د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

پوهنمل محمد وارث 22.01.2016 12:24

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

زمونږ کلی اوس وران ښکاري
هم يې څيرې ګريوان ښکاري

لوپټې له سر لويدلې
د پيغلوټو پيزوان ښکاري

اوس کوڅې دي شاړې شوې
له غره دې خوا ديوان ښکاري

کاروان لوټ په رڼا ورځ شو
سرببری څاروان ښکاري

سپوږمۍ ستوري پکې نشته
سم پاک شوی اسمان ښکاري

چې دې څومره نظر ښکار کا
سمه نشته بيابان ښکاري

اوس پيريان پکې اوسيږي
کور او کلی ئی ودان ښکاري

ديتيم اوښکو ته ګوره
څاڅکي څاڅکي باران ښکاري

کومه لوبه چې پيل شوې
دا د ټولو په زيان ښکاري

هرې خواته زګيروی اورم
پکې ښکيل دی افغان ښکاري

دا قطار قطار چې ښخ دي
په والله چې زلميان ښکاري

که دا حال وي څنګه ستون شي
( وارث ) ځکه حيران ښکاري