کې  د خپلو زړه ورو مشرانو( عبدلي موسی خان، قطب خان، ملا فضلاالد ین اخوند، قاضي امیرشاه خان... او موسی خان) په کومانده د رزمک، سیفلي توی، ساړه راغه، ډبرې، او نجې چوڼۍ ونیولي. د دې سره جوخت، مـداخیل وزیرو د خپلو مشرانو(ملک دندخان، عبدالله خان او زنګي خان) په کومانده د میرامشا او تته خیلو په چوڼۍ  بر یـدونه پیل کړل. د هنګو او میرامشا نیولو لـږ زیات وخت غوښته.  غازیانو غوښتل چې په دغـو چوڼیو کې پښتني ملیشې د میجر صوبدار پت خان اوجمعدارتریـن خان د مشرۍ لاندې ځانونه د فرنګي او ګوره پوځونو نه روغ راوباسي او د غازیانو سره ملګري شي. د ملیشو د غو دوه تنو مشرانو سره  غازیانو «ټینګې اړیکې» لرلې.  پت خان او ترین خان د خپلو ملیشو سره راووتل، د غـازیانو سره غـبرګ شول او په ګــډه سره یــې د هــنګـو او میـرامشا پوځي مرکزونه له انګریزانو نه ونیـول
 ټـل د انګریزانو غټ پوځي مرکز و چې د پکـتیا لپاره یې غټ خطر لاره. غازیانو دغه ډیر مهم عسکري مرکز د ۱۲۹۸ لمریز د جوزا په ۳ نیټه[۲۵ می ۱۹۱۹] له انګریزانو نه ونیو. «بیا په زړه سپیڅلو» غازیانو محّمد نادرخان ته بلنه ورکړه چې د فرنګیانو د ټـل «ستر نظامي مرکز په تشـریفاتي توګه فتح کړي او د ټـل د سوبـې  مراسم پرځای کړي. محّمد نادرخان چې تر هم هغه ګینټـو یې د ټوپک نه یوه ګولۍ هم د فرنګیانو په لور ویشتلې نه وه، د ټل پوځي مرکز یې په تشریفاتي توګه د تو پـونو د ګولیو په اور سره فتح کړ او بیا یې په ډیره بې انصافۍ او بې عدالتۍ سره د ټـل فـتح په خپل نوم سره ونوموله....هم هغه وخت موږ د محّمد نادرخان نه هیله وکړه چې د فرنګیانو نه فتح شوې چوڼـۍ او مرکزونه دې د... غازیــانـو د یــوه یوه مـشـر په نـوم ونـومــول شــي ولې د هغــه دا لــورونــه  د مجاهد ینـو پــه مشـرانــو ونــه شوه»،مخونه۷۷-۷۶

(۷) د ګــومل، کـنـدر او ژوب ډګـــر
د ګومل په سیمه کې انګریزانو له پخوا راهیسې پوځي مرکزونه جوړ کړي وو. دلته خروټو،سلیمانخیلو او ځینو کوچیانو دخپلو میـړنو مشرانو(ملک فتح خان سلیمانخیل،نواب خان سلیمانخیل، شیرجان خان خروټي، او نعمت خان خروټي)د کوماندې لاندې  په خپله سیمه کې د انګریزانو مرکزونه د بریدونو لاندې ونیول او انګریزان یې په شا وتمبول. د اپوزې ښار په جګړه کې هم د ګومل غازیانو غټه وڼـډه لرله، اود خروټـو غیرتي مشر نعمت خان خروټی په دغه جګړه کې شهید شو. د کندر په سیمه کې د فرنګي پوځونوپه مرکزونو باندې د بر یـدونو چارې  د اشکې په غـوڼـډه کې  لیکوال جنرال ته سپارل شوې وې:« د فرنګیانو موجودیت زموږ د ولس نـر او ښځه مجاهدین ګرځولي وو، ښځو به هم ټـوپک په اوږه ګرځول.» د کندر په سیمه کې انګریزانو نهـه نظامي مرکزونه او چوڼۍ لرلې. غازیانو د حضرت حسین نیکه زیارت ته نږدې  چوڼۍ ووهله او ۵۰۰ فرنګي او هندي پوځیان یې ووژل، او ورپسې یې د کندر ټوله سیمه د انګریزانو له حاکمیت نه خپلواکه کړه او هغوی یې ژوب  پورې وځغلول. په ژوب کې هم فرنګیانو پاخه پوځي مرکزونه جوړ کړي وو. دلته فرنګیانو ملیشه لښکر هم جوړ کړی و. په ژوب کې انګریزانو ۱۸ پوځي مرکزونه جوړ کړي وو. کله چې انګریزانو په وزیر ستان،ګومل او کندر کې ماتې وخوړه، نو ژوب ته وتښتیدل او د پوځ شمیر هلته څلورچنده شو . په عین ډول، د غازیانو شمیر هم څلورچنده شو ځکه چې ټولو د انګریزانو پوځ تر ژوب پورې وځغلاوه. د وزیرستان، ګومل او کندر د غازیانو په ملاتړ او د ژوب د مشرانو( سردار حسن خان کاکړ،سردار رحیم خان کاکړ، سردار شیرخان کاکړ، سردار قلاخان کاکړ، اختر محّمدخان مندوخیل،میجر صوبدار اجمیر خان د اختر محّمد خان مندوخیل ځوی، او مشوخان مریاڼی د فـرنګیانو میجر صوبدار) د کوماندې لاندې  په انګریزانو باندې غوبل جوړشو اودا وخت غیرتي پښتنه ملیشا د اجمیرخان مندوخیل او مشوخان شیریاڼي[مریاڼي؟] په لارښودنه د فرنګي پوځ پریښود او د فرنګیانو په وړاندې د غازیانو سره غبرګه شوه.  په انګریزانو باندې غازیانو په ګډه سره زمکه سره تبۍ وګرځوله.  لـه دې امله انګریزانو د خپلو پوځونود خلاصون لپاره درې زره تنه پـوځ د بولان له درې نه د  سلیزي  د چوڼۍ  او په  اپوزه  کې د محاصره شوو پوځیانو د نجات لپاره راولیـږه. خو غازیانو پرې سم دلاسه برید وکړ، ماتې یې ورکړه او ټول وسایل یې ورنه ونیـول. د انګریزانو له ۸۰ کچرو نه (چې له بولان درې نه یې پرې جنګي  سامان راوړی و) درې کچرې وتښتیدلې او نورې ټولې د غازیانو په ولکه کې ورغلې. د  سلیزي  پوځي چوڼۍ غازیانو ونیوله. غازیانو اپوزه وسیځله او د ژوب نورې ټولئ چوڼۍ او  پوځي مرکزونه یې ونیول.

(۸) «دریـم ناولـي تـړون» د ټـول افغانستان خـپلواکي شـڼـډه کـړه  
[دریم تړون (۸  اګست ۱۹۱۹) چې د  افغانستان د داخله وزیر علي احمد خان لوی ناب او د برتانوي هند د بهرنیو چارو د سکرتر همیلټن ګرانت په منځ کې رامنځته شوی و، لیکوال جنرال یې په لاندې دلیل کړولی دی :] د وزیرستان، کندر، ګومل او ژوب غـازیانو له فرنګي پوځونــو نــه، نـه یواځې هغه بـدل واخیست چې پــه ننګـرهار اوکنــدهــار کې یې افــغـان پــوځیانو تــه ماتې ورکړې وه، بلکې غلیم یې دیته اړکړ چې له امــان الله خان نــه د جنــګ د اور بـنــد(مــتارکې) هــیله وکړي. انګریزان په دې پـوهــیدل چې کـه جګــړه دوام وکــړي، د وزیـرستان، ګــومل، کـندر، او ژوب غـازیــان بــه پــه لــومــړي پـړاو کې انګــریــزان له ډیــره غــازیخان، ډیره اسماعیل خان ، بنـو او کـوهاټ نه وشـړي،  او ورپسې به د پنجاب او مـلتان د غـازیانـو ملاتـړ وکـړي
 د  ډیـورنـډ د رټلې تــوافـقنامې(۱۸۹۳زییز) راهیسې  په وزیرستان، کندر، ګومل او ژوب کې له ۵۵ نه زیات برتانــوي  پوځي مرکزونه او چــوڼۍ جوړ شوي وو. له ۱۹۱۴ نه تر ۱۹۱۸ پورې انګــریزي او اجیرهندي پوځونه په لومړئ نړۍ واله جګړه کې نښتي وو.که امیر حبیب الله خان (۱۹۱۹-۱۹۰۱) د لومړي نــړیوال جنګ په مهال د افغانستان د خپلواکۍ لپاره جنګ اعلان کړی وای،دا به ډیره اغیزمنه وای چې د «سرحد» پښتنو (په تیره د وزیرستان، کندر، ګومل او ژوب ولسونو) په لومړۍ نړیواله جګړه کې په ښکیل شووانګــریزانو  په برتانوي هند کې له هـرې خوا بریدونه کړي وای او په اسانۍ  سره یې د ټول افغانستان خپلواکي ګټلې وای! د خپلواکۍ په جګړه کې چې لـږوډیر دوه اونۍ دوام یې وکړ، «زموږ د سیمو تقریبا دوه زره» غـازیان شهـیدان شـول. خو «د خپلواکۍ د جګړې نه وروسته زموږ برخه لیک بیا هغه برخه لیک شو چې د اعلیحضرت امان الله خان د نیکه او د فرنګیانو د استازي ډیورنډ په ناولي تړون کې ټاکل شوی و او[موږ] یو ځل بیا د رودونـو وینو تویــولو نــه وروسته د ښمنانو ته لاستړلي وسپارل شو.» زموږ پښتنو غازیانو به د خپلو سوبو(فتحو) او د غلیم د ماتې خبرونه ټول محّمدنادرخان او شاه ولیخان ته لیـږل چې امان الله خان پـرې خبرکړي. خو داچې د غـازیانو د بریالیتوبـونو خبرونه بــه دغـو دوه وروڼـو پــه کـومه «اندازه اوبڼه» امان الله خان ته رسولي وي، غازیان پرې نه پوهیـږي(مخونه ۱۰۰-۹۸). په داسې حال کې چې د وزیرســتان،کـندر، ګــومل اوژوب غــازیان د جګــړې په ډګر کې بــرلاسي وو او انګــریزان ځغــاستې او ماتې ته اړکــړل شوي وو، غازیان اریان وو چې ولې به امــان الله خان د مغـلـوب غـلیم ســره د اوربــنـد وړانـد یـز مــنلی وي؟!  د اوربند پیشنهاد «بې له دې چې زموږ مشرانو سره پکې سلا او مشوره وکړي» ومنل شو. د ۱۲۹۸لمــریز(۱۹۱۹ زییــز)د خپــلواکۍ په غــزا کې « زموږ سیمې بیا د متارکې په پـریکړو کې د افغاني او فـرنګي  هیئـتونو له خوا په فــرنګیانو پورې وتــړل شــوې او زمــوږمجاهــدینــو له نظــره دا دریــم نــاولی تـــړون و.» فرنګیان د تودې جګړې په مورچل کې « زموږ له لاسه مغـلوب شوي وو، او دې لره تیار وو چې د غالب قــوت ټــول شرایط  په ځان ومني.... نو که هغه وخت د افغانستان د حکومت نماینده ګانو [علي احمد خان لوی ناب] په فرنګیانو باندې د زړه له کومي سیاسي زور اچولی وای، د افغانستان د پـــولــو ننګــیالي افغانان به هـم پـوره خپلواکۍ ته رسیدلي وای.»(۱۰۵-۱۰۲ مخونه).  له  دغه «نــاولي تــړون» نــه وروسته،  انګریزانو لیکوال جنرال او د هغه سره د خپلواکۍ د جګړې  نور ملګـري د  درنــوبمباریو، تـاوانــونو او زجــرونو سره مخامخ کړل، او له دې امله امان الله خان د هــغـوي کورنیو ته د پخواني لوی کندهار ولایت  په شاجوی کې پناه او زمکه ورکــړه
[ جرمن- امریکایي تاریخ پوه ادامیک کاږي چې  امان الله خان  د افغانستان او انګریز په دریمه جګړه (۱۹۱۹) کې   اساساَ د سرحد د پښتنو په مټ بـریالی شو]- ځیرکیار
Amanullah “had been successful in the Third Anglo-Afghan War [1919] primarily because of the assistance he received from Afghan tribes in the ‘Independent  Tribal Belt’ of  the Frontier[Pashtunkhwa]…. and once the war had been ended  the government of India considered the time ripe to punish the tribes for their assistance to Afghanistan and to consolidate its hold  over the Frontier [Pashtunkhwa]…. In December of 1922 and January 1923, Indian troops moved against the Masuds resorting, in the words of the viceroy, to ‘air operations on a large scale previously unknown on the frontier’.” (Adamec).
روسي تاریخ پوه پوهاند یوري  تیخونوف  هم په خپل کتاب کې کاږي چې د وزیرستان ۵۵۰۰ جنګیالیو د ۱۹۱۹ د نومبر پورې انګریزي  قواوې له دینه محرومې وساتلې چې  يرغل پرې وکړي. انګریزانو په خپلو ۶۲۰۰۰ وسله والو قواو سره چې په  ۵۲ الوتکو سمبال وې د ۱۹۱۹ د نومبر په ۱۷ په شمالي  وزیرستان خپل برید پیل کړ او د توچي درې سهیلي برخې يې ونیولې او«تقـریبا هـم مهال» یې د سهلي وزیرستان مر کز(واڼـه) د ۱۹۲۰ په دسمبر کې ونیو. ولـولئ
Yuri Tikhonov, Politics of Great Game in Afghanistan and Pukhtun Tribes, 1919-1945(2007?).
یوری  تیخونوف په لاندې دوه چینو حواله ورکړې ده
Watteville H. Waziristan 1919-1920: Campaigns and Their Lessons, 1925; and  Miller C. Khyber: British  Indians  North-West FrontierNew  York,  1977.  
 ولسي جنرال یارمحّمد خان وزیري د امان الله خان سره دوه ځلې لیدلي وو: یو ځل یې ورسره په کابل کې لیدنه شوې وه او بل ځل یې په شـا جـوی کې کله چې د یــورپ له سفرنه راستون شوی و[شاجوی له ۱۹۶۳ راهیسې د زابل ولایت یوه ولسوالي ده چې دغزني او کندهار په منځ کې پرته ده او شینکی،قلات اوارغنداب ولســـوالۍ ور ســـره ګــډې  پـولې لري]. خو دغــه زړه سوانــدی او ترقي غــوښتــونکی بــاچــا « د خــودغرضه» مشاورینو او درباریانو د «چاپلوسۍ او غوړمالۍ» په دام کې نښتې و. د هغـوی د مــشورو له امــله  امان الله خان  په « لویه تیروتنه» کې ښکیل شو او هغه دا  چې «دښمن[انګریزانو] ته یې په خپله خاوره کې د ژوند کولو زمینه برابره کړه.» دغه تریخ واقعیت انګریزانو ته د دې موقع ور په لاس کړه چې د امان الله واکمني رانسکوره کړي: فرنګیانو د دغې موخې لپاره په  ۱۳۰۳لمریز (۱۹۲۴مارچ) کې په سهیلي افغانستان(پخوانئ پکتیا) کې د ملا عبدالله ګردیزي او ملا عبدالرشید «په لاس قیام او اغتشاش پیل کړ، سردار عبدالکریم [ له یوې غلامې جینۍ نه له ۱۸۸۰ راهیسې په هند کې د اوسیدونکي امیر/سردار یعقـوب خان ځوي] یې ورته له هند نه راولیـږه....فرنګیانو د مسلح قیام په څنګ کې د یوشمیر علماو اومشایخو او روحانیونو په ژبه په اعلیحضرت امان الله خان بانـدې د قادیــاني او کـفـر تـور ولګـاوه» او د هغه خپل درباریان یې « داغـتشاش کوونکو ســره وتړل [غبرګ کړل] او د درباریانو» له لارې یې «استـقلال طلب پاچا ته د ګــور کیــنـدل» پیــل کــړل. ولـولئ ۱۲۱ تـر ۱۲۴ مخـونـه
[ د افغانستان د چارو مورخ لودویګ ادامیک چې الماني او برتانوي ارشیفـونه یې لټولي دي، په احتیاط سره لیکي چې په برتانوي ارشیفي چینو کې یې کوم داسې ثبوت ونشو میندلی چې د عبدالکریم د ارمان سره دې د برتانوي هند د حکومت ملاتـړ وښئ. ادامیک په  بـُن/جرمني کې د بهرنیو چارو د وزارت د اسنادو له مخې کاږي چې امان الله خان نیـول شوو باغـیانو ته د ۱۹۲۵ په می کې، وړاندې له جزا ورکولو نه لاندې  وینا اورولې وه]
 «تاسې رښتـوني افغانان نه یاستئ. زه متاسف یم چې تاسې  خپلو اتباعـو او اولاد ته کلکه جــزا در کــوم. خــو تاسې نور زما اولاد نــه یاستئ ځکــه چې زما په ضد راپاڅیدلي یاستئ.  تاسې زما په  اعمالو نیـوکه کړې ده: ما ښوونځي جوړ کړي دي. تاسې فکر کوئ چې دا به مې د ځان لپاره کړي وي؟ دا ما  یواځې ستاسې د اولاد لپار کړی دي. تاسې غوښتنه کړې ده چې زه باید د جینکـو لپاره نوي ښوونځي وتړم. همدا اوس ماته له ټولې نړۍ نه عالمانو لیکلي دي چې د جینکو لپاره ښوونځي جـوړول روغ کـار دی. ما د اوبــو رسولو پـروژې جوړې کړې دي.  ما داهم د ځان لپاره نه دي کـړي، بلکې ستاسې او ستاسې د اولاد لپاره. تاسې ویلي چې  زه قـیدیانی یم [ په هند کې د احمدیه ډلې غــړی]. دا دروغ دي، زه قــادیانی نه یم. تاسې ویـلي چې زما نوي قـوانین د قرآن  سره ټکر لري. ما ستاسې نه هیله کړې چې ماته راشئ او په دې اکله زما سره بحث وکــړئ. تاسې دغـسې نه دي کړي. د دې پــه ځـای، تاسې د ماجــرا غوښتونکي عبدالکـریم شا ته ودریدلئ، زما په ضد راپــورته شـوئ، او زما د ډیر شمـیـر زړه ورو عسکرو د وژنې سبب شوئ. له دې امله زه تاسې نـشــم بخښلی.  ځکه خــو بایــد تاسـې ومــرئ.». امان الله خان د ۵۳ بندیانو د وژنې امر ورکړ او پاتې نور و ته یې په بیلابیلو ولایتونو کې  سخت کارونه وروسپارل.
[ زه ځیرکیار په دې آند یم چې امان الله خان هیواد دوست پاچا و او د خــپل هـیواد د پـرمختګ او د خـپل ملت د سـوکالۍ لپاره یې روغه اراده لرله.  امان الله خان چې د قدرت واګې په لاس کې ونیولې، ۲۷ کلن ځوان و او ډیرې هیلې یې لرې. خو له بدې مرغې، د هغه مهال د افغانستان په ذهــني شرایطو هـغـومره نـه پوهیده لکه څومره چې لازم وو. یواځینئ اتکا یې په یوه کوچنئ ډله (ځوان افغانانو)، محمود طرزي، او یو څـو ښاري روڼ اندو لرله. امان الله خان نه د دې وس لاره چې قـوي دولت جــوړ کړي او نه یـې د دې وس لاره چې په قـوي دولت کې قـوي عسکـري رامنځته کړي. دغه شان، د افغانستان غټ غـلیم ګاوڼـډي برتانوي هند و چې د افغانستان د سر ټیټۍ لپاره په دنیوي او شیطاني وسیلو سمبال و ، د دغـو ظرفـیتونو په استعمال کې یې مهارت لاره، او له تش لاس نه یې شـیطاني کـوترې الوځولی شوې. هغه څه چې باچا امان الله خان پکې ناکام شوی و، لومړي وزیـر سردارمحّمد داود خان( ۱۹۶۳-۱۹۵۳) پکې بریالی شو ځکه چې غښتلی دولت اوغښتلې عسکري یې رامنځــته کـړل او د سرحـدي پښتنو او بلـوڅو د مشرانو سره  یې ټول ټال کلکې اړیکې پالــلې وې. محّمد داود خان(۱۹۷۸-۱۹۰۹) په فرانس کې زده کړې کړې وې او هلته سفیر و. دی  د هغه مهال د مشــرقي او کنــدهار ولایــتونــو والي و، د دفاع او داخلي چارو وزیر و، د جنرالۍ مقام ته ورسید او ‎د کابل د مـرکزي قـواو کوماندان شو(۱۹۵۳-۱۹۵۱). دغـو‎ درنو وظیفـو سردار محّمد داودخان  په افغانستان کې د مشرتابه لپاره پوخ کړی و].- ځیرکیار

(۹) دغــلواکۍ پـه ضد جګـړه په کلات کې پیل شوه  
[امان الله خــان د ۱۹۲۹ د جنــورۍ په ۱۴ قدرت خپل مشــر ورور عنایت الله ته پریښود او پخپله کــندهار ته لاړ. له دیـنه نــږدې درې او نۍ وړانـدې، د امان الله خان د کورنۍ غــړي کــندهار ته تلــلي وو. عنایت الله د ۱۹۲۹ د جنورۍ په ۱۷ له  قدرت  نه لاس واخیست، او یوه ورځ وروسته بچه سقاو ارګ ته ورننوت(ادامیک)].  خو د اوسني زابل ولایت د شاجوی ولسوا لۍ اوسیـدونکــو ( چې لـه وزیــرســتان او مـریــاڼ نه راغــلي وو) د سـقاو سره د بیعت پــه ځای د نــومــوړي پــه ضــد پــــه پــاڅـون لاس پــورې کــړ
 د جنرال یارمحّمد خان وزیري په مشرۍ  د ۱۳۰۸ هجري زییز د وري د میاشې په ۴ نیټه[۲۴ مارچ ۱۹۲۹]، ۱۵۰ تنه وزیري او مــریاڼی  کوچــیان د کلات په لور( چې د شاجوی په جنوب-غرب کې د زابل ولایت  ولســوالـــي ده) وخوځــیدل، خو یــو شمیـر ســړي یې د سقــاویانو په مقابل کې  د خپلو کورونو د ساتنې لپاره پریښودل.دغه کوچنی خو د خپلواکۍ په جنګې تجربه کې پوخ شوی ۱۵۰ کسیزغوڼډ د کلات «سر اســپ» نومې ځای ته ورسید. مخکې له دې چې سقاویان د کلات پوځي کڼډک ونیسي، د لیکوال د کوماندې لاندې پرې ناڅاپي غلچکي برید وشو. نږدې دوه زره سقاویان تس و نس شول، وتښتیدل او مالي او ځاني تاوانونه ورواوښتل. د  دغه بري خبر امان الله خان ته ورسید چې د یو شمیر لوړ پــوړو مامــورانــو ( عــبدالاحـدخان مایـار/وردګ داخــله وزیـر، محّمد یعــقــوب خــان د دربــار وزیر،عــبدالعـزیزخان د دفاع وزیر او معــین السلطنه) ســره یې  په کندهار کې یې اړولي وو.  د سقــاویانو له کلکې ماتې نه  ۵ ورځې وروستــه، د امان الله خا ن له خوا داخله وزیر عبدالحد خان مــایــار د ۱۳۰۸ لمریــز د  وري په
۱۲[۱اپریل ۱۹۲۹]، د شپــې په اووه بجو د دوو موټرو په پوځي بدرګه سره شاجــوی ته ورغی او هلته یې د جنرال وزیري  په میلمستون کې واړول. د ماخــوستن لــه ډوډۍ نــه وروستـه ورتـه داخــله وزیــر مــایــارداسې وویل:« د اعلیحضرت امان الله د سلطنت ستنــې زمـوږخـپلوملګرو او د اعلیحضرت د کورنۍ خپلو غړو ولړزولې.... په اینده کې هم چې څه واقع کیـږي نو زموږ له لاســه به وي. دا ګیـنـټه هم زموږ په کندهاري لښکر کې  د دراني سردارانو او خانـانو اخـتلافات او بې اتـفاقي روانه ده.» وزیر مایار حاضرینوته د خپل راتګ هدف څرګند کړ او شخصا جنرال وزیري تـه یې یــو فـرمان تسلــیم کــړ چې امان الله خان لاسلــیک کـــړی و. دغـه شان مایار ورته  د امان الله خان  ۱۲تر۱۴ نور لیکلي فـرمانونه هم وروسپارل چې ‎وزیرستان او جنوبي ولایـت(پـکـتیا) د مشرانـو په نوم لیکل شوي او د امان الله خان له خوا لاسلیک شوي وو. د کابل مشایخو له غزني نه تر کلات پورې د میشتو قومونو مشران دېته را پارول چې امان الله خان له کندهار نه وباسي او د واکمنۍ لپاره یې هـڅه شـڼډه کړي. حبیب الله کلکانی په دې هـڅه کې و چې که پـه کـندهـار بانـدې لـه خپـل بـرید نه وړانـدې، په شاه جوی کې اوسیدونکي وزیـریان د امان الله خان له ملاتړ نه «بیل» کړي او د ځان پلویان یې وګرځوي. د دغه هدف لپاره «د شمالي اغتشاش پلویانو» د تره کي، سلیمانخیلو او اندړ قومونو د خانانو او مشرانو( امیـن الله خان تره کي، عبد المجید خان تره کي،عـبدالـرشید خان تـره کي، محّمـد خان تـره کي[ چې وروسته د بچه سقاو جنرال شوی و]، عبدالقادر خان اندړ، حاجي ادم خان محمد خیل سـلیمانخیل، پاچاخان شه خیل سلیمانخیل، او محمد  عمر خان عـلی زی سلیمانخیل) جرګه د شاه جوی وزیریانو ته واستوله چې له دوی نه د حبیب الله کلکاني لپاره «بیعت واخلي.» د شاه جوی وزیریانو ورته په ډاګه کړه: تر څو چې امان الله خان په افغانستان کې وي، « ترهغه به زموږ یو فرد هم د سقاوزوی حبیب الله ته د بیعت او همکارۍ لاس ورنکړي.» د شاه جوی د وزیـریانو «غـوڅ» دریځ د سقوي هیئت غړي «ناامیده» کړل. د مخه ښې په مهال، محّمد خان تره کي داسې غبرګون وښود: «مریاڼی یار محّمد خانه! ان شاءالله چې ډیر ژر به یـو ځل بیا همـدلته سره وګورو.» دا چې سقوي هیئت تش لاس ستون شو، د ۱۳۰۷ لمریزد کب/ حوت په ۲۸ نیټه(۱۹مارچ ۱۹۲۹) د سقـوځوی د پلویانو یوغوڼـډ د دوه توپـونو او ماشیندارو سره د شاه جوی د وزیـریانو د ویرولو لپاره د کابل- کندهار د لوی لارې په غاړه  په قلاخیلو کې چې سلیمانخیل پکې استوګن وو،مورچل وواهه.  د عبدالحکیم خان تره کي، احمد خان علی خیل، او سید احمد توخي په مشرۍ بیا جرګه د لاندې شرایطو سره د وزیریانو سیمې ته ورغله:(۱) د امان الله خان د پلویتوب په ځای به، د حبیب الله کلکاني سره بیعت کوي او د سقوي لښکر سره به وسله وال ملاتړ کوي. (۲) خو که وزیریان لومړی شرط نه مني، نو باید چې خپلې وسلې د جګړې د پای پورې سقویانو ته وروسپاري.(۳) که لومړي او دوهم  شرط  نه مني، نو باید چې لس تنه جنګي ځوانان د یرغمل (برمتې) په ډول سقـویانو ته وسپاري. (۴)  خو که پورتني درې شرطونه نه مني، نو باید چې ځانونه جګړې ته چمتو کړي.۱۳۰ تر ۱۳۴ مخونه.  داخله وزیر عبد الاحد خان مایار/وردګ  جنرال وزیري ته وویل چې د امان الله خان په استازولۍ دې  دغه فـرمانونه  د وزیرستان او پکتیا مشرانو تـه ورسـوي او د سقاو د مقابلې لپاره دې ځانونه غزني ته راورسوي. عبد الاحد خان  مایــار «دهـم هغه شــپې په یولسو بجــو» د شاجــوی له خلکو نه د کلات په لــور رخصت شــو.
 لاندې انګریزي رسمي لاسوند(سند) د امان الله خان لپاره د جنرال یار محّمد خان وزیري ماموریت څـرګـندوي . نور ملونه د کتاب په پای کې خوندي شوي دي
No. 439-S
Copy to the Secretary of the Chief Commissioner, North-West Frontier Province, Peshawar, for information.
                                                                 __________
COPY OF MEMORANDUM No. 107-S., DATED THE 20TH APRIL 1929 FROM THE POLITICAL AGENT, SOUTH WAZIRISTAN, TO THE RESIDENT IN WAZIRISTAN.
                           Reaction from Afghan reforms agitation in Waziristan.
                   In continuation of my telegram No. 171, dated the 17th April 1929
I send herewith translations of the various letters addressed by Mirza  Yar Mouhammad, Mirani, an Afghan official from Shahjui to Musa Khan, Abdullai, and Mahsud and Wazir maliks.
                          The facts of the case appear briefly to be as follows:
Ex-King Amanullah on his arrival at Shahjui is said to have publicly called for a volunteer to carry farmans to the Wana Wazirs and Mahsud maliks, the maliks of Khost and Urgun areas and the maliks of the Saifali, Mangal and Marani (Sherani) tribes as well as to the son of Babrak. The person undertaking the mission was promised a Wazirship.
By public acclamation Mirza Yar Muhammad (Marani), a petty Afghan official, was  selected. The latter was entrusted with the farmans and set out alone in the guise of a fakir. He reached Manzai Obe, west of Khwaja Funga in British limits on the 15th instant and departed for Birmal  on the 16th instant.
He entrusted certain letters* written by himself to one Gul Ajam Kaka Khel Zili Khel, for delivery. The latter , who is a relation of Malik Qayum, a petty Maka Khel malik, brought the same to the Political Tehsildar, Sarwekai, requesting their return after perusal.
The Mirza announced that on his return from Birmal he expected to find the requisite lashkar collected and that he would then show all concerned Amanullah’s farman.
He impressed on Ajam Gul and his audience  the necessity for baste in delivery of the Mission and for the seedy collection of the lashkar.
Reading between the lines it would appear that Amanullah has little faith in his 50,000 lashkar and that he is in dire straits for reinforcements of reliable material.  His halt at Ghazni with such a stupendous army in hand is otherwise unaccountable, unless the numerical strength is a fictional paper one.
There seems no reason to doubt the truth of the story and certainly the Mirza’s letters appear genuine.___________________________________
*)Translation of which are above referred to.
ولولۍ په انګریزي ژبه کې د کتاب په پای کې د ډاکتر ببریګل وزیـر ۳ ملونه چې له بریټـیش لایبـرېـري (برتانوي کتابتون) نه یې لاسته راوړي وو