د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

معجزه که ډرموګرافیزم؟

عثمان افضلي 22.01.2016 12:25

ډېر کله ګورو چې په ټولنیزو رسنیو کې د انساني وجود په یوه غړي یا غړو لیکل شوي د الله پاک یا رسول الله صلی الله علیه وسلم د نومونو لیکل شوي عکسونه نشرېږي، او دا ډول عکسونه په سبحان الله او ماشاء الله سره بدرګه کېږي. ځینې لا فکر کوي چې دا ډول خلک شاید کومه خاصه مرتبه لري یا هم ډېر ښه خلک دي، خو حقیقت کې دا ډول لیکنې ښکاره کېدل ډرموګرافیزم یا څرمنلیکونه دي. په موضوع د بهتره پوهېدو لپاره د انسان د دفاعي سیستم یوه برخه تر نظر لاندې تېروو:

آی جي اي:
د څرمن سره سره، د انساني وجود ځینې داخلي اعضاء او سیستمونه هم له خارجي محیط سره تماس لري، لکه د هاضمې او تنفس سیستمونه چې په ترتیب سره خلې او پوزې له بهرني محیط سره نښلولي. په همدې سبب، انساني وجود په مسلسل ډول له اجنبي موادو (Antigen) سره تماس کې دی. دا اجنبي مواد کېدای شي مضره بکتریاوې، د امراضو مسبب پرازیتونه، توکسین (زهري مواد)، ویروسونه او یا هم ځینې داسې مواد وي چې په عادي‌ حالت کې یې وجود ته داخلېدل، یا وجود سره تماس کوم تاوان نه لري، لکه: د نباتاتو ګرده (Pollen) چې د تنفسي سیستم له لارې وجود ته داخلېږي، د ګوتمیو او بنګړو فلزي عناصر چې د وجود له پوستکي سره تماس کوي، یا هم ګرمه هوا او داسې نور.

فزیولوژي یا د وظایفو علم، دا واضحه کړې چې د انساني وجود د وینې سپین حجرات، د مضره اجنبي موادو په مقابل کې د وجود د دفاع دنده په غاړه لري. د وینې سپین حجرات مختلف اقسام لري او هر قسم یې، ځان ته خاصه دنده لري. ځینې یې بهرني متجاوز فکتورونه مستقیما له منځه وړي (بلع کوي او هضموي یې)، ځینې یې له اجنبي ژوندیو حجراتو سره نښلي او کیمیاوي مواد یې منځ ته لېږدوي چې له متاثره حجره بالآخره چوي او ژوند له لاسه ورکوي، او ځینې یې هم وجود ته د داخل شویو اجنبي موادو مقابل کې انټي باډي (د انتي اجن ضد) تولیدوي. د دې انتي‌ باډي ګاڼو یو ډول IgE (Immunoglobulin E) پروتین دی، چې لومړی قسم حساسیت یا Hypersensitivity Type 1 منځ ته راوړي.

دا ډول حساسیت د پرازیتي امراضو په صورت کې علاجي رول لوبوي. د پرازیتي امراضو مهم مثالونه ملاریا او د چینجیو امراض بللی شو. په شلمه پېړۍ کې د ځمکې له مخې د پرازیتي امراضو له منځه وړلو لپاره طب ډېر کار کړی او د حفظ الصحې او مؤثره تدابیرو په وجه د دې امراضو کچه تر ډېره راښکته شوې، حتی پر مختللو هېوادنو کې پرازیتي‌ امراض په نشت حساب دي.

د پروفیسرې کیم موسکټیلو له نظره، کله چې پرازیتي فکتورونه وجود ته داخل نه شي؛ نو آی جي اي، چې په څه اندازه تل د وینې جریان کې موجوده ده په ځینو خلکو کې د غیر پرازیتي اجنبي مادې لکه د ګلانو د ګردې مقابل کې، چې پخوا هم وجود ته د تنفسي سیستم له لارې داخلېده، او غیر مضره وه، عکس العمل ښایي. نوموړی عکس العمل د غیر پرازیتي اجنبي مادې د نفوذ په ساحه کې د هستامین د زیاتېدو په سبب سوروالی، خارښت او پړسوب پیدا کوي. د دې نظریې د اثبات یو دلیل دا کېدای شي چې دا ډول حساسیتونه پخوا موجود نه و، او هغو هېوادونو کې چې اوس هم پرازیتي امراض شته، د دې ډول حساسیتونو اندازه، نظر پرمختللو هېوادونو ته چې پرازیتي امراض په کې له منځه تللي، کمه ده.
په عین میکانیزم ځینو خلکو کې له ساعتونو، ګوتمیو یا هم بنګړیو سره د څرمن دغه ډول حساسیت لیدل کېږي.


ډرموګرافیزم:
ډرموګرافیزم یا څرمن‌لیکونه هم د همدې حساسیتونو یو ډول دی. معمولا له ۲۵ نه تر ۵۰ سلنه عامو خلکو کې د نوکارې وسیلې په واسطه له څرمن ګرولو سره سپینه کرښه، بیا سره کرښه او بیا لږ پړسوب پیدا کېږي. په ۵ سلنه خلکو کې همدا پړسوب شدید وي، چې ډرموګرافیزم بلل کېږي.

د (dermnetnz.org) ویبپاڼې په حواله، دې خلکو کې د ګرمې هوا، چک چکو وهلو، تنګو جامو اغوستلو، لرګینې څوکۍ باندې کښیناستلو، د سامان آلاتو سره کار کولو، په ګرمو اوبو لمبلو او نورو فزیکي فکتورونو په سبب د څرمن خارښت، پړسوب، سوروالی او حتی لړمۍ پیدا کېږي. ځینو خلکو کې د غوسې په وخت کې هم دا ډول لړمۍ لیدل کېږي. لکه چې مخکې اشاره وشوه، د هستامین کیمیاوي ماده د پړسوب سبب کېږي، او که همدې وخت کې مریض د خپلو نوکانو یا بلې نوکارې آلې په واسطه د څرمن د پاسه لیکنه وکړي، د حساسیت د درجې مطابق، دا لیکنه د لږ، یا ډېر وخت لپاره د څرمن د پاسه پاتې کېږي، او لیدونکي ګومان کوي چې دا لیکنه په خپله راپیدا شوې ده.

د حساسیت د تداوي لپاره معمولا له انتي‌هستامین دواګانو، او د حساسیت ضد واکسین څخه کار اخستل کېږي.


سرچینې:
http://www.dermnetnz.org/reactions/dermographism.html

Kim M. Moscatello, Ph.D. Microbiology and Immunology Lecturer at Kaplan University USMLE Program. Immunology Lecture DVD