د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

قابیل زموږ حاکم سو

محمود نظري 01.02.2016 12:54

طنز
محمود نظري
قابیل زموږ حاکم سو


چی د پوه سړې مرستیال سي قاتل
د غلو په زور پازوال سي نا قابل
په هیواد کې ته څنګه عدالت راولي
چې هابیل مړ سي واکمن سی قابیل

***
آیا رښتیا پښتون دی بې وسه که ترپړ
خلک پر هغو اتل مني خپل دکلي اجړ
پښتون خپل اتل ولي اتل ساتلای نسو
دا خلک ولي پښتون هر وخت ګڼې مړ پړ
ترپړ( بیکاره )، اجړ ( بیزوان)
***
موږ کله آبادیږوچې بزرګان مو وي خاینان
چې د وطن ټول مشران مو وي خاینان
دهغو له خدمت او عدالته لاس پریوله
چې ټول علي جنابان مووي خاینان
***

دعبداله په نسب تجارت مه کوه
دغني په علمیت تجارت مه کوه
په هرڅه تجارت کولای سي مګر
د وطن په حریت تجارت مه کوه