د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ټاپي مه هېروئ!

محمد روښان ښاد 30.01.2016 12:53

ټاپي یوازې پروژه نه، بلکې یوه نظریه ده. د افغانستان د عزت، بسیاینې او خودکفایۍ نظریه،له ګاونډیانو سره د راکړې ورکړې، ښو اړیکو، مناسباتو او ښه ګاونډیتوب نظریه،ځکه د ملتونو اړیکې په عواطفو نه، بلکې د ملتونو په ملي ګټو او راکړو ورکړو ولاړې وي اوټاپي همداسې یوه پروژه ده، چې د هېوادونو اوملتونو (ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان) ګټې سره تړي.
ټاپي پروژه ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان نه یوازې د اقتصادي ګټو او راوکړې ورکړې له پلوه سره نږدې کوي، بلکې د دغو هېوادونو د خلکو او ولسونو تر منځ مینه، خواخوږي، دوستي او باور زیاتوي. د یادونو هېوادونو او ملتونو تر منځ د اعتماد فضا رامنځته کوي.
ټاپي د ملتونو د ګډو او ملي ګټو د  تامین ښه بېلګه ده، ځکه ترکمنستان د غازو د نل لیکې یا ټاپي پروژې له لارې خپل اضافي غاز په پاکستان او هندوستان پلوري. افغانستان ته د غازو د نل لیکې د تېرېدو په بدل کې ترانزیت (د کال پنځه سوه ملیونه ډالر) ورکول کېږي، پاکستان او هندوستان خپل د اړتیا وړ غاز ترلاسه کوي، نو په مجموع کې څلور واړه هېوادونه له ټاپي څخه خپلې خپلې ګټې ترلاسه کوي.
د افغانستان لپاره د ټاپي پروژه په دې مهمه او ارزښتناکه ده، چې دغه جګړو ځپلی او د کمزوري اقتصاد لرونکی هېواد د نورو همکاریو او مرستو ته تر بل هر وخت زیات اړ دی، خو د ټاپي په څېردلویو او اقتصادي پروژو په تطبیق سره افغانستان کرار کرار خپلې بدې ورځې شاته پرېږدي او د نورو له احتیاج څخه راوځي.
ټاپي د افغانستان لپاره پر ځان د بسیاینې، په خپلو پښو د ودرېدلو او خودکفایۍ په لور یو ښه ګام دی، ځکه دغه پروژې د نورو له احسانه وتلې او دوامداره وي، خو د دغه وړ مهمو پروژو په تطبیق کې د ولس همکاري او ملاتړ خورا مهم دی.
د ټاپي په څېر د دوامدارو اقتصادي پروژو د تطبیق ګټه داده، چې هم یې حکومت ته خیر رسېږي او هم عامو ولس او خلکو ته. ځکه افغان حکومت د اوږدمهال لپاره د دغو پروژو له لارې ترانزیت او مالیه ترلاسه کوي او له بل لوري  ګڼو افغانانو کاري زمینې برابرېږي. د دې تر څنګ ټاپي او ورته نورې مهمې اقتصاد پروژې د افغانستان مهم ستراتیژیک موقعیت د سیمې او نړۍ په کچه ځلوي او دا ثابتوي چې افغانستان د خپل مهم وقعیت له پلوه دا وړتیا لري چې سیمې او هېوادونه سره وصل کړي.
د ټاپي پروژې تطبیق به په زرګونو هغو هېوادوالو ته چې د یوې مړۍ ډوډۍ په ګټلو پسې به پردیو وطنونو ته د کلونو مساپري په مخه  تلل، په خپل هېواد او خپل کور کې د عزت د کار زمینه برابره کړي، خو په دې شرط چې سیمې او ولسونه ټاپي یوازې حکومتي او سرکاري مال او پروژه ونه ګڼي ، بلکې خپل مال او ملي پروژه یې وبولي او د خوږ ګوتې په څېر یې وساتي.
هېوادوالو، ولسونو او ځوانانو ته ښایي چې د خپل ځان او د ګران افغانستان د عزت په خاطر د دغې پروژې د تطبیق د بهیر څارنې او ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي، ځکه دا د مهمو اقتصادي پروژو پیل دی، که چېرې د ټاپي په تطبیق کې ملت سمه ونډه واخلي او ورانکارو ته د دې اجازه ورنه کړي چې د دغې مهمې پروژې پر وړاندې ستونزې او خنډونه ایجاد کړي، نو باور دی چې ډېرې نورې مهمې پروژې به هم پیل او تطبیق شي.
په دې کې شک نشته، چې ایران او ځینې نورې ډلې ټپلې، افراد او اشخاص به د پردیو په لمسون د ټاپي پر وړاندې د خنډونو د ایجادولو نېت ولري او په دې برخه کې به د ځینې مزاحمتونو د ایجادولو اراده ولري، خو که ولسونه په یوه غږ د دغې پروژې رښتینی ملاتړ وکړي، نو بیا به هیڅوک، هیڅ ډله او هیڅ فرد دېته زړه ښه نه کړي چې د ټاپي د تطبیق پر وړاندې کوم مزاحمت وکړي او یا دې له ولس سره دښمني ته زړه ښه کړي، ځکه د ولس زور د خدای زور دی او د خدای د زور پر وړاندې هیڅوک د ودرېدلو تاب نشي لرلی.
متنفذین قومي مشران، دیني علما، مدني فعالان، رسنۍ او د ټولنې بېلابېل اقشار او د اقشارو استازي دې د ټاپي د پروژې د تطبیق ، ساتنې او ښېګڼو په هکله په خپلو اړوندو ساحو کې ملي کمپاین پیل کړي او په دې برخه کې دې هم د خلکو ذهنیتونه روښانه کړي او هم دې هغوی د دغې ملي پروژې ملاتړ ته وهڅوي، تر څو هغوی په ټول قوت د ټاپي پروژې د تطبیق په ننګه ودرېږي او د افغانستان د پرمختګ او د افغانانو د نېکمرغۍ په لار کې یو لوی او مهم ګام واخلي.
که چېرې موږ دا ګام د خدای ج په همکاري او د ولس په ملاتړ په بریالیتوب سره واخیست او ټاپي پروژه مو سمه تطبیق کړه، نو باور دی چې موږ به نور ډېر مهم ګامونه هم واخیستلی شو او ډېر ژر به د ارام، هوسا او سوکاله افغانستان لرونکي شو. هغه مهال به مو هېواد پرمختللی او ولس به مو ویاړلی او سرلوړی ژوند ولري، نو په همدې موخه د ټاپي پروژې ملاتړ او ساتنه وکړئ.